د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، په برخه کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې کارونه

د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، د ۱۳۹۰ لمریز کال د وری په اتمه نیټه،چې د ۲۰۱۱ میلادی کال، د مارچ له ۲۸ سره سمون لری د « جنسیتی انډول پیاوړتیا » په نوم یو ځانګړی پروګرام جوړ کړ. د دې پروګرام موخه له وضعیت څخه څارنه او دملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک له مخې عدالت غوښتنه وه، چې د ASGP ، په مالی همکاری ترسره شو. دا پروګرام چې د اووه میاشتو لپاره طرحه شوی وو. درې ولایتونه یعنې کابل، پروان او بامیان کې تر پوښښ لاندې ونیول، او په هر ولایت کې ۱۰۰ ښځې، د ځانګړو معیارونو لمخې وپیژندل شوې. چې له هغې وروسته په هر ولایت کې یاد شوی کسان د عدالت غوښتنې په ډلو او سلاکارو ډلو وویشل شول. په هر یو یاد شوی ولایت کې عدالت غوښتونکې ډله، له ۷۵ لوستو ښځو څخه جوړه شوی وه، چې د ځینو لاملونو له امله ېې دندې نه درلودې. دا پروګرام د پریکړه لیکونو په اړه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان دامنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریګړه لیک په اړه د پوهاوی د کچې لوړولو او همداراز د افغانستان دولت لخوا د نړیوالو ژمنو په اړه د معلوماتو او د « عدالت غوښتنې پیژندنې » او د « عدالت غوښتنې بڼو » ښولو په موخه ترسره شو. په هریو یاد شوی ولایت کې د سلاکارانو ډله ، د ۲۵ میرمنو څخه چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت لری، او په دولتی او یا غیر دولتی ادارو کې په کار بوختې وی جوړه شوی وه. دې ډلې په منظمه توګه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسې په بحثونو او پروګرامونوکې ګډون کړی وو. ددغو پروګرامونو د جوړولو موخه د ښځو د وړتیاو لوړول، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شوراد ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه…

Continue Readingد ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، په برخه کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې کارونه

کاری ډلې

کاری ډلې چې د مدنی ټولنې اوبشری حقونو د اد ارې دغړولخوا ټاکل کیږی دنده لری چې په بیلابیلوکاری برخوکې لیکونه، لارښونې، څیړنې اوشننې له ادارو، روڼ اندو، کورنیواوبهرنیو متخصصینو په ملګرتیابرابرې او خپرې کړی. د مدنی اوبشری حقونودشبکې د سرچینومرکزدکاری ډلودغونډو، له غړوادارواومتخصصینو سره دتفاهم اوسلامشورې د زمینوبرابرول، دکاری ډلودغړود توکودپاڼوسمون، لوژستیکی اواداری اسانتیاوې، دکاری ډلولپاره دمطالعې اوڅیړنې د زمینې برابرول، دهغو کتابونو او اثاروبرابرول چې دکاری ډلو د غړود استفادې وړدی اوله ملی او نړیوالوڅیړنیزواداروسره د ارتباط د زمینې په برابرولو کې همکاری کوی. دمدنی اوبشری حقونوټولنې دسرچینومرکز د دې شبکې له هماغه پیله ،د مدنی اوبشری حقونود ټولنې د شبکې دلیکونو د زمینې برابرول پرغاړه لرل. دشبکې د سرچینومرکزد اسانتیاووبرابرول او دشبکې د کاری ډلو همغږی چې دمدنی اوبشری حقونو دشبکې دتګلارې پربنسټ یې بڼه موندلې پرغاړه لری. د مدنی او بشری حقونود ټؤلنې دشبکې دسرچینومرکز، د نړیوالې ټولنې او د بشری حقونودلیدتوګوپه نوم د کاری ډلودرامنځته کولو لپاره د شبکې د ادارو ترمنځ، له تاریخی پلوه د دولت او وګړو ترمنځ او د هیواد روانوحالاتو ته په پام سره لازمې اسانتیاوې او همغږۍ رامنځته کوی. دلازیاتو مالوماتو لپاره دشبکې له مرکزسره اړیکه ونیسئ.

Continue Readingکاری ډلې

اطلاعاتو ته لاس رسی، د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ستراتیژیو له لومړی توبونو څخه

اطلاعاتو ته لاس رسی په هیوادکې په یو مهمې اړتیا بدل شوې. د اداری فساد پراخوالی، د ټاکنو پرمهال د وګړو غوښتنو ته بې پامی، د افغانستان دولت او وګړو ترمنځ د ارګانیکو اړیکو نشتوالی اطلااعاتو ته لاس رسی ته د سیدو په وړاندې ددغو ټکو ناوړه پایلې شمیرل کیږی. په تیرو شپږو کلونو کې د افغانستان مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د بشری حقونو په اړه ستر بحثونه په لاره اچولی، ددغو بحثونو په پایله کې د افغانستان مدنی ټولنه اوبشری حقونو شبکه دې ګډباور ته ورسیده ، چې اطلاعاتو د دلاس رسی موضوع د بشری حقونو د ارزښتونو دپلی کولو لاره اواره وی. اطلاعاتو ته د لاس رسی لپاره د تخصصی توګه بحث کولو په موخه، د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې د۲۰۰۹میلادی کال د مې په ۲۹ دمزارشریف په ښارکې تحلیلی سمپوزیم په لاره واچوه. دغه سمپوزیم اطلاعاتو ته د لاس رسی کموالی لاملونه تر څیړنې لاندې ونیسی او دافغانستان مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې ته لا زیات وړاندیزونه وکړل. د مزارشریف تحلیلی سمپوزیم وموندله چې اطلاعاتو ته لاس رسی په دغه برخه کې قانون ته اړتیا لری. دغه سمپوزیم وړاندیز وکړ ترڅو په مزارشریف ښارکې د کارپوهو کسانو څخه یو ډله جوړه شی ترڅو دغه ډله اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون خامه جوړه کړی. ددغه سپوزیم لاسته لاوړنې د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې په پروګرامونو کې شامل شوې. وروسته له هغه چې کاری ډله جوړه شوه، دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا ددغه قانون لومړنۍ طرحې لپاره لومړنې مسوده طرحه کړه. د کاری ډلې غړی هریو ښاغلی سید محمد اسلامی د دینی چارو کارپوه، ښاغلی رحیم ابراهیمی ورځپاڼه لیکونکی، روڼ آنده او فعال کارکونکی ښاغلی تقی الله تقی او د حقوقی چارو کارپوه ښاغلی کاوه سحاب وتوانیدل د اووه میاشتو په موده کې د نه ستړی کیدونکو هڅو په پایله کې…

Continue Readingاطلاعاتو ته لاس رسی، د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ستراتیژیو له لومړی توبونو څخه