هغه څه چې باید ترسره شی؛

" ژوره کتنه " د بشری حقونو په اړه دارزښتی فرهنګونو په تړاو دڅیړنیزو بحثونو دپروګرامونو له لړڅخه ۱۸٫۰۵٫۲۰۱۱ څلیرویشتمه خپرونه: هغه څه چې باید ترسره شی؛ څیړونکی ملک ستیز: د نړیوالو چارو شنونکی د خپرونی مجری: حشمت الله رادفر   د ژورې کتنې څلیرویشتمه او وروستۍ خپرونه په ټولو خپرونوکې د مطرح شویو موضوع ګانو څیړنې ته ځانګړی شوې ده. ددې خپرونې ځانګړی میلمه ښاغلی ملک ستیز د ټولو هغو موضوع ګانو چې په دغو خپرونو کې تربحث لاندې نیول شوی په مثبت ارزولو، په افغانستان کې د بشردوستانه حقونو رعایت کولو په موخه رسنیو، مدنی ټولنې، دولت، په جګړی کې ښکیلو ډلو(دافغانستان امنیتی ځواکونه او نړیوال ځواکونه) او همداراز، نړیوالې ټولنې ته ځانګړی وړاندیزونه مطرح کړل. دې ته په پام سره چې د ژورې کتنې په ټولو بحثونو کې په افغانستان کې د بشری حقونو او بشردوستانه نړیوالو حقونو په اړه خبرې شوې دی، همداراز هڅه شوې ترڅود ملکی وګړو د ځان د مصونیت او په جګړې کې د قوانینو په اړه بحثونه خپاره کړی دی او ددغو بحثونوپه پایله کې دا موضوع ګانې جنګی قوانینو راعایت په افغانستان کې د رسنیو او مدنی ټولنې ترمنځ په یوستر بحث بدل شوی دی. په دې خپرونه کې ښاغلی ستیز ددغو ټولو خپرونو د اصلی پیغام، د ترسره کولو وړ کارونو اوپه افغانستان کې سولې پالنې د لارو چارو اوارول، په داسې توګه چې نړیوال بشردوستانه حقونه پکې مراعات شی ځواب ورکړ.

Continue Readingهغه څه چې باید ترسره شی؛

“د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګروتور لیست لنډ کړ”

" ژوره کتنه " د بشری حقونو په اړه دارزښتی فرهنګونو په تړاو دڅیړنیزو بحثونو دپروګرامونو له لړڅخه ۱۰٫۰۱٫۲۰۱۱ دری ویشتمه خپرونه: "د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګروتور لیست لنډ کړ" څیړونکی ملک ستیز: د نړیوالو چارو شنونکی د خپرونی مجری: حشمت الله رادفر   څه موده وړاندې دملګرو ملتونو سازمان اعلان وکړ چې د ترهګرو تورلیست ېې لنډ کړ. دا پریکړه دامریکامتحده ایالاتونو، بریټانیا او افغانستان حکومتونو له هڅو وروسته وشوه. په هغه پیغام کې چې په دې اړه خپور شو راغلی چې د ملګرو ملتونو سازمان دا پریکړه د امنیت، سولې او مناسبې فضا رامنځته کیدو په موخه کړی ده. د ملګرو ملتونو سازمان د خپل منشور له مخې، یو نړیواله ټولنه ده چې انسانی ارزښتونو ته د احترام پربنسټ او بشری او بشر دوستانه حقونو ته په پام سره رامنځته شوی. له همدې مخې د دې ادارې ټولو ارګانونو بشری او بشر دوستانه حقونو ارزښتونه د خپلو ادارو د اوږمهالو ستراتیژیو په توګه جوړ کړی. د ملګرو ملتونو سازمان د اقتصادی، ټولنیزې او فرهنګی شورا په اجرایوی لایحه کې چې د دې سازمان یو له ترټولو مهمه ټولنه ده راغلی چې د ملګروملتونو سازمان هیڅ پروګرام نشی کولی چې بشری او بشر دوستانه حقونوته له احترام پرته رامنځته شی. له همدې امله دې سازمان د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو شورای او په سلګونو نورې دایمی او غیر دایمی کمیټې جوړی کړې ترڅو پربشری او بشردوستانه حقونو څارنه وکړی. خو د ملګرو ملتونو سازمان لخوا له تورلیست څخه د ځینو کسانو نومونو لیرې کول چې د نړیوالو حقونو او اړیکو په بندیزونو کې شامل وو، د یوشمیر حقوق پوهانو او سیاستوالو له سخت غبرګون سره مخ شول. لویدیځو رسنیو هم دا پریکړه « ډیره سیاسی » بللې ده.ډیلی تیلګراف ورځپاڼې د یو بریټانیایی حقوق پوه له قوله لیکلی: « که څه هم چې دا پریکړه…

Continue Reading“د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګروتور لیست لنډ کړ”

په افغانستان کې د سولې د نړیوالۍ ورځې لمانځنه

۲۴٫۰۹٫۲۰۱۲   هر کال د سپتامبر۲۱ یا نی د سولې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږی. افغانستان چې په نړۍ کې د ترټولو اوږدی جګړۍ او ناخوالو شاهد پاتی شوی له هر څه نه مخکې سولې او ټیکاوته اړتیا لری. دغلته د تېرو څه د پاسه ۳۰ کلنو جنګ جګړو په لمبو کې په میلیونونو افغانان مړه، ټپیان، معلول، معیوب او له راز رازستونزو اونا خوالو سره مخ شول. له بده مرغه لاهم افغان ولس د جنګ جګړو قربانیان او د نړۍ دنورو ولسونو په پرتله زیات سولې او امنیت ته اړتیا لری. هره ورځ د هیواد په بېلابېلو سېمو کې د جنګ جګړو په سبب، د ښځو او ماشومانو په ګډون بې دفاع افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوی، اولا هم دغلته د سولې او ټیکاو د ټینګښت په موخه دپام وړ فعالیتونه نه ترسترګو کیږی. دا چې په هیواد کې د روانۍ جګړۍ لاملونه کوم دی؟ ولې افغانان دجنګ جګړو او تاوتریخوالو پر ځای سولې اوملی پخلاینی ته غاړه نږدی؟ افغان دولت، نړیوالو ټولنو اود دولت وسله والو مخالفینو ته څه پکاردی ترڅو؛ په هیواد کې سوله اوټیکاوټینګ او نورنو افغان ولس له یاد ناورین څخه وژغورل شی؟ افغان ولس څنګه کولی شی چې په دې برخه کې وس چاروکړی؟ دبشری حقونوپه اړه د غږ برخه دا اوونۍ د همدی موضوع ارزونې ته بېله شوی ده. د بحث درانه میلمانه دی: ۱- له بحران څخه د نجات جبهې غړې میاګل وثیق. ۲- دسولې د۱۰ورځنې کمپاین د کمیټی غړی محمد رحیم جامی.

Continue Readingپه افغانستان کې د سولې د نړیوالۍ ورځې لمانځنه

بیا هم ملکی وګړی د خپل سروټوپکیانو او د دولت د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې ووژل شول

۱۰٫۰۹٫۲۰۱۲   بیا هم دهیواد په بېلابېلو سېمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکی وګړوته مرګ ژوبله واوښته. په دې وروستیو کې په شمالی ولایت کندز کې یوه ځایی قوماندان چې ویل کیږی د سیمه ییزو پولیسو په لیکوکې هم دنده ترسره کوی، تر هغه وروسته چې د ده دوه پلویان د ناپیژانده کسانو له لوری ووژل شول د پیښی ځای ته پر څیرمه کلی یرغل اوکابو ۲۰ ملکیان یې له خپلو کورونونه ترایستلو وروسته ښکاره په نغاره مړه اوټپیان کړل. په یاده پیښه کې کابو۱۳ ملکیان ووژل شول او یو شمېر نورټپیان شول. د هیواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې بیا د یوه ځانمرګه برید په سبب، کابو ۸۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته. یاده پیښه د دغه ولایت په دُربابا ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې رامنځ ته شوه. داپه داسی حال کې ده چې هره ورځ په هیواد کې دخپل سرو وسله والو، د دولت د وسله والو مخالفینو او دولت پلوه ځواکونو په بریدونوکې عام وګړی خپل سر او مال له لاسه ورکوی. د بشری حقونو په اړه د غږ برخه دا اوونۍ د همدی موضوع په اړه خبرو اتروته بېله شوی ده. د بحث درانه میلمانه دی: ۱- د ولسی جرګې غړې آغلې شینکی ذهین کړوخیل. ۲- د افغانستان د بشری حقونو په خپلواک کمیسیون کې د انتقالی عدالت مسوول رحیم الله رامح. ۳- د کورنیو چارووزارت مرستیال ویاند محمد نجیب دانش.

Continue Readingبیا هم ملکی وګړی د خپل سروټوپکیانو او د دولت د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې ووژل شول

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، په برخه کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې کارونه

د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، د ۱۳۹۰ لمریز کال د وری په اتمه نیټه،چې د ۲۰۱۱ میلادی کال، د مارچ له ۲۸ سره سمون لری د « جنسیتی انډول پیاوړتیا » په نوم یو ځانګړی پروګرام جوړ کړ. د دې پروګرام موخه له وضعیت څخه څارنه او دملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک له مخې عدالت غوښتنه وه، چې د ASGP ، په مالی همکاری ترسره شو. دا پروګرام چې د اووه میاشتو لپاره طرحه شوی وو. درې ولایتونه یعنې کابل، پروان او بامیان کې تر پوښښ لاندې ونیول، او په هر ولایت کې ۱۰۰ ښځې، د ځانګړو معیارونو لمخې وپیژندل شوې. چې له هغې وروسته په هر ولایت کې یاد شوی کسان د عدالت غوښتنې په ډلو او سلاکارو ډلو وویشل شول. په هر یو یاد شوی ولایت کې عدالت غوښتونکې ډله، له ۷۵ لوستو ښځو څخه جوړه شوی وه، چې د ځینو لاملونو له امله ېې دندې نه درلودې. دا پروګرام د پریکړه لیکونو په اړه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان دامنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریګړه لیک په اړه د پوهاوی د کچې لوړولو او همداراز د افغانستان دولت لخوا د نړیوالو ژمنو په اړه د معلوماتو او د « عدالت غوښتنې پیژندنې » او د « عدالت غوښتنې بڼو » ښولو په موخه ترسره شو. په هریو یاد شوی ولایت کې د سلاکارانو ډله ، د ۲۵ میرمنو څخه چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت لری، او په دولتی او یا غیر دولتی ادارو کې په کار بوختې وی جوړه شوی وه. دې ډلې په منظمه توګه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسې په بحثونو او پروګرامونوکې ګډون کړی وو. ددغو پروګرامونو د جوړولو موخه د ښځو د وړتیاو لوړول، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شوراد ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه…

Continue Readingد ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، په برخه کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې کارونه

کاری ډلې

کاری ډلې چې د مدنی ټولنې اوبشری حقونو د اد ارې دغړولخوا ټاکل کیږی دنده لری چې په بیلابیلوکاری برخوکې لیکونه، لارښونې، څیړنې اوشننې له ادارو، روڼ اندو، کورنیواوبهرنیو متخصصینو په ملګرتیابرابرې او خپرې کړی. د مدنی اوبشری حقونودشبکې د سرچینومرکزدکاری ډلودغونډو، له غړوادارواومتخصصینو سره دتفاهم اوسلامشورې د زمینوبرابرول، دکاری ډلودغړود توکودپاڼوسمون، لوژستیکی اواداری اسانتیاوې، دکاری ډلولپاره دمطالعې اوڅیړنې د زمینې برابرول، دهغو کتابونو او اثاروبرابرول چې دکاری ډلو د غړود استفادې وړدی اوله ملی او نړیوالوڅیړنیزواداروسره د ارتباط د زمینې په برابرولو کې همکاری کوی. دمدنی اوبشری حقونوټولنې دسرچینومرکز د دې شبکې له هماغه پیله ،د مدنی اوبشری حقونود ټولنې د شبکې دلیکونو د زمینې برابرول پرغاړه لرل. دشبکې د سرچینومرکزد اسانتیاووبرابرول او دشبکې د کاری ډلو همغږی چې دمدنی اوبشری حقونو دشبکې دتګلارې پربنسټ یې بڼه موندلې پرغاړه لری. د مدنی او بشری حقونود ټؤلنې دشبکې دسرچینومرکز، د نړیوالې ټولنې او د بشری حقونودلیدتوګوپه نوم د کاری ډلودرامنځته کولو لپاره د شبکې د ادارو ترمنځ، له تاریخی پلوه د دولت او وګړو ترمنځ او د هیواد روانوحالاتو ته په پام سره لازمې اسانتیاوې او همغږۍ رامنځته کوی. دلازیاتو مالوماتو لپاره دشبکې له مرکزسره اړیکه ونیسئ.

Continue Readingکاری ډلې

اطلاعاتو ته لاس رسی، د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ستراتیژیو له لومړی توبونو څخه

اطلاعاتو ته لاس رسی په هیوادکې په یو مهمې اړتیا بدل شوې. د اداری فساد پراخوالی، د ټاکنو پرمهال د وګړو غوښتنو ته بې پامی، د افغانستان دولت او وګړو ترمنځ د ارګانیکو اړیکو نشتوالی اطلااعاتو ته لاس رسی ته د سیدو په وړاندې ددغو ټکو ناوړه پایلې شمیرل کیږی. په تیرو شپږو کلونو کې د افغانستان مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د بشری حقونو په اړه ستر بحثونه په لاره اچولی، ددغو بحثونو په پایله کې د افغانستان مدنی ټولنه اوبشری حقونو شبکه دې ګډباور ته ورسیده ، چې اطلاعاتو د دلاس رسی موضوع د بشری حقونو د ارزښتونو دپلی کولو لاره اواره وی. اطلاعاتو ته د لاس رسی لپاره د تخصصی توګه بحث کولو په موخه، د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې د۲۰۰۹میلادی کال د مې په ۲۹ دمزارشریف په ښارکې تحلیلی سمپوزیم په لاره واچوه. دغه سمپوزیم اطلاعاتو ته د لاس رسی کموالی لاملونه تر څیړنې لاندې ونیسی او دافغانستان مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې ته لا زیات وړاندیزونه وکړل. د مزارشریف تحلیلی سمپوزیم وموندله چې اطلاعاتو ته لاس رسی په دغه برخه کې قانون ته اړتیا لری. دغه سمپوزیم وړاندیز وکړ ترڅو په مزارشریف ښارکې د کارپوهو کسانو څخه یو ډله جوړه شی ترڅو دغه ډله اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون خامه جوړه کړی. ددغه سپوزیم لاسته لاوړنې د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې په پروګرامونو کې شامل شوې. وروسته له هغه چې کاری ډله جوړه شوه، دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا ددغه قانون لومړنۍ طرحې لپاره لومړنې مسوده طرحه کړه. د کاری ډلې غړی هریو ښاغلی سید محمد اسلامی د دینی چارو کارپوه، ښاغلی رحیم ابراهیمی ورځپاڼه لیکونکی، روڼ آنده او فعال کارکونکی ښاغلی تقی الله تقی او د حقوقی چارو کارپوه ښاغلی کاوه سحاب وتوانیدل د اووه میاشتو په موده کې د نه ستړی کیدونکو هڅو په پایله کې…

Continue Readingاطلاعاتو ته لاس رسی، د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ستراتیژیو له لومړی توبونو څخه