په افغانستان کې د ګډوالو ناوړه وضعیت په اړه د ملګروملتونو سازمان د عالی کمیشنرۍ د راپورپه تړاو دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه په افغانستان کې د ګډوالو ناوړه وضعیت په اړه د ملګروملتونو سازمان د عالی کمیشنرۍ د راپورپه تړاو دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه د ۲۰۰۹ کال د مارچ یولسمه کابل – افغانستان د روان کال د مارچ په پنځمه، دبشری حقونو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالی کمیشنرې، میرمن نافی پیلی په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په هکله دبشری حقونو په برخه کې د ملګروملتونو سازمان کمیشنرۍ له خوا د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو سازمان ته وړاندې کړ. په دغه راپورکې په هیوادکې د بشری حقونو له ناوړه ضعیت څخه په کله نیوکه شوې وه. راپور له افغانستان دولته غوښتې دبشری حقونو اصولو ته د لا ژمن ؤوسی. اوله نړیوالو ځواکونو څخه یی له بشری حقونو د سرغړونې په اړه نیوکه کړې. راپورکې راغلی، چې د جګړې پرمهال د وګړو وژنه ددې لامل شوې ترڅو نړیواله ټولنه له افغانستان څخه لیرې والی غوره کړی،او په افغانستان کې مثبتو او دموکراتیکو بدلونونو ته زیان رسوی . هغه راپورچې د ملګرو ملتونو سازمان د تحلیلونو په پایله کې په افغانستان کې جوړشوی،د جګړو دوام او د بشری حقونو په ساتلو کې د دولت ناتوانی په افغانستان کې د بشری حقونو له سترو ستونزو څخه بولی. دغه راپور زیاتوی: د حقوقی ضمانتونو سره سره، چې دافغانستان په اساسی قانون کې ورکړل شوی، دافغانستان دولت ندی توانیدلی چې د ښځو حقونو په برخه کې ښه والی راولی. راپور د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی زیاتیدو، پرښځو او ماشومانوپر تیری او داتنیکی یوشانتوب په نشتوالی نیوکه کړې. همداراز راپور د اداری فساد د کچې لوړوالی او نور سازمان شوی جنایتونه ، په افغانستان کې دعدالت سیستم اجرایی او تخصصی برخو ضعف، او بیکاری او بی روزګاری په افغانستان کې د بشری حقونو د پلی کیدو پروړاندې ضعف بولی.…

Continue Readingپه افغانستان کې د ګډوالو ناوړه وضعیت په اړه د ملګروملتونو سازمان د عالی کمیشنرۍ د راپورپه تړاو دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

په هیواد کې دافغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو شبکې نظرونه

د لوی او بښونکی خدای په نامه په هیواد کې دافغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو شبکې نظرونه  د بشری حقونو د وضیعت په اړه د سترې او دوره یی کتنې لپاره UPR) Universal Periodic Review) دملګرو ملتونو سازمان ته د افغانستان دبشری حقونو وضعیت په اړه دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له دوه زره او ځلورم کال راهیسی، د همغږی، دمدنی ټولنو ظرفیت روزنې او له نړیوالومنل شویو ډولونو له اړخه پرقوانینو د اغیزې په اړه له دولتی او ټولنیزو ادارو سره مرسته او همکاری لرلې. شبکې د بشری حقونو د فرهنګ په پلی کولو، ددموکراسی د اصولو رعایت، د قانون د حاکمیت پیاوړتیا او د یو کارندې فعالې تولنې په برخه کې فعالیتونه کړی چې په کابل او شلو نورو ولایتونو کې د ساحوی دفترونو په ملتیا د کارنده بحثونو جوړولو زمینه برابره کړې. شبکې له لومړی سره په هیواد کې د بشری حقونو وضعیت له څیړنیز، تحلیلی اواجرایی پلوه ترڅیړنې لاندې نیولې دی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، په کابل کې د دیرشو د بشری حقونو ټولنو په ګډون، ملګرو ملتونو ته د افغانستان د دوره یی راپور په اړه، یوه غونډه جوړه کړه. او دافغانستان د بشری حقونو وضعیت په اړه بحثونه په لاره واچول ، له هغه وروسته دشبکې ساحوی دفترونو په زونونو او بلخ ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې په همدې اړه بحثی غونډی جوړې کړې، چې د هغومشورتی ناستو لنډې پایلې، دافغانستان داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا او د بشری حقونو په اړه د دوره یی راپور د کمیټې مشرتابه ته وړاندې کیږی. په دغه یادونه کې،پربشری حقونو د مدنی ټولنو او دافغانستان دولت پرونډې او دبشری حقونو په وضعیت زیات ټینګار شوې، او دافغانستان د بشری حقونو په اړه تحلیل وړاندې شوی دی. په افغانستان کې د مدنی ټولنې وضعیت د…

Continue Readingپه هیواد کې دافغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو شبکې نظرونه

د مارچ اتمه،په نړۍ کې د ښځو د یوالی ورځ دې مبارکه وی!

د لوی او بښونکی خدای په نامه د مارچ اتمه،په نړۍ کې د ښځو د یوالی ورځ دې مبارکه وی! د مارچ اتمه په نړۍ کې د ښځو د یوالی نړوالې ورځې سره سمون خوری . په دغه ورځ نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د نړیوالې ټولنې ستراتیژیک مرسته کونکو پام په بیلابیلو ټولنو کې د ښځو ونډو ته راجلبوی، دغه ونډه په سیاسی، ټولنیز،اقتصادی اوفرهنګی برخو کې د بحث وړ ده. داسې فکر کیږی چې نړۍ په بیلابیلو برخو کې یو ویشتمه پیړۍ به د ښځو لپاره ځینې ستونزې ولری .ننۍ نړۍ هم د خپلو وګړو ترمنځ د یوالی راتګ په موخه له سترو ستونزو سره مخ دی چې په دې سرکې دغو ستونزو ته یو لنډه کتنه کو. بنسټ پالنه: په خواشینۍ سره باید ووایو چې ننۍ نړۍ هم له دغې شومې ښکارندې سره مخ ده. بنسټ پالنې د ایدیو لوژیو له حلقې څخه بهر شوې او د ټولنې نورې ټولنیزې اواقتصادی برخو ته یې زیان رسولی، ښځې د بنسټ پالنې له اصلی قربانیانو څخه شمیرل کیږی. له دین څخه د ناوړه تعبیرونو، او سخت دریزه نظرونوو ښځې په ټولنه کې په یو ناسالمه محدوده کې ساتلی دی. د جنسی یوالیو ستراتیژیو لږولی: ننۍ نړۍ د جنسی یوالیو فضا راپیداکولو لپاره د سالمو پروګرامونو له نشتوالی څخه سرټکوی. آن دغه ستونزه د نړۍ په پرمختللو هیوادو کې هم لیدل کیږی. ددغې ستراتیژۍ نشتوالی ددې لامل شوی ترڅو ښځې دفعالیتونو په څنډه کې پاتې شی، اود نړۍ ترټولو ستره انسانی منبع په منعله توګه پاتې ده. مخ پر ودې هیوادونو کې دښځو د ونډې فعالولو لپاره د همغږی کونکوپروګرامونو نشتوالی: شلمه پیړۍ مخ پرودې هیوادنو کې په نړۍ کې د ښځو د ونډې فعالولو کې نړیوالې ټولنې د ملګرو ملتونو سازمان ترمشرۍ لاندې د نړۍ همغږۍ لپاره سترې هڅې کړی. خو داسی فکر کیږی چې په نړۍ…

Continue Readingد مارچ اتمه،په نړۍ کې د ښځو د یوالی ورځ دې مبارکه وی!

دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام د پوځی عملیاتونو همغږۍ په اړه

د لوی او بښونکی خدای په نامه دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام د پوځی عملیاتونو همغږۍ په اړه دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له دوه کلنو راهیسی، دملکی خلکو مرګ ژوبلی مخنیوی په موخه د نړیوالو پوځونو او افغان پوځی او ملکی ځواکونو ترمنځ دهمږۍ راپیداکولو لپاره وړاندیزونه کړی. په دې ورستیو کې د ناټو ځواکونواو ملی پوځ ترمنځ د ملی دفاع وزارت سره په همږۍ کې یو پریکړه لیک لاسلیک شو. چې دهغې له مخې د طالبانواو القاعده ډلوپه ضد د ناټو ځواکونو پوځی عملیات به د ملی دفاع وزارت له ځواکونو سره په همغږۍ کې ترسره کیږی. دواړو خوا هوکړه کړې چې ددغو پروګرامونو پلی کلو لپاره باید د سیمې له خلکو سره خبرې باید ووسی او له هغوۍ سره په مشروره کارنده ګامونه پورته شی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د ملی اردواو ناټوځواکونو له دغې پریکړې څخه خوښ دی او دغه اقدام مثبت بولی، همداراز د دواړو خواو له ځواکونو څخه غواړی ترڅو ددغو پروګرامونو په پلی کولو کی کوټلی ګامونه پورته کړی، ترڅو د هغې په پایله کې د ملکی خلکو مرګ ژوبله راټیټه شی او وګړو لپاره په هیواد کې د تلپاتې امنیت لاره اواره شی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه

Continue Readingدمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام د پوځی عملیاتونو همغږۍ په اړه

د بشری حقونو ټولنو او رسنیو نیږدېوالی لپاره یوکام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د بشری حقونو ټولنو او رسنیو نیږدېوالی لپاره یوکام حشمت الله رادفر ۲۷-۱۲-۲۰۰۸ دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونوحقونو شبکه په داسې حال کې د بشری حقونو نړیوالې اعلامې په اړه د پروګرامونو خپرول د رسنیو له خوا په ځانګړې توګه د آریان خصوصی ټلویزیو له لوری ستایی چې په ټولنه کې د بشری حقونو په اړه د لازمو پرورګرامونو نه خپریدو او د رسنیو او هغو ټولنو ترمنځ چې د بشری حقونو په برخه کې کار کوی د مرستې او همغږۍ نشتوالی له امله په افغانستان کې د بشری حقونو داعیې څخه د ناوړه کار اخیستو جدی ګنګوسې خپرې دی. د ستونزو مخینه: بشری حقونه د نړیوالو ارزښتونو له ډلې څخه دی چې په ډیرو انسانی ټولنو کې د هغې اصولو او معیارونو ته په پام سره داحترام په سترګه ورته کتل شوی. او د نړۍ یو زیات شمیر هیوادنو د ۱۹۴۸ کال د دسمبر لسمې نیټې د بشری حقونو نړیواله اعلامیه چې د ملګر ملتونو سازمان په عمومی غوڼده کې تصویب شوه د خپل هیواد د ملی قوانینو د تدوین له اصلی منابعو په توګه په رسمیت پیژندلی. افغانستان د بشری حقونو اعلامې له لومړیو لاسلیک کونکو هیوادونو څخه دی، چې ددغه هیواد زیاتره حکومتونو په ظاهره دغو قوانینو ته ژمن وو، خو په تیرو درېو لسیزو کې ددغې اعلامې له مخې افغانستان په نړۍ کې یوله زیات ستونزه لرونکو هیوادونو له ډلې څخه و، او سیاسی او مذهبی پړاونو ددغه سند په وړاندې بیلابیلې تګلارې لرلې. په تیرو دیو لسیزو کې،لسیزو کې د سیاسی پړاونوپه لړکې هم یو شمیر کسان چې د بشری حقونو اعلامې مواد د ځان په ځیان لیدل او همداراز هغه نظامونه چې بشری حقونو ته داحترام خبرې یې کولې له بشری حقونو څخه په سر غړونې په روښانه توګه تورن شوی. تیر اووه کلونه:…

Continue Readingد بشری حقونو ټولنو او رسنیو نیږدېوالی لپاره یوکام

د بشری حقونو نړیواله اعلامیه،په نړۍ کې د ارزښتمنو بدلونونو پیل

د لوی او بښونکی خدای په نامه د بشری حقونو نړیواله اعلامیه،په نړۍ کې د ارزښتمنو بدلونونو پیل ( دبشری حقونو د اعلامیې د شپیتمې کلیزې په ویاړ) ۰۴-۱۲-۲۰۰۸   د ۱۹۴۸ میلادی کال د دسامبر لسمه په نړۍ کې د بشری حقونو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د سترو بدلونو ورځ شمیرل کیږی. د نړۍ هیوادونو په دغه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان ترچتر لاندې د بشری حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړه. له هغه نیټې وروسته ددسامبر لمسه هرکال په نړې کې د بشری حقونو نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کیږی. راځۍ چې وپوهیږو بشری حقونه څه دی؟ یوشمیر خلک د بشری حقونو نړیواله اعلامیه یوحقوقی – اجرایی سند بولی. د بشری حقونونړیوالې اعلامې د ترټولو ښو مفاهیمو او د بشری حقونواعلامې موخو او ارزښتونو د لا روښانه کیدو لپاره لازمه ده چې په روښانه ژبه د هغې حقوقی او ټولن پیژندنې تعریف وړاندې کړو. د بشری حقونو نړیواله اعلامیه له حقوقی نظره، حقوقی قیمومیت چې د قوانینو د تحمیل لامل شی نلری. د بشری حقونو نړیوالې اعلامې د انسانانو د بشری حقونو ارزښتونه لکه اقتصادی، ټولنیز،سیاسی ،وګنیز او فرهنګی قوانین په دیرشو مادو کې مطرح کړی. زموږ دغه ارزښتونه د تاریخ په وږدو کې د متداومو مبارزو حاصل دی. له حقوقی نظره، د بشری حقونو نړیواله اعلامیه چې، دحقوقی قیمومیت ملتیا چې د قوانینو د تحمیل لامل شی نلری .د بشری حقونو نړیواله اعلامې د انسانانو بشری حقونو ارزښتونه لکه بیان آزادۍ ، ټولنیز،اقتصادی،سیاسی او فرهنګی آزادۍ په دیرشو مادو کې مطرح کړی. زموږ دغه ارزښتونه په تیرتاریخ کې د بشر د دوامداره فعالیتونو حاصل دی چې په یوځانګړی چوکاټ کې چې نړیواله اعلامیه بلل کیږی مطرح شوی. نو له دې امله داسی ویلو شو چې د بشری حقونو نړیواله اعلامیه د نړیوال قانون په څیر نه بلکی د قوانینو باارزښته نویوالې سرچینی په توګه…

Continue Readingد بشری حقونو نړیواله اعلامیه،په نړۍ کې د ارزښتمنو بدلونونو پیل

د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام د طلوع تلویزون د فعالیتونو د څلورمې کلیزې په ویاړ

د لوی او بښونکی خدای په نامه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام د طلوع تلویزون د فعالیتونو د څلورمې کلیزې په ویاړ ۰۷:۱۰:۲۰۰۸ له نن نه څلور کاله وړاندې د طلوع تلویزیون لومړنۍ خپرونه خپره شوه. له هغې نیټې وروسته د طلوع تلویزیون د دموکراسۍ ارزښتونو، بشری حقونو او مدنی ټولنو ته د ژمنې رسنۍ په توګه د حاکمیت ترچتر لاندې نوې څیره وبښله، او همداراز دا ټول ېې په خپلو تږلارو کې ځای کړل. دایو روښانه خبره ده چې د طلوع تلویزیون اوس په افغانستان کې په یو باشهامته رسنۍ او دبیان آزادۍ په ارزښتمن تربیون بدل شوی. کولې شو طلوع تلویزیون په هیوادکې د رسنیو د آزادۍ یوه بیلګه وبولو. که څه هم چې د وګړو د حقونو مخالفینو له خوا دغه تلویزیون ته زیاتې ستونزې راپیدا شوې، خود د طلوع تلویزیون وتوانید،د با ارښته بحثونو په جوړه ولو سره هڅه کوله ترڅو د مهمو سیاسی، اقتصادی،ټولنیز او فرهنګی خپرونو له لارې دولت جوړونې، ملت جوړونې او د وګړو کولو پروګرامونه ترسره کړی. چې دا په افغانستان کې له سیاسی ،اقتصادی،ټولنیزو او فرهنګی مهمو اغیزو څخه برخه من وو. طلوع تلویزیون د لومړی ځل لپاره په خبری او اطلاعاتی رسنیو کې پخوانی رسمونهه او په هغې د تبصرې کلیشه د دموکراتیک او تخصصی ژورنالیزم په رڼاکې بدلون ورکړ. دغې باارزښتې رسنۍ د هیواد د هنر ، موسیقۍ ،سینما او د هنر په نورو برخو کې نوې فضا رامنځته کړه. د طلوع تلویزیون یوه مهمه ځانګړتیا ځوانانو ته د مناسبو فرصتونو برابرول دی.مدنی ټولنو،روڼ آندو، سیاسی ګوندونو،خصوصی سکتور،حکومتی ټولنو او نړیواله ټولنه توانیدلې چې دطلوع تلویزیون په خپرونو کې خپل ځای ترلاسه کړی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې دهیواد په کچه د شپیتوټولنوهمغږۍ کونکې ده، د طلوع تلویزیون څلورمه کلیزه ددغه تلویزیون مدیریت،کارکونکو اومینه والوته، مبارکی وایی او د لازیاتو…

Continue Readingد افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام د طلوع تلویزون د فعالیتونو د څلورمې کلیزې په ویاړ

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه،په لویدیځ کې د همغږۍ مرکز، دهرات ښار

د لوی او بښونکی خدای په نامه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه،په لویدیځ کې د همغږۍ مرکز، دهرات ښار نیټه : ۱۳۸۷/۶/۷ ـ ۲۰۰۸/۸/۲۸ د هرات ولایت، دشینډنډ ولسوالۍ په عزیز آباد کلی کې، د بهرنیو ځواکونو له لوری په بمارۍ دافغانستان خلک په ځانګړې توګه د لویدیځو ولایتونو اوسیدونکې ډارولی. دغه غیرانسانی عمل دیونوی کسانو د وژنې اودزیات شمیر ملکی کسانو دژوبلې لامل شو. ددغه کلی خلک په بدروانی حالت کې وو، او دخپل ځانی او مالی امنیت څخه په ویره کې دی.د هرات ولایت اوسیدونکی ددغې پوښتنې ځواب غواړی، ترڅو وپوهیږی ولی بهرنې الوتکې چې دسولې ټینګښت لپاره دلته راغلی، په ملکی او بیګنا کسانو بمونه وروی. شرافتمندانه باید ووایو چې دغه عمل غیر انسانی و، چې دغه ناوړه عمل د نړیواله سوله ساتو ځواکونو ونډه په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ونډه ترپوښتنې لاندې راوستې. بیوزلی، لوږه، طبعی ناوړه پیښې،ټولنیزې ستونزې له هغې ډلې څخه بیکاری، اداری فساد او سازمان شوی جنایتونه، دافغانستان دولت پروړاندې له سترو ننګونو څخه دی چې په لویدیځو سیمو کې لیدل کیږی. په دیو وروستیوکلونو کې دوامداره جګړو، په دغو سیمو کې هم زیات شمیر ستونزې رامنځته کړی او ددغې سیمې خلک وسره لاس اوګریوان دی. د بشری حقونو د ارزښتونو دښمنانو هم له دغې ستونزې څخه په ګټې اخیستنې د لازیات خرابوالی زمینه برابره کړه او د اصلاحاتو اوبدلونو په راتګ کې زیات شمیر مخالفتونه راوټوکول. په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې شتون، مشروع او د نړیوالو قوانیو پربنسټ شتون دی چې دهغوې شته والی حیاتی ګڼل کیږی. دافغانستان خلک په ښه توګه پوهیږی چې هغوی ځکه دلته راغلی توڅو دغه په بلا اخته شوی هیواد یوځل بیا دخپلو خلکو سره یی د مشروع دولت په توګه د نړیوالې ټولنې ترڅنګ حضور پیداکړی. خو نړیوال ځواکونه د بیګنا کسانو په وژنې سره د…

Continue Readingدافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه،په لویدیځ کې د همغږۍ مرکز، دهرات ښار

د ختیځ زون دفتر د همغږۍ اعلامیه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د ناټو او یتلافی ځواکونو د هوایی بمباریو په اړوند

د لوی او بښونکی خدای په نامه د ختیځ زون دفتر د همغږۍ اعلامیه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د ناټو او یتلافی ځواکونو د هوایی بمباریو په اړوند په دې وروستیو کې د ناټو او ایتلافی ځواکونو په بمباریو کې ،یوزیات شمیر بیګنا ملکی کسان ووژل شول. د ناټو الوتکو د سرطان په ځوارلسمه د نورستان په ولایت ، د سرطان په شپاړسمه نیټه د ننګرهار ولایت په ده بالا کې زورورې بمبارې وشوې ، چې په پایله کې پنځوس تنه مړه او څوارلس تنه بیګناه ماشومان ټپیان شول. عینې شاهدانو له ځایې روغتونو څخه راپورورکړې، چې ددغو پیښو ټپیان او زیانمنو بد حالت درلود او لومړنیو مرستو ته اړتیا لری. دا لومړی ځل نه دې چې بهرنیو نړیوالو ځواکونوله خوا دنړیوالو منل شویو قوانینو سره په تکر کې خونړی بریدونه کیږی. ملی ټولنو په دې اړه له بیلابیلو لارو غبرګونونه وښول، او غوښتنه وکړه چې نړیوال پوځی ځواکونه دې دخپلو بې موخو عملیاتو مخه ونیسی، د ناټو چارواکو د بې پامې له امله دغه هڅې هم کومې پایلې ته ونرسیدې. دا په داسې حال کې ده چې د دولت وسله وال مخالفان ترهګرو او ځانمرګو بریدو نو ته مخه کړې، او بیشماره ملکی کسان د وژلو لامل کیږی. په خواشینې باید ووایو چې، د دواړو خواوو تلفات ملکی او بیګنا خلک دی. دافغانستان دمدڼې ټولنې او بشری حقونو شبکې، د تیرې اعلامې په دوام یوځل بیا په ډیرجدیت سره دافغانستان له دولت څخه غواړی ترڅو د عملیاتو پرمهال د بیګنا خلکو وژنې په اړه له مرسته کونکو هیوادونو او په بروکسل کې دملګرو ملتونو سازمان له سولې ساتې ادارې او د اروپاېې اتحادې د نړیوالو چارو کمیسیون سره دغه موضوع مطرح کړی او په جدی توګه ېې په اړه خبرې وکړی. او دافغانستان له وګړو څخه چې د نړیوالو تناقضاتو قربانیان دی ملاتړ وکړی.…

Continue Readingد ختیځ زون دفتر د همغږۍ اعلامیه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د ناټو او یتلافی ځواکونو د هوایی بمباریو په اړوند

د فارسی اودری په زړو ادبیاتو کې انسانی کرامت ته داحترام په ویاړدمقالې لیکنې کانکور

د لوی او بښونکی خدای په نامه د فارسی اودری په زړو ادبیاتو کې انسانی کرامت ته داحترام په ویاړدمقالې لیکنې کانکور د کابل او پوهنې او روزنې پوهنتونو د دری او فارسی ژبو ادبیاتو پوهنځیو محصلینو ته دپام وړ د مدنې ټولنې او بشری حقونو شبکې د منابعو مرکز،پریکړه لری د دری او فارسی برخې د ژبې اوادبیاتو محصلینو ترمنځ دمقالو لینکې کانکور د استعدادونو په کاراچولو سره، په دې اړه د څیړنو زمینه د( فارسی او درې په زړو ادبیاتو کې انسانې کرامت ته د احترام) ترنامه لاندې په لاره واچوی. په دغه کانکور کې ،ټول محصلین او مینه وال کولې شی ګډون وکړی، او د روان کال د وږې میاشتې تر ورستیو پورې دې خپلې مقالې د مدنې ټولنې او بشری حقونو شبکې په پته یا په دغه ایمیل nn_cshrn@yahoo.com راولیږی. دهغو دریو ترټولو ښو مقاله لیکونکو ته سل ډالره او یو ستاینلیک په پام کې نیول شوې . یادونه: ـ دمقالې محتوای ،باید دفارسی او دری په زړو ادبیاتو آثارو کې انسانی کرامته ته د احترام په اړه اوسی؛ ـ د ښو مقالو پیژندنې ته معیار دهرې مقالې محتوا او کیفیت دی، نه د پاڼو او شمیرو زیاتوالی؛ ـ هره مقاله باید په حدل اقل A ۴ پنځو پاڼو کې ټایپ او ترتیب شوې وی؛ ـ کیدای شی مقالې د فارسی او دری زړو ادبیاتو د متونو په بنسټ په نظم او یانثر کې لیکل شوی وی؛ ـ هر لیکوال کولې شی دغه کانکور ته یواځې یوه مقاله کاندید کړی؛ ـ مقاله باید ابتکاری او نوې وی، او تردې مخکې په هیڅ رسنۍ کې خپره شوی نوی؛ ـ ټولې هغه مقالې چې د خپریدو وړ وی د انګارې په مجله او د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې په انترنیټی سایټ کې به خپرې شی؛ ـ که د منابیعو له کموالی سره مخ یاست…

Continue Readingد فارسی اودری په زړو ادبیاتو کې انسانی کرامت ته داحترام په ویاړدمقالې لیکنې کانکور