ښاغلې محمد نعیم نظری د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دهمغږی کونکی په توګه وټاکل شو

د لوی او بښونکی خدای په نامه ښاغلې محمد نعیم نظری د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دهمغږی کونکی په توګه وټاکل شو د افغانستان دمددنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له مدیره پلاوی غړو سره له مشورې وروسته په ۱۳۸۷/۴/۱۲ لمریز کال چې د ۲۰۰۸/۷/۲ سره سمون خوری ښاغلې محمدنعیم نظری دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دپروګرامونوهمږی کونکی په توګه وپیژندل شو او په کاریې پیل وکړ. تردې وړاندې ښاغلې آ‌ذریون متین، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د پروګرامونو د همغږۍ مسولیت پرغاړه لاره. ښاغلی آذریون متین ( په افغانستان کې د انتقالی عدالت د نړیوال مرکز) د پروګرامونو د همغږی کونکی په توګه وګمارل شو. د انتقالی عدالت نړیوال مرکز، له ۲۰۰۲ میلادی کال راهیسی په افغانستان کې یولړپروګرامونو پلی کړی، چې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونوشبکې سره په نږدې همکارۍ کې خپلو کارونو ته دوام ورکوی. ښاغلی محمد نعیم نظری، د بشری حقونو په برخه کې پنځه لس کاله تجربه لری. ښاغلې نظری د (تعاون ) په نوم د مجلې مدیرمسؤل ، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اطلاعاتو او خپرونو مسؤل او د انګارې مجلې د مدیر مسؤل په توګه دنده لرلې. ښاغلې نظری د مدنی ټولنو او رسنیو ترمنځ د ښه شهرت لرونکې او ښو اړیکو خاوند دی. د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې سایت، خپلو درنو همکارانو ښاغلی محمد نعیم نظری او،آذریون متین ته د لازیاتو بریالی توبونو هیله کوی.  

Continue Readingښاغلې محمد نعیم نظری د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دهمغږی کونکی په توګه وټاکل شو

ښاغلې باری سلام دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ویاند په توګه وګمارل شو

د لوی او بښونکی خدای په نامه ښاغلې باری سلام دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ویاند په توګه وګمارل شو د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې مدیره پلاوی د ۱۳۸۷/۴/۱۲ لمریز کال چې ۲۰۰۸/۷/۲ میلادی کال سره سمون لری، پریکړه وکړه « د سحرموپه خیر افغانستان » راډیو ریس او د آوانما خپرونو مسوؤل ښاغلی باری سلام، دافغانستان دمدنی او بشری حقونو شبکې ویاند په توګه وټاکې. ښاغلی باری سلام چې دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د مدیره پلاوی غړی توب هم لری، په هیواد کې د پیژندل شویو څیرو څخه هم دی. ښاغلی باری سلام د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دمدیره پلاوی په استازی توب له ملی او نړیوالو ټولنو او رسنیو سره په اړیکه کې وو، او په هیواد کې د مهمو مسایلو په هکله دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې موضوع د وړاندې کولو وسیله کیږی. دافغانستان دمدنی تولنې اوبشری حقونو شبکه ،ښاغلی باری سلام ته دغې بریالۍ ټاکنې مبارکی وایی.  

Continue Readingښاغلې باری سلام دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ویاند په توګه وګمارل شو

د بلخ ولایت دالبرز سیمې د بیځایه شویو خلکو د ستونزو په اړه په مزارشریف ښارکې د مدنی ټولنو راغونډیدل

د لوی او بښونکی خدای په نامه د بلخ ولایت دالبرز سیمې د بیځایه شویو خلکو د ستونزو په اړه په مزارشریف ښارکې د مدنی ټولنو راغونډیدل یپه شمالی سیمو کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دهمږۍ دفتر، د مزارشریف په ښارکې دالبرز سیمې د بیځایه شویو کورنیو د وضعیت او د هغوی د لومړنیو ستونزو د اوارۍ په خاطر بیځایه شویوکورنیو ته د امکاناتو نه شتون په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې اندیښنه څرګنده کړه. په دغه غونډه کې دمدنی ټولنو،ځایی رسنیو، یو شمیر روڼ اندو، یوشمیر دولتی ادارو، د بلخ ولایت د ولایتی شورا رییس، دافغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون استازی او د نړیوالې ټولنو استازو ګډون درلود. په دغه غونډه کې ګډون والو ددغو ستونزو څخه د وتو او بیځایه شویو کورنیو ته د دولت، نړیوالو ټولنو، رسنیو او دمدنی تولنو د پام راړلو بحث وشو، او له دغې ستونزې څخه د وتو لارې یې مطرح کړې. په شمالی سیمو کې دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږ ی کونکی سروش کاظمی، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې سایت ته وویل: « د غونډې ګډوالو نه یواځې دا چې د البرز سیمې دستونزو په اړه بیلابیل نظرونه ورکړل بلکې ، په شمالی سیموکې د ټولنیزو ستونزو په اړه وړاندیزونه مطرح کړ » کاظمی زیاته کړه: « چې د بحیث وړ موضوع سیاسی ، ټولنیز، فرهنګی، اقتصادی او ښاریز کیدل وه، یوشمیر بیا په دې باور دی، چې په شمالی سیمو کې د مدنی ټولنې دفتر د شمالی سیمو د ستونزو په اړه یو ګډ پیغام خپور کړ. چې په دې اړه ېې د ملی او نړیوالو ټولنو پام راجلب کړ. » ددغې غونډې یو ګډون کونکی سهراب سامانیان، وویل: « په هیوادکې د ورستیو بیځایه شویوکسانو ستونزو ته په پام سره، هغه مدنی ټولنې چې د هیواد په…

Continue Readingد بلخ ولایت دالبرز سیمې د بیځایه شویو خلکو د ستونزو په اړه په مزارشریف ښارکې د مدنی ټولنو راغونډیدل

د پاریس کنفرانس ته دمدنی ټولنې وړاندیزونه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د پاریس کنفرانس ته دمدنی ټولنې وړاندیزونه حشمت الله رادفر یوشمیر مدنی ټولنو د پاریس کنفرانس په اړه یو اووه ماده ېې اعلامیه خپره کړه. او د دولت او نړیوالې ټولنې څخه ېې غوښتې ترڅو د هغوی وړاندیزونو ته په دغه کنفرانس کې جدی پاملرنه وشی. همداراز مدنی ټولنې په دغې اعلامې کې د سیاسی ،اقتصادی ،او مدنی ټولنو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کیدل په افغانستان کې د وګړنیزو ارزښتونو راپیداکیدو لپاره ترټولو اساسی اړتیا بللې. د وګړنیزو ارزښتونو راپیداکیدل، په انسانی ټولنو کې د مدنی ټولنو د بنسټیزه کیدو او ددموکراتیکو موخو دوام لپاره یوه لاره بلل کیږی ، چې شکه پرته ، له کړکیچ څخه په راوتلو هیوادنوکې په لومړی سرکې له سترو ننګونو سره مخ کیږی. او په دغه برخه کې هڅې هم د پوهې څخه د راټوکیدلو لارو، د اړیکو اوتعصباتو پرته لارو ته اړتیا لری. که څه هم چې ویل کیږی، په افغانستان کې د وګړنیزو ارزښتونو رامنځته کیدل اوږده مخینه لری، خو ددغو ارزښتونو بنسټیزه کول د ټولنې سنتی او ټولنیز جوړښت کې تل له یولړ ستونزو سره مخ وو. چې ددې یو لامل هم هغه لیرې والی دی چې د تاریخ په اوږدو کې د بیلابیلو لاملونو له امله رامنځته شوی. که څه هم چې په افغانستان کې د دموکراتیکو ارزښتونو بنسټیزه کیدل له تیرو شپږوکلونو راهیسی د ښه کیدوپه حال کې دی. خو تل ددغه نیمبند حرکت د ودرولو په موخه د یولړ مغرضو سیاسی او یوشمیر په ظاهره روڼ انډو کړیو له خوا هڅې کیږی. د هیواد په ځینو سیمو کې د امنیتی حالت په خرابیدو سره، په هیواد کې د خلکو اقتصادی ستونزې زیاتې شوې او دهیواد په مطرح سیاسی فضا کې د شته کړیو ترمنځ د فرهنګی ،قومی او ایدیولوژیکو توپیرونو شتو روښانه شوې. چې په پاریس کې دافغانستان لپاره…

Continue Readingد پاریس کنفرانس ته دمدنی ټولنې وړاندیزونه

په پاریس کې دافغانستان لپاره دمدنی ټولنې نړیواله غونډه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د بی بی سی له سایت څخه اقتباس شوی  په پاریس کې دافغانستان لپاره دمدنی ټولنې نړیواله غونډه افغان څیړونکی : ملک ستیز د مدنی ټولنې او خصوصی سکتور له خوا د مې میاشتې په ۲۴ ، له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره یوه نړیواله غونډه د فرانسې د لومړی وزیرښاغلی برنارد کوچنر په مشرۍ د پاریس په ښارکې جوړه شوه. دغه غونډه چې له افغانستان څخه دملاتړ کونکو ټولنو هیوادونو او دخصوصی سکتور مدنی تولنې استازو او دافغانستان د حکومت په ګډون جوړیږی، له افغانستان څخه دملاتړ کونکو هیوادونو مخینه بلل کیږی. چې ټاکل شوې د روان کال د ژون په ۱۲ نیټه په همدې ښارکې د فرانسی حکومت په بلنه ترسره شی. دغه غونډه به په بیلابیلو ناستو کې دمدنی ټولنې ونډې، د نړیوالو ملاتړونو پروګرامونو او د دغو پروګرامونو د پلی کولو ډولونه، دافغانستان په اقتصادی پراختیا کې د د خصوصی سکتور هڅونې څرنګوالی او په افغانستان کې د نړیوالو مرستو کیفیت او اغیزو څیړولو په اړه د پام وړ بحثونه ترسره شول. خو مهمه پوښتنه داده چې، آیا مدنی ټولنې په افغانستان کې نضج اخیستی ؟ ترڅو دغه موضوع په افغانستان کې وتوانیږی د دولت د پروګرامونو په جوښت او تبیین کې ونډه واخلی. دافغانستان دموکراتیکه کول، د مدنی ټولنې کارنده او د اعتماد وړ ونډې ته اړتیا لری. د ارزښتونو نظام، حقوقی او ارزښتې مشروعیت ته اړتیا لری. او دغه مشروعیت مدنی ټولنه، چې د دولت او وګړی ترمنځ د اړیکی یو پل دی رامنځته کوی. مدنی ټولنه د وګړو ټاټوبی دی چې دقانون ترحاکمیت لاندې دخلکو له لاری اداره کیدونکی نظام رامنځته کوی. د مدنی ټولنو ادارې، د مدنی حقونو دفعالولو ټولنه ده یانې د وګړو په سیاسی ،اقتصادی ،ټولنیز اوفرهنګی نظام کې د وګړو اغیزه فعاله وی. په دې توګه وګړی د ارزښتی نظام…

Continue Readingپه پاریس کې دافغانستان لپاره دمدنی ټولنې نړیواله غونډه

د خبریال وژنه، دوګړو دتربیون د آزادیو وژنه ده!

د لوی او بښونکی خدای په نامه   دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونوشبکې اعلامیه د خبریال وژنه، دوګړو دتربیون د آزادیو وژنه ده! دبی بی سی راډیو د ځوان اومستعد خبریال ښاغلی عبدالصمد روحانی وحشیانه قتل، دافغانستان دخلکو او د مدنی ټولنوارزښتونو او فرهنګ دښمنانو یوځل بیا دځان په اړه د خلکو نفرت راوپاره وه. چې دغه کارد وینا د آزادیو په نظام ،اوفکر کې د بدلونونو لامل شو. د وینا په آزادۍ برید، د نظام په مشروعو ارزښتونو برید دی؛ ځکه دغه ارزښتونه، دافغانستان په اساسی قانون کې تسجیل شوی او هیڅ کس حق نلری ، ترڅو دافغانستان وګړی د مدنی آزادیو په اړه د فعالیت په برخه کې ترڅارنې لاندې ونیسی او هغه مجازات کړی. د افغان ورځپاڼه لیکونکو د غږ بندول، د خلکو د غږ بندولوپه مانادی. خلک د قانون د حاکمیت د چترلاندې رسنۍ د دیموکراتیک نظام ترټولو مهموښکارندو څخه بولی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه ، دافغانستان له حکومت څخه غواړی، ترڅو ددغو غیرانسانی عملونو ترسره کونکی ژر ترژره ونیسی او په،علنی محکمې کې دعامو رسنیو په وړاندې محاکمه کړی؛ترڅو زموږ دهیواد د بیګنا خبریالانو قاتلانو لپاره یو درس اووسی. دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، دهیواد له پارلمان څخه غواړی، ترڅو دهیواد دخلکو په استازی توب د ورځپاڼه لیکونکو په ځانګړې توګه د ژورنالیستانو په وړاندې غیر انسانی کړنې وغندی، او د ملی شورا اړوند کمیسیون دمجرمانو دوسیی په جدی توګه وڅاری. شبکۀ جامعۀ مدنی و حقوقِ بشرِ افغانستان، این حادثۀ المناک را به دست اندرکارانِ فعال و کارای بی بی سی برای افغانستان، به خانوادۀ مدافعینِ ارزشهای جامعۀ مدنی و برای همۀ روزنامه نگارانِ میهن، تسلیت گفته و در این راه دشوار، همنوایی و همباوریِ خویش را با ایشان ابراز می دارد. دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، دغه پیښه دافغانستان لپاره د بی بی سی فعالو کارکونکو…

Continue Readingد خبریال وژنه، دوګړو دتربیون د آزادیو وژنه ده!

دافغانستان پر اوضاع دپاریس کنفرانس اغیزې په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه دغه پیغام په۲۰۰۸/۵/۱۰ کال د مدنی تولنې او بشری حقونو شبکې دغړو ټولنو او د یونما، ، د اروپایی اتحادې او پرانیستې ټولنې استازو په ګډون جوړه شوې وه. دافغانستان پر اوضاع دپاریس کنفرانس اغیزې په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام کابل ۲۲/۲/۱۳۸۷ د نوی دولت له جوړیدو څخه د شپږو کلونو په تیریدو سره، په افغانستان کې د نظام مهم ارزښتونه له ستونزو سره مخ دی. دافغانستان وګړی د نړیوالې ټولنې له زیات شتون سره سره بیا هم ددی مجال ندی پیداکړی ترڅو دقانون حاکمیت ترچترلاندې، دخپلو حقونو امتیازاتو او امنیتونو نه په سیاسی ،مدنی ،اقتصادی او ټولنیزو برخو کې ګټه واخلی. د بیلابیلو سازمان شویو جنایتونو لمنه پراخه شوې ، اداری فساد خپلې لوړې کچې ته رسیدلې، او جګړه ماران خپلې غوښتنې پرخلکو تحمیلوی. ولږه او بیوزلۍ غوغا لامنځته کړې او دماشومانو مرګ ژوبله چې دخوراکی توکو د کموالی له امله رامنځته کیږی. نور دتحمل وړ نده.دافغانستان خلک د مدیریت او مشرۍ له ضعف څخه ستړی شوی او همداراز د دولت په مهمو دولتی ادارو کې د همغږۍ نشتوالی، د تقنینی او اجرایی ستونزو لامل هم شوی. دافغانستان خلک له هغه مهاله چې د طالبانو له دورې وروسته بدلونونه راغلل، نړیوالې ټولنې ته د احترام اوهیلی په سترګه کتل اود دموکراتیک حکومت ارزښتونوته یې احترام کوه. په خواښنۍ سره چې له ضعیف نظام څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ددې لامل شوی ترڅو دنړیوالې ټولنې اعتبار هم زیانمن شی. هغه کنفرانسونه چې د نړیوالې ټولنې له خوا دافغانستان له دولت څخه د ملاتړ په برخه کې جوړشوی، د مهمو ستونزو راټوکیدو لامل هم شو، چې له هغې ډلې څخه ترټولو مهم یې د نیوالې ټولنې له لوری دژمنه شویو منابعو څخه د ګټې اخیستنې بڼه ده. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې دبشری حقونو…

Continue Readingدافغانستان پر اوضاع دپاریس کنفرانس اغیزې په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه په تیرکال کې

د لوی او بښونکی خدای په نامه دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه په تیرکال کې زموږ د داقتصادی،ټولنیزو او سیاسی ژوند ستونزو څخه یو بل کال هم تیرشو. زموږ هیواد په تیرکال کې خپله یوه مهمه دوره تیره کړه. سره له دې چې ټوپک او باروتو، زموږ د وطنوالو اوښکې اوینې وبهولې، بیوزلی ، فقر، د طبعیت قهر، او بدچانسی زموږ په سرنوشت کې نور هم دردونه زیات کړل. (ځانمرګی ) هم زموږ په خلکو هغه تحمیل شوې بلا ده چې له امله ېې په زیات شمیر خلک قربانی شول، او افغانستان یوځل بیا د نه منلو وړ تحمیلی جګړې په میدان بل شو. دامنیت نشتوالی زموږ د ټولنې روانی او اټولنیزه اندیښنه ده. د نړیوالې ټولنې د بیساری مرستو سره سره بیاهم ټولنیز او وګنیز امنیت د لومړنې اړتیا په توګه پاتې دی. ددغو ستونزو ترټولو عمده لامل دسالم مدیریت کموالی، او د حساب ورکونې او روڼوالی نه شتون جوړوی. افغانستان دهغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې په نړۍ کې دمخدره توکو د تولید ،اداری فساد، سازمان شوی جنایتونه،له بشری حقونو څخه سرغړونه او دنړۍ په کچه اقتصادی او فرهنګی ستونزې په کې له لویه کچه پیداکیږی. داسې ښکاری نړیواله ټولنه او د افغانستان دولت هغه شان چې باید د مهمو ستونزو په وړاندې چې نړیوال غبرګون په ځان پسی لری مبارزه کړی وای نده کړې او بریالی نه وو. په ریښتینی توګه چې ووایو تیره ددغو ستونزو ترڅنګ یولړ پرمختګونه هم لیدل کیږی. خو د ټولنیزپرمختګ او ستونزو ترمنځ د توازن نشتوالی هرډول بدلونونه کمرنګه کړل. که څه هم چې دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه هم ددغو ستونزو له امله اغیزمنه وه، خو د نورو ټولنو ترڅنګ یې خپل فعالیت کړی او په ټولنه کې خپل ځای تثبیت کړی. څرګنده ده چې دغه ستونزې د مدنی تولنو پر اوږو زیات دروندوالی درلود؛ که…

Continue Readingدمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه په تیرکال کې

د «هشتِ صبح» ورځ پاڼې د لومړۍ کلیزې په ویاړ د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د «هشتِ صبح» ورځ پاڼې د لومړۍ کلیزې په ویاړ د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام کابل ۱/۳/۱۳۸۷ یوکال وړاندې د «هشتِ صبح» رسالتمندې ورځپاڼې لومړۍ ګڼه خپره شوه، د هشت صبح ورځپانې په روښانه خط او د پوهاوی وړ ژبې په کارولو، د وګړنیزو حقونو عامولو او دژورنالیستیکی رسالت په پام کې نیولو سره خپلې خپرونوې پیل کړی. د وینا اورسنیو آزادۍ ته ددغې ورخپانې له مهمو تګلارو څخه شمیرل کیږی. که څه هم چې ددغو ارزښتونو په وړاندې مخالفانو ځینې ستونزې راپورته کړی، خود «هشتِ صبح» ورځپاڼې په دغې برخه کې زړه ورګامونه پورته کړی او هغې ته ژمنه پاتې شوې. کولې شو دهشت صبح ورځپاڼې کارونه له څلورو اړخو څخه وڅیړو: تخصصی لیدلورې او د اوسنی ژورنالیزم کارول، د خبرد بې پرې والی په اړه ژمنوالې؛ پرخبراو اوضاع له سیاسی،ټولنیز،اقتصادی،او فرهنګی پلوه څیړنه،ښکلې ډیزاین، د بشری حقونو ځانګړې پاڼې ، پرنړیوالو موضوع ګانو لیکنې، د څیړنیزې خبریالې طرحه، په طرحه شویو تحلیلونو څار، او لیکنو په دقیقه توګه څارنه ، د وخت په پام کې نیولوسره مناسبولیکنو خپرول، د ګټورو سرمقالو لیکل او د روځې سیاست لپاره او وضعیت لپاره ذهنیت جوړول، ددغې ورځپاڼې له مهمو ځانګړتیاوو څخه دی. د هشت صبح ورځپاڼه په دغې ځانګړټیا سره دافغانستان درسنیو په منځ کې د پام وړ ځای ترلاسه کړې. رسالتمند او ارزښتی لیدلوری، دهشت صبح ورځپاڼه نه یواځې دا چې د یوپیاوړې او با رسالته ورځپاڼې په توګه رامنځته شوه او په بیړه ېې پراختیا پیداکړه، بلکې دیومدنی ټولنې او دمدنی ټولنې اوبشری حقونو په بحثونو کې مهمه اغیزه لرله. د هشت صبح وځ پاڼې په ښه توګه وښوله چې یوشان خپریدونکې ورځپاڼه نده، او په بحثونو اوخبرو اترو باور لری. داسې فکر کیږی چې د بشری حقونو پاڼه به دمدنی ټولنې په ګډون لا زیات لوستونکی…

Continue Readingد «هشتِ صبح» ورځ پاڼې د لومړۍ کلیزې په ویاړ د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

د بشری حقونو په اړه بحث

د لوی او بښونکی خدای په نامه د بشری حقونو په اړه بحث   افغانې بیځایه شوی کورنې،ستړی قربانیان! (د بیځایه شویوپه اړه څیړنه) څیړونکې: ملک محمد ستیز دمقدمې پرځای: دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې، د۲۰۰۸ کال د یسامبر میاشتې په لسمه نیټه د ملی ارزښتی مسایو،لکه د بشرحقونه،د قانون حاکمیت او دموکراسی په یوڅیړنیزې غونډه کې مطرح کړل. دغې طرحې د روڼ آندو، د مدنی ټولنو، حکومت اوپارلمان پراخ ملاتړ ترلاسه کړ. دافغانستان دمدنی تولنې اوبشری حقونوشبکه د هغې ژمنې له مخې چې ددغو ارزښتونو په وړاندې لری، دا دې د بیځایه شویو مبحث ته چې ددغې موضوع له شپږو بحثونو څخه یو ېې همدا دی پیل کوو. په دغه بحث کې د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه ددغې ټولنیزې معضلې په اړه خپل لیدلوری او موضع د هغې څیړنې له مخې چې ترسره کړې وړاندې کوی. له کوربه هیوادونو څخه د افغان کډوالو تحمیلی ویستل، په ځانګړې توګه د ګاونډیو هیوادونو ایران اوپاکستان څه هغه هم په داسې شراطو کې چې دغوکډوالو ته دافغانستان دولت له خوا د لومړنیو خدمتونو او حقوقی اړتیاو زمینه ډیره راټیټه ده. دغه بحث د افغانستان د دولت ونډه د افغان وګړو د حیثیت په اعادې کې په بهر او ننه هیواد کې مطرح کوی. د وګړو حقوقی تامینات د یو دولت له مهمو وجایتو څخه شمیرل کیږی. افغانستان د جګړو او کړکیچ په وخت کې شپږمیلیونه بیځایه شوی کسان ترشاه پریښول، چې د سیاسی ،اقتصادی او په کورنیو او بهرنیو بیځایه شویو ډلو وویشل شول. دغې معضلې افغانستان د ټولنیزهمغږۍ له پلوه، د نړۍ په یوله ترټولو زیات ځیانمنونکی هیواد بدل کړی دی. کولې شو دغه بحث له دوه لورو مطالعه کړو: د بشری حقونو کړنلاره کله چې یو دولت د سیاسی ،ټولنیزو اواقتصادی ظرفیتونو شرایط دخپلو وګړو بیرته راتګ او د خپلو وګړو حقوقی ژوند ته مساعد…

Continue Readingد بشری حقونو په اړه بحث