په ختیځ زون کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د موسسې د همغږۍ مرکز اعلامیه
د لوی او بښونکی خدای په نامه په ختیځ زون کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د موسسې د همغږۍ مرکز اعلامیه په کنړ ولایت کې د ناټو ځواکونو د بمباردمان په پایله کې د بې ګناه ملکی وګړو وژل کیدو په اړه د ۱۳۸۹ لمریز کال د کب دریمه- د ۲۰۱۱ زیږدیز کال د فبرورۍ ۲۳ ننګرهار ـ افغانستان د روان کال پدی ورستیوورځوکی، زموږ د هیواد زوریدلی ولس یوځل بیا، د کنړاوننګرهارپه ولایتونو کې د لسګونو تنو بیګناه وګړو د وژل کیدو شاهد وو. ددې غمجنو پیښو ډیری قربانیان ماشومان او ښځې وې، چې له جګړې سره ېې هیڅ اړیکه نه درلوده. دا لومړی ځل ندی چې نړیوال ایتلافی ځواکونه اوددولت مخالفین، په داشان غیر انسانی کړنو لاس پورې کوی او په دې کار سره اسلامی، ملی او نړیوال قوانین تر پښولاندې کوی. دافغانستان د مدنی تولنې او بشری حقونو موسسې، د اعلامیو په خپرولو سره ددا شان کړنو پایلې په ځلونو غندلی او د افغانستان او د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د ښکیلو هیوادونو له دولتونو غوښتی، ترڅو ددغو جنایتونو عاملین د قانون منګلو ته وسپاری؛ خو په خواشینۍ سره چې دا شان کړنې اوس هم تکراریږی. په ختیځ زون کی د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه ، چې د هیواد په ختیځ زون کې د مدنی او بشری ټولنو د همغږۍ مسولیت په غاړه لری، ددې خونړۍ پیښې څرنګوالې له نیږدې څخه څارلی او سربیره پر دې چې دا کار په کلکه غندی د لاندو ټکو یادونه هم کوی: • موږ په دې اړه خپله ژوره همدردی او خواشینی څرګندوو، او له الله تعالی (ج) څخه ددې پیښ و پات ی کسانو ته د جمیل صبر غوښته کوو؛ • موږ د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې له ایتلافی ځواکونو او دولت څخه غواړو، ترڅو هر څومره…