دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د تسلیت پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د تسلیت پیغام د ۱۳۸۸ کال سلواغه - د ۲۰۱۰ کال جنوری  کابل، افغانستان په ډیرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ، چې ښاغلی ریمی بوره ګار، دبشری حقونو یو پیژندل شوی مدافع او دافغانستان خلکو یو ترټولو ښه ملګری، د زړه د حملی له کبله، د کاناډا په تورنتو ښارکې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. ښاغلی بوره ګار، د دموکراسۍ او حقونو موسسې ریس وو، چې زیات کلونه ېې د بشری حقونو مدافع په توګه په کاناډا او د نړۍ په نورو سیمو کې ارزښتمن فعالیتونه لرل. له دې امله هغه د یو متعهد انسان په توګه یادوو چې له ویاړنو ډک ژوند ېې ترشا پریښی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د مدنی ټولنو او بشری حقونو بنسټونو په استازی توب چې په افغانستان کې دبشری حقونو د پلې کولو په برخه کې فعالیت لری، ددغه د قدروړ شخصیت غمجنه مړینه د هغه کورنۍ، همکارانو او مینوالو ته په مانتریال، کابل او د نړۍ په نورو سیمو کې تسلیت وایو. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د ښاغلی بوره ګار یادونو ته درناوی کوی او هیله کوی، چې ددغو دوه ټولنو ترمنځ همکاری دوامداره او تلپاتې وی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه

Continue Readingدمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د تسلیت پیغام

د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د « ګډو » عملیاتو په لړ کې د ملکی او بیګناه وګړو له وژلو څخه د مخنیوی په موخه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د « ګډو » عملیاتو په لړ کې د ملکی او بیګناه وګړو له وژلو څخه د مخنیوی په موخه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه د ۱۳۸۸ د سلواغې ۲۷- د۲۰۱۰ کال د فبروری۱۶ د سلواغې له ۲۴ څخه راپه دیخوا، د ملی اونړیوالو پوځونو له خوا د هلمند ولایت په مارجې ولسوالیۍ کې د «دګډوعملیاتو» په نوم یولړ پوځی عملیات پیل شوی. دغه عملیات دملی او نړیوالو ځواکونو په همغږۍ کې ترسره کیږی. دغه پراخ عملیات هغه مهال پیل شول، چې د امریکا متحده ایالاتو خپله نوې ستراتیژی په سیمه کې تر آزموینې لاندې نیولی. په دغوعملیاتو کې د شاملو ملی او نړیوالو چارواکو په وینا، ددغو پراخو عملیاتو موخه د هیواد په سهیلی سیمو څخه دافغانستان د دولت د مخالفینو پاکول دی، ددغو عملیاتوله پیل څخه مخکې ملی او نړیوالو پوځونو د سیمې له خلکو څخه وغوښتل، ترڅو د ملکی وګړو د مرګ ژوبلی څخه د مخنیوی په موخه ځایی وګړی دې سیمه پریږی او کډه دې شی؛ خو دغې پوښتنې ته چې چیرته ولاړ شی ترڅو یو مسوؤن ځای وی ځواب ندې ورکړل شوی. د سلواغې په ۲۵ ویشتمه، ددغې شومې تیروتنې لومړی اغیزه رابرسیره شوه او زموږ دولس تنه بیګناه وطنوال په شهادت ورسیدل. دغه خبر دمدنی ټولنې بنسټونه په شدیده توګه ولړزول. دافغانستان مدنی ټولنه او بشری حقونو شبکه ددغې پیښې قربانیانو روح ته دعا کوی او پاتو کسانو ته ېې د تسلیت غوښتنه کوی، د هغوۍ په درد او رنځ کې خپل ځان شریک بولی. دمدنی ټولنو په باور، داشان ډیر لګښت لرونکی پروګرام ، باید د ملکی وګړو د ژغورنې په موخه دمناسبو او له پخوا تنظیم شویو پروګرامونو په توګه همغږی شوی وای. دملکی او بیګناه وګړو وژل، دبشر غوښتونکو حقونو په اړه دژینوا…

Continue Readingد هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د « ګډو » عملیاتو په لړ کې د ملکی او بیګناه وګړو له وژلو څخه د مخنیوی په موخه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د نوې کابینې د جوړیدو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د نوې کابینې د جوړیدو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې اعلامیه د۱۳۸۸ د مرغومی ۷ - د ۲۰۰۹ کال د دسامبر۲۸ کابل - افغانستان د روان کال دلیندۍ په ۲۸ ، دافغانستان د اسلامی جمهوریت ویاند، په مطبوعاتې کنفرانس کې اعلان وکړ، چې ولسمشر کرزی د کابینې دغړو نوم لړ دافغانستان له مدنی ټولنې سره په همغږۍ او مشوره کې جوړکړی او هغه ېې د هیواد ولسی جرګې ته وړاندې کړ. دغو څرګندونو دافغانستان مدنی تولنه حیرانه کړې. د کابینې له اعلانه مخکې دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونوشبکې په یوتحلیلی پرانیستی لیک کې له ولسمشر څخه غوښتی وو ترڅو دنوې کابینې په جوړولو کې د افغانستان دمدنی ټولنو اوبشری حقونو ټولنو نظرونه په پام کې ونیسی؛ خو د خواشینۍ په څرکندولو سره باید ووایو چې له ډیرو هڅو سره سره ولسمشر دمدنی ټولنو استازو سره د ګډې غونډې جوړیدو ته چمتو نشو او هغه هر اړخیره څیړنه چې دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ولسمشر دفتر ته استولې وه دولسمشر د دفتر له لوری په پام کې ونه نیوله شوه. یادشوی څیړنیز لیک وروسته له هغه چې د ولسمشر دفتر ته واستول شو، د یومطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې ملی او نړیوالو رسنیو ته وړاندې شو او پراخ غبږون ېې له ځانه سره لاره. دافغانستان دمدنی او بشری حقونو ټولنو، د کابینې دجوړیدو او وړاندې کولو لړۍ په دقت سره څارلې او په خواشینۍ سره باید ووایو چې د نوې کابینې په جوړښت کې دافغانستان دمدنی ټولنو لیدلوری د ولسمشر د ادارۍ له پامه لیرې پاتې دی او آن دکارنده خبرو اترو کولو په موخه په ځلونو د مدنی ټولنۍ وړاندیزونه له پامه غورځول شوی. زموږ ددغې ادعا بیلګه، په نوې کابینه کې دښځو دبارزښته ونډې لږوالی په ښه توګه ترسترګو کیږی. دشبکې په څیړنیز لیک…

Continue Readingد نوې کابینې د جوړیدو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې اعلامیه

د افغانستان د مدنی ټولنی اوبشری حقونو شبکې پیغام په هیواد کې دولسمشرۍ ټاکنو په اړه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د افغانستان د مدنی ټولنی اوبشری حقونو شبکې پیغام په هیواد کې دولسمشرۍ ټاکنو په اړه آزادی، دالله تعالی ( ج ) له لوری یو لوی نعمت او د بشری حقونو یو اړین ارزښت دی. دموکراسی،د آزادۍ کارول او ټاکلو په معنا ده. د انتخاب آزادی د بشری حقونو یوله ترټولو مهومو عنصرونو څخه دی. په دی ورځو کې زموږ په ګران هیواد کې د آزادۍ او دموکراسۍ مستحق وکړی دخپلې یو سترې هیلې یعنې د ولسمشر دټاکلو ، دترسره کیدو شاهد دی.دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په ډیرې خوښۍ سره په هیواد کې ددې تاریخی ورځې ستاینه کوی، او لاندې ټکې اعلانوی. •  ټاکنې د نظام مشروعیت مطرح کوی. په ټاکنو کې هرډول درغلی د نظام مشروعیت تر پوښنتې لاندې راولی او په افغانستان کې د ملت کیدو او د دولت کیدو د له منځه تلو لامل کیږی. له دې امله دافغانستان د مدنی تولنې اوبشری حقونو شبکه په ټاکنوکې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړی ترڅو د ټاکنو پرمهال له هرډول درغلی له دترسره کولو څخه دې ډډه وکړی. • دټاکنو په ورځ له ښو اخلاقوڅخه کار اخیستل، د وګړو بشری حقونو ته احترام، ددیموکراسۍ فرهنګ ته احترام ددې لامل کیږی ترڅو خلک په انتخاباتو باور وکړی اوهغه له ترټولو مهم سیاسی ،اقتصادی او ټولنز عامل په توګه په رسمیت وپیژنی. له دې امله دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه له ټولو کاندیانو ، انتخاباتی کمپاینونو او دهغوی له تبلیغ کونکو څخه غواړی ترڅو د خلکو رایو ته احترام وکړی او له هرډول تاوتریخوالی څخه چې د ټولنې د ذهنیت د مغشوش کید لامل کیږی مخنیوی وشی. د درغلۍ په وړاندې اعتراض دافغانستان د هر وګړی حق دی،خو اعتراض باید د ټولنې دوګړو ټولنیز او فردی امنیت ته زیان ونه رسوی. •  دافغانستان دمدنی ټولنې او…

Continue Readingد افغانستان د مدنی ټولنی اوبشری حقونو شبکې پیغام په هیواد کې دولسمشرۍ ټاکنو په اړه

د څیړنیز سمپوزیم پیغام «رسنیو، اطلاعاتو اوټاکنو ته لاس رسی»

د لوی او بښونکی خدای په نامه ددغه پیغام مصوده دسمپوزیم دکار په مهال د تدارکاتی ډلې له خوا جوړه شوی. دغه پیغام له هغې څخه د راپیداشویو نظریاتو اولیکنو ښکارندویی کوی. د څیړنیز سمپوزیم پیغام «رسنیو، اطلاعاتو اوټاکنو ته لاس رسی» د مزارشریف ښار د۱۳۸۸کال د غبرګولی لسمه، برابره ده د۲۰۰۹ کال دمې ۳۱ سره اطلاعاتو ته لاس رسې، د دیموکراتیکې ټولنې په جوړیدو کې یو له مهمو موازینو څخه دی. اطلاعاتو ته لاس رسې ،وګړو ته د خدمت په موخه دیو سالمې ادارې رامنځته کیدو لامل کیږی. اطلاعاتو ته د لاس رسی حق هر وګړی ته له وړاندې ورکړل شوی بشری حقونو څخه دی. د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه ، په هیواد کې د دموکراتیکو ارزښتونو پلی کیدو په موخه، اطلاعتو ته لاس رسی دخپلو ستراتیژیکو کارونو په ډله کې شمیرلی دی. د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې وروسته له هغې چې په ټول هیواد کې مشورتی پروګرامونه جوړکړل، له هغې ډلې څخه د ۲۰۰۶ کال پروګرام چې په هغه کې له ټولو ولایتونوڅخه ۷۶ استازو سربیره ،ملی او نړیوالو کارپوهانو ګډون کړی ؤ، دی باورته ورسیده چې اطلاعاتوته لاس رسی ، سیاسی او مدنی حقونو ته د رسیدو په لار کې له مهمو موازینو څخه دی. اطلاعاتو ته دلاس رسی ملی کنفرانس چې د افغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو شبکې له خوا د بامیانو په ولایت کې د یو زیات شمیر ولایتونو د مدنی ټولنو د استازو په ګډون جوړشوی ؤ ، ددی ښکارندویی کوی چې د افغانستان وګړی اطلاعاتو ته د لاس رسۍ لپاره په بیلابیلو ټولنیزو ،اقتصادی او فرهنګی برخو کې کولی شی له دولت سره د وګړو په اړیکه تینګولو کې په ښه توګه اغیزه لرلی شی. دنن ورځې څیړنیز سمپوزیم اطلاعاتو ته د لاس رسی په برخه کې ، د مزارشریف ښارد شنونکو او څیړنونکو…

Continue Readingد څیړنیز سمپوزیم پیغام «رسنیو، اطلاعاتو اوټاکنو ته لاس رسی»

له کورنی تاوتریخوالی څخه د وتو لاروچارو په اړه د بشری حقونو د څیړنیز سمپوزیم پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه له کورنی تاوتریخوالی څخه د وتو لاروچارو په اړه د بشری حقونو د څیړنیز سمپوزیم پیغام د۱۳۸۸ غبرګولی ۵ ،چې د ۲۰۰۹ کال د مې ۲۵ سره برابره ده د هرات ښار تاوتریخوالی په ټولنه کې د یوناسمې ښکارندې په توګه ، له کورنۍ څخه ټولنې ته له بشری حقونو څخه د سرغړونې لاره اواره وی. کورنی تاوتریخوالی پرټولنیز جوړښت چې د بشری حقونو پربنسټ جوړه شوی بده اغیزه . دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونوشبکه ،په هغو خبرو اترو کې چې د هرات په ښار کې له مدنی ټولنو ،روڼ اندو او د بشری حقونو فعالینو سره یې لرلی ،پریکړه وکړه ترڅو په هرات ولایت کې دکورنی تاوتریخوالی د کچې په راټیټیدو کې د پوهای اغیزمن پروګرامونه جوړ او پلی کړی. دهرات په ښارکې له کورنی تاوتریخوالی څخه دخلاصو لارې تحلیلی سمپوزیم ، د کورنی تاوتریخوالیو د لاملونوتحلیل او څیړلو او له هغوڅخه د وتو د لارو دپیداکولو په موخه جوړ شوو. ددغه سمپوزیم ګډونوالو ، چې عالمان ،د مدنی ټولنو غړی او په هغه ښارکې د افغانستان دولت استازی ؤ ، دغه لاندې ټکی د کورنی تاوتریخوالی د کچې د راټیټیدو په برخه کې روښانه کړل. • په ټولنه کې د ښځو د ونډې د فعالولو دسالمو پروګرامونو نشتوالی، په کورنیو کې دتاوتریخوالی یو له مهمو عواملو څه شمیرل کیږی. ددغه سمپوزیم ګډوال په دې باوردی، چې د افغانستان دولت د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ، دمدنی تولنو، خصوصی سکتورونو ، او د ټولنې سیاسی سکتورونو سره د هرات په ښار کې ښځو لپاره داقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی فعالیتونو په برخه کې کارنده بحثونه اوخبرې اتری او ګټور پروګرامونه په لاره واچوی ؛ • له هغو مهمو عناصرو څخه چې کولې شی په دغه برخه کې تاوتریخوالی راټیټ کړی، دحقوقی چوکاټ جوړول دی.که څه هم چې افغانستان دنړیوالو…

Continue Readingله کورنی تاوتریخوالی څخه د وتو لاروچارو په اړه د بشری حقونو د څیړنیز سمپوزیم پیغام

د طرهګرۍ پروړاندې د جګړې د قربانیانو خونبها څوک ورکوی؟

د لوی او بښونکی خدای په نامه د طرهګرۍ پروړاندې د جګړې د قربانیانو خونبها څوک ورکوی؟ د ۱۳۸۸کال د غویی ۲۴ – د ۲۰۰۹ کال دمې ۱۴ که څه هم چې په افغانستان کې دملی او نړیوالو مدنی ټولنو له خوا د طرهګرۍ په وړاندې د مبارزې قربانیانو د شمیر د راټیټولو لپاره هڅې کیږی ، اوس هم ملکی بیګنا کسان چې د هغوی په ډله کې ماشومان ،ښځې او زاړه کسان شامل دی د جګړو قربانی کیږی. هغه پیښې چې په دې وروستیو کې د فراه ولایت په ( شیوان)،(ګرانې) او (ګنج آباد) کلیو کې رامنځته شوې ددغې ادعا روښانه مثال دی. د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ، د یوشمیر اعلامیو د خپرولو په لړ کې د طرهګرۍ په وړاندې جګړې کې له ښکیلو خواوو غوښتې دغې مسلې ته جدی پاملرنه وکړی. د شبکې اعلامو له شمالی اتلانتیک سازمان یاناټو ،د ملګرو ملتونو سازمان او له افغانستان دولته غوښتې ترڅو د پوځی عملیاتو پرمهال ، دملګرو ملتونو د بشرحقونوغوښتونکې قبول شوی موارد او موازین مراعات کړی. د ملکی کسانود حقونو د رعایت نړیوال کنوانسیون د ۱۹۴۹ زیږدیز کال د جګړې پرمهال چې په ژنیوا کې جوړشوی د ملګرو ملتونو له ټولو غړو او نړیوالو ټولنو غواړی ، ترڅو د جګړو پرمهال د ملکی خلکو حقونو ته لومړی توب ورکړی او پرې نږدی چې هغوی د جګړې قربانیان شی. خو په خواشینې سره باید ووایو ، دغه قبول شوی موازین چې دنړیوالو عامه حقونو نه بیلیدونکې جز دی او د ملګرو ملتونو سازمان ټول غړی هیوادونه د هغې په پلی کولو موظف دی ، د افغانستان د جګړو پرمهال نه پلی کیږی. په افغانستان کې د طرهګرۍ په وړاندې په نړیوالې مبارزې کې ښکیلو دولتونه چې د نړیوالې ټولنې جز او ملګروملتونو سازمان غړی دی. مکلفیت لری ترڅو دغه موازین مراعات کړی ، اود…

Continue Readingد طرهګرۍ پروړاندې د جګړې د قربانیانو خونبها څوک ورکوی؟

د ننګرهار ولایتی شورا، په ختیځ زون کې دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکی له کړنو ستاینه وکړه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د ننګرهار ولایتی شورا، په ختیځ زون کې دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکی له کړنو ستاینه وکړه د ۲۰۰۹کال ۳-۵ نیټه د ننګرهار ولایت ولایتی شورا د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې له کارونو څخه ستاینه وکړه. د ننګرهار ولایتی شورا ستاین لیک په هغه غونډه کې چې د بشری حقونو روزنیزمرکز له لوری د افغان ښځو لپاره جوړه شوې وه د الحاج فضل رحیم عبدالرحیمزی لخوا په ختیڅ زون کې، دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی ډاکټر نعمت الله همدرد ته ورکړل شوه. په دغه غونډه کې د مدنی ټولنو یو زیات شمیر استازو، د بشری حقونو فعالینو،د دولتی ادارو استازو او د ګذر وکیلانو ګډون کړی ؤ. ددغې غونډې په یوبرخه کې د ننګرهار ولایتی شورا غړی الحاج عبدالرحیمزی،داسې وویل: " ما تر اوسه په درېو روزنیزپروګرامونو کې، چې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له خوا په لاره اچول شوې ؤ ګډون کړې، چې ګټور او عالی ؤ، خو د ننګرهار ولایت ټلویزیون او نور راډیو ګانو له لارې هغه خپرونې چې د شبکې لخوا اود ډاکټر نعمت الله همدرد په ملتیا ترسره شوی په ولایتی شورا کې ما او زما همکارانو ډیر څه اوریدلی نو له ادې امله مو پریکړه وکړه ترڅو دغه ستاین لیک په ختیځ زون کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی ډاکټر نعمت الله همدرد ته وردکړو، او له دی لارې خپل ملاتړ د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له ګټورو خپرونو څخه خپل ملاتړ اعلانوؤ. له دغه ستاین لیک سره د ننګرهار ولایتی شورایو رسمی مکتوب هم ضمیمه دې چې یو کاپی یی دولایت مقام او بل یې دافغانستان اسلامی دولت د محلی ارګاونونو ادارې ته استول شوې. د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، تر دې…

Continue Readingد ننګرهار ولایتی شورا، په ختیځ زون کې دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکی له کړنو ستاینه وکړه

د اهل تشیع د شخصیه احوالوقانون د تصویب او توشیح په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د اهل تشیع د شخصیه احوالوقانون د تصویب او توشیح په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه په دې ورستیو کې د افغانستان ملی شورا، داهل تشیع شخصیه احوالو په نوم یو نوې قانون تصویب کړ، چې د ولسمشر حامد کرزی له لوری توشیح شو.ددغه قانون طرحه ،تصویب او توشیح دملی او نړیوالو غبرګونونو را پاریدو لامل شو. دغه قانون په داسې شرایطو کې تصویب شو. چې یو زیات شمیر مدنی ټولنو، دبشری حقونو فعالینو، روڼ اندو او دهیواد متنفذینو ددغه قانون د پلی کولو ناوړه اغیزو په اړه خپلې جدی اندیښنې څرګندې کړې. •  ددغه قانون تصویب او توشیح د اسلام مبارک دین او د بشری حقونو له منل شویو صولو سره چې دواړه دښځواو میندو حقونوته سخت احترام لری ، سره په ټګر کې ؤ. •  ددغه سند تصویب او توشیح په افغانستان د قانون دحاکمیت به ناتوانه بدن یوه بله ضربه ده، ځکه د قانون حاکمیت د ټولنې ریښتینو اصولو پربنسټ، د انسانی ارزښتونو په لومړی توب، دټولو ارادې ته لومړی توب ورکول، د اصلاحاتو دوام او د اساسی قانون پر موازینو ولاړ دې. •  ددغه قانون توشیح اوتصویب دافغانستان دولت له ټولو نړیوالو ژمنو،او نړیوالو بشری قوانینو، له هغې ډلې څخه د نړیوال مدنی او سیاسی حقونو کنوانسیون اودښځو پروړاندې د هرډول تاوتریخووالی پرضد دمبارزې کنوانسیون خلاف دې. دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان حکومت د بشری حقونو په اړه خپل دوره یی راپور د ملګرو ملتونوسازمان ته سپارلی او په هغې کې یوځل بیا بشری حقونو ته د خپلو ژمنو په اړه ټینګار کړی. •  ددغه قانون تصویب به د افغانستان د پارلمان په ونډه ناوړه اغیزه وکړی، ځکه د ایدیالوژېکومعیارونو پربنسټ او په فرقه یی ډول دقوانینو تصویب ، دپارلمان مؤثریت او ظرفیت وړتیا په جدی توګه تر پوښتنې…

Continue Readingد اهل تشیع د شخصیه احوالوقانون د تصویب او توشیح په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

میرمن وږمې فروغ دنړۍ اتو زړورو ښځو له ډلې څخه د امریکا متحده ایالاتو ترټولو غوره جایزه ترلاسه کړه

د لوی او بښونکی خدای په نامه میرمن وږمې فروغ دنړۍ اتو زړورو ښځو له ډلې څخه د امریکا متحده ایالاتو ترټولو غوره جایزه ترلاسه کړه میرمن وږمه فروغ چې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همکاره او په افغانستان کې دښځو له حقونو څخه دفاع کونکې او په دغه برخه کې له فعاله ښځو څخه ده ، د امریکامتحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ترټولو غوره جایزه او د میړنۍ ښځې لقب یې ترلاسه کړ. دغه جایزه چې د نړۍ اتو میړنیو ښځوته ورکړل شوه، د بشری حقونو مدافعینو هڅول اوترغیب په ګوته شوی دی. په هغو مراسمو کې چې په همدې اړه دامریکا متحده ایالاتو په واشنګټن ښارکې د مارچ په دیارلسمه جوړشوې ؤ، میرمن میشل اوباما، دامریکا متحده ایالاتو نوې لومړۍ میرمن، ددغو جایزو د اهمیت په اړه وینا وکړه، هغه یی د بشری حقونو ارزښتونو ته دامریکا د ژمنو یو ترټولو غوره مثال وباله. په دغه غونډه کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلری کلنټن هم ګډون کړی ؤ. هغې په دغه برخه کې د امریکا پرونډې په ځانګړې توګه دښځو حقونومنل او پر احترام د اوبامان د نوی حکومت د ونډې په اړه خبرې وکړې. په دغه غونډه کې میرمن وږمې فروغ د نړۍ اووه میړنیو ښځوترڅنګ، ستر ویاړونه ترلاسه کړل.همداراز میرمن وږمې دامریکا له یوشمیرمشهورو سیاسی او تولنیزو څیرو سره لیده کاته او خبرې وکړې، چې دافغان ښځو پروړاندې د ستونزو د شته والی په اړه هغوی مالومات ورکړل. میرمن فروغ په افغانستان کې د نړیوالو حقونو ( Global Rights ) ټولنې د پروګرامونو مدیره ده، چې په هیواد کې د فرهنګ د حقونو په بنسټیزه کیدو او پرختیا کې زیاتې هڅې کړی. دغه ټولنه له هغه مهاله چې شبکه جوړه شوه، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې سره همکاره ټولنه وه، او یوشمیر ګډ پروګرامونه ېې…

Continue Readingمیرمن وږمې فروغ دنړۍ اتو زړورو ښځو له ډلې څخه د امریکا متحده ایالاتو ترټولو غوره جایزه ترلاسه کړه