د نړیوالو بشری حقونو میکانیسمونو په اړه پسرلنی ښونځی

افغانستان د نړیوالې ټولنې د غړی په توګه، د بشری حقونو په اړه ژمنې او مسولیتونه لری. د ملګرو ملتونو سازمان منشور، د دغه سازمان غړی دولتونه، د بشری حقونو د نړیوالو کنوانسیونونو له لارې د بشری حقونو د ارزښتونو عملی کولو ته رابولی. نړیوال حقونه او د دولتونو ترمنځ اړیکې د دغه ارزښت پر بنسټ پراختیا مومی. مدرن، دولتونه د بشری حقونو ارزښتونه په خپل کاری لومړی توبونو کې راولی او هغه د خپل بهرنی سیاست یوه برخه بولی. د افغانستان دولت د بشری حقونو له اووه نړیوالو کنوانسیونونو سره یوځای شوی دی. دا کنوانسیونونه عبارت دی : د مدنی او سیاسی حقونو نړیوال کنوانسیون، د اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی حقونو نړیوال کنوانسیون، د ځورونې د منع نړیوال کنوانسیون، دښځو په وړاندې د تبعیض د منع نړیوال کنوانسیون، د ماشومانو له حقونو د ملاتړ نړیوال کنوانسیون، د توکمیز تبعیض د منع نړیوال کنوانسیون او له معلولانو او معیوبانو د ملاتړ نړیوال کنوانسیون. د دغو کنوانسیونونو پر بنسټ د نړیوالو کنوانسیونونو د تطبیق کمیټې رامنځته شوی دی چې غړی هیوادونه په دې اړه منظم ریپوټ ورکولو ته را بولی. د افغانستان دولت په تیرو څلورو لسیزو کې، بیلابیل رژیمونه تجربه کړی دی. دغو رژیمونو له بشری حقونو د سیاسی ابزار په توګه ناوړه کار اخیستی او د نړیوالې ټولنې په وړاندې په روښانه توګه حساب ندی ورکړی. د طالبانو د رژیم له پرځیدو وروسته، د افغانستان دولت ته د بشری حقونو په برخه کې د فعالیت ښه لاره اواره شوه. د افغانستان اساسی قانون، بشری حقونه د ملی ارزښتونو په توګه په رسمیت وپیژندل. دافغانستان په اساسی قانون کې، بشری حقونه او له هغې رامنځته شوی نړیوال کنوانسیونونه د دغه قانون په حقوقی سرچینې بدل شوی دی او د افغانستان دولت، د بشری حقونو د ریپوټ ورکولو اجرایی مکلفیت ترلاسه کړی دی. پر بشری حقونو څارنه، د بشری…

Continue Readingد نړیوالو بشری حقونو میکانیسمونو په اړه پسرلنی ښونځی

راځئ چې افغانستان د ژوند کولو وړ وګرځوو

علم ګل سحر یو ملګری مې دی چې په ټولو سختیو کې په وطن کې پاتې شوی، هیڅ وخت یې دې ته زړه ښه نه کړ چې له وطنه ووځی او په یوه بهرنی ملک کې پاتې شی. زه یې له تیرو شلو پنځه ویشتو کلونو راهیسې پیژنم، ده په تیر وخت کې بهر ته دتللو ډیر امکانات لرل. که به چا ورته وویل چې ولې دنورو غوندې اروپا یا امریکا ته نه ځې، ده به ویل هیڅکله به له خپل خواږه وطنه ونه وځم. څو شپې دمخه مې ولید ښه مایوسه و، ویل یې په دې لټه کې یم چې ځینې اسناد چمتو کړم او خارج ته ځان وباسم. په حیرانی مې ترې علت وپوښت ومې ویل دمخه خو به تا نورو ته نصیحت کاوو چې پردی وطن ته ولاړ نه شی، اوس څه وشول چې پخپله دې دسفر موزې په پښو کړې دی. له اسویلی سره یې راته وویل: اوس مې بیخی امید شلیدلی دی، افغانستان دژوند کولو وړ نه دی. نه یې وینې چې جګړه بیرته د دیرش کاله دمخه بهانو له مخې پیل شوې، هیچیری دسر امن نشته اخیر موږ هم دژوند کولو حق لرو، تر څو به داسې په ویره کې ژوند کوو، سهار چې له کوره راوځم لومړی خو بیرته کورته د سلامت ستنیدو هیله نه لرم، بل مې اولادونو ته سودا وی خدای مه کړه یا به په چاودنه کې برابر شوی وی یا به سړی تښتونکو تښتولی وی. بس چې ماښام یې روغ او ژوندی ووینم شکر ادا کړم، تر څو به داسې نیم ژوانده یو، په دولت کې هم اداری فساد اوج ته رسیدلی دی، د هیواد د وضعیت دښه کیدو هیله ډیره لږه ده. دا ۳۴ کاله کیږی چې افغانان په بیلابیلو نومونو سره ښکیل دی. یو په ځان یو نوم کیږدو او بل بیا په مقابل کې…

Continue Readingراځئ چې افغانستان د ژوند کولو وړ وګرځوو

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې په څلورم فیز کې د پوهاوی خپرونکو پروګرامونو پراختی

د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه عامه پوهاوی ، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې له مهمو کاری برخو څخه شمیرل کیږی. افغانستان داسې یو هیواد دی چې په تیرو دیرشو وروستیو کلونو کې د بشری حقونو د سرغړونکو له پراخې سرغړونې چې ټول افغانان ورسره لاس او ګریوان وو رنځیدلی دی. د دغو سرغړونو تر ټولو مهمې برخې د پخوانیو رژیمونو لخوا د بشری حقونو د ارزښتونو تر پښولاندې کول دی. په دغو تیرو دیرشو کلونو کې د سیاسی رژیمونو ترڅنګ، سیاسی ډلو او تنظیمونو د قدرت ترلاسه کولو په موخه سلاح راپورته کړه، او په پراخو جګړو او تاوتریخوالو ېې لاس پورې کړ. دا سیاسی – نظامی تاوتریخوالی په هیواد کې د بشری حقونو له ارزښتونو په پراخه کچه د سرغړونې لامل شول. د بشری حقونو نړیوالو ادارو د ریپوټونو پر بنسټ افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې په هغې کې په پراخه کچه بشری حقونه تر پښو لاندې شوی دی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، دهغو څیړنو له مخې چې په تیرو اتو کلونو کې ترسره کړی دی، په افغانستان کې له بشری حقونو د سرغړونې اصلی لامل د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه د عامه پوهاوی کموالی دی. د دغو سرغړونو مهمه برخه، د وګړو سیاسی او مدنی حقونو ته د رژیمونو بې پامی ده. زورول، فکری څارنه، د بیان پر آزادۍ محدودید لګول، د ټولنو او سیاسی ګوندونو د آزادیو نشتوالی، د ښځو له حقونو په پراخه کچه سرغړونه، جنسیتی تبعیض او د ماشومانو دحقونو ارزښتونو ته بې پامی، د دغو سرغړونو له اصلی بیلګو څخه شمیرل کیږی. همدازار د یادولو وړ ده چې په تیرو دیرشو کلونو کې د اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی حقونو د تامین په برخه کې هم چندان کار ندی شوی. تر ټولو مهمه پوښتنه چې د…

Continue Readingد افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې په څلورم فیز کې د پوهاوی خپرونکو پروګرامونو پراختی

د بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو، روزنیز لاسوند

د افغانستان دولت د ملګروملتونو سازمان د غړی په توګه، د دغې نړیوالې ټولنې د منشور، ارزښتونو ته ژمن هیواد دی او د بشری حقونو په اړه د ملګروملتونو سازمان میثاقونو سره یوځای شوی دی؛ خو په خواشینۍ سره چې د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو جوړښتونو د دغو ارزښتونو په اړه ریپوت ورکول له زیاتو ستونزو سره مخ وو. همداراز افغانستان یو داسې هیواد دی چې له بشری حقونو زیاتې سرغړونې په ځانګړې توکه په تیرو دیرشو کلونو کې شوی دی. د نړیوالو بشری حقونو د جوړښتونو او میکانیسمونو په اړه د لازمو معلوماتو نشتوالی د دې لامل شوی، چې د بشری حقونو د سرغړونو قربانیان ونشی کولای خپل پیغامونه او ستونزې له افغانستانه بهر حقوقی مراجعو ته ورسوی او نړیوالو ادارو ته مراجعه وکړی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه باور لری چې د « د بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو روزنیزه »، طرحه د نړیوالو بشری حقونو د کاری جوړښتونو د نظام د بڼو د پیژندو لاره اواروی. د دغه لاسوند د رامنځته کیدو لپاره د بشری حقونو او مدنی ټولنې موسسه، د خپلو غړو ټولنو مشرورتی غونډه جوړوی. په دې غونډه کې، د نړیوالو بشری حقونو رژیم د شاخصونو پیژندو په موخه، غړو ټولنو ته روزنیز پروګرام وړاندې کیږی. له هغه وروسته د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د لاسوند د مسودې د جوړیدو پر څرنګوالی بحث کوی او هغه مهمې ښکارندې چې دا لاسوند پرې جوړ شی څرګندوی. په دې غونډه کې د لاسوند د مسودې د جوړیدو کاری ډله هم معرفی کیږی. کاری ډله د لاسوند لومړۍ مسوده، د بشری حقونو او مدنی ټولنې د موسسې له دارالانشا او د دنمارک د بشری حقونو د انستیتیوت له متخصصینو سره په نیږدې همکارۍ کې جوړوی او هغه د شبکې له غړو ټولنو سره شریکوی. د افغانستان دمدنی ټولنې…

Continue Readingد بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو، روزنیز لاسوند

د شبکې د پروګرامونو څلورم پړاو، په افغانستان کې د بشری حقونو د فعال غورځنګ رامنځته کولو په لور یو ګام

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د پروګرامونو دریم پړاو د ۲۰۱۱ میلادی کال د جنورۍ په میاشت کې پای ته ورسید او دا اداره د خپلو فعالیتونو څلورم پړاو ته ورسیده. له نن څخه اته کاله وړاندې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د هغو افغانی مدنی ټولنو چې د بشری حقونو په برخه کې فعالیت د همغږۍ د مرکز په توګه تاسیس شوه. د طالبانو د رژیم له ماتې او له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۴ میلادی کاله پورې د بشری حقونو مدافعانو او فعالانو ترمنځ د کارنده بحثونو ترسره کیدو د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې د شبکې په نوم د ټولنې د رامنځته کیدو لاره اواره کړه. شبکې د ۲۰۰۴ میلادی کال په اګست میاشت کې د دنمارک د بشری حقونو د انستیتیوت، په تخصصی همکارۍ خپل پروګرامونه پیل کړل. د دنمارک د بشری حقونو انستیتیوت، د بشری حقونو په برخه کې یو له تر ټولو مطرحو تخصصی ادارو څخه شمیرل کیږی، چې دې ادارې له شبکې سره د تشکیلاتو او جوړښتونو، ظرفیت روزنې، د بشری حقونو د ارزښتونو په پیاوړتیا، مدیریت او پلانونه کې هر اړخیزه ملاتړ کړی دی. شبکې، د ۲۵ افغانی مدنی ټولنو په حضورکې، د خپلې ټولنې عمومی مجموعه د کابل په ښار کې ترسره کړه. په دوه لومړیو کلونو کې د شبکې ټول پروګرامونه، کابل ته ځانګړی شوی وو چې په دې موده کې، د مدنی او بشری ټولنو ترمنځ لازمه همغږی رامنځته کړه. د شبکې لومړی ملاتړی د دنمارک شاهی دولت وو. په ۲۰۰۵ میلادی کال کې د « تر ګواښ لاندې خلکو څخه د سویس ملاتړې موسسې » هم له شبکې سره خپلې همکارۍ پیل کړې. دې موسسې، د پروګرام جوړونې او روزنې په برخه کې له شبکې څخه ملاتړ کاوه. د دې ادارې په همکارۍ او دسویس دولت په ملاتړ،…

Continue Readingد شبکې د پروګرامونو څلورم پړاو، په افغانستان کې د بشری حقونو د فعال غورځنګ رامنځته کولو په لور یو ګام

اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصوده د رسنیو عالی شورا ته ولیږل شوه

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې لومړۍ کاری ډلې، چې په مزارشریف ښار کې اطلاعاتو ته د لاس رسی سمپوزیم په پایله کې رامنځته شوې وه، د خپلو پروګرامونو لړۍ بشپړ کړه او اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصوده ېې د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې شبکې، دارالانشا ته وسپارله. اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون لومړۍ مصوده، چې د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده، په اړه ېې د کاری ډلې لخوا د مدنی ټولنې له استازو، روڼ آندو، اکاډمیکو شخصیتونو او په بلخ، هرات، بامیانو، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د دولتی ادارو له استازو سره بحث او خبرې شوی دی. د دغو، غونډو د ګډونوالو لیدلوری ېې راغونډ کړی، او د هغې مهم ټکی ېې ، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په مصوده کې راوستی دی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا، د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ په اوومه، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په اړه دوهم تحلیلی سمپوزیم جوړ کړ، چې په هغې کې د پارلمان څلورو تنو غړو، با ارزښته مقالې ولوستلې. په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون کاری ډلې، د پارلمان د غړو لیدلوری، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په مصوده کې ورزیات کړل. لکه څنګه چې د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې د عامه اطلاعاتو د تامین مسولیت، دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دندو څخه دی، دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دارالانشا، دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له چارواکو سره په دې اړه غونډې جوړې کړې او هغوۍ ته ېې، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مبحث مطرح کړ، چې دا موضوع د هغوۍ د زیاتې لیوالتیا لامل شوه. ددغو کارنده خبرو او بحثونو په پایله کې د ۱۳۹۰ هجری لمریز، کال…

Continue Readingاطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصوده د رسنیو عالی شورا ته ولیږل شوه

دافغانستان د مدنی تولنې له استازو سره د آلمان د فدرالی جمهوریت د ولسمشر لیدنه

د ۲۰۱۱ میلادی کال د اکتوبر په شپاړسمه د آلمان دفدرالی جمهوریت ولسمشر، جلالتمآب کرستیان وولف، د افغانستان د مدنی ټولنې د چترو ټولنو له استازو او د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون له ریسې، سره په کابل کې د فدرالی آلمان د جمهوریت، د سفارت په مقر کې لیدنه وکړه. په دې غونډه کې چې د افغانستان او پاکستان په چارو کې د آلمان ځانګړی استازی میخاییل شتاینر، په کابل کې د آلمان دفدرالی جمهوریت سفیر، او په کابل کې د آلمان د سفارت سلاکار، ښاغلی شعیب اعظم هم حاضرو وو، د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې په استازی توب، د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون ریسه سیما ثمر، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اجرایی همغږی کونکې، محمد نعیم نظری، د افغان ښځو د شبکې ریسې، سمیرا حمیدی، د مدنی ټولنې دمجتمع ریس، عزیز رفیعی او د ANCB ، ټولنې ریس، سید رحیم ستار برخه اخیستې وه. په دې غونډه کې د افغانستان دمدنی ټولنې استازو، دافغانستان د مدنی ټولنې د پرمختګونو او ستونزو، د مشروع او دیموکراتیک نظام په رامنځته کیدوکې دمدنی ټولنې د ونډې، د بشری حقونو دارزښتونو په ترویج او تعمیم کې د مدنی ټولنې اهمیت اوهمداراز په افغانستان کې د ښځو د بشری حقونو وضعیت په اړه ښاغلی وولف او له هغه سره مل پلاوی ته ېې معلومات ورکړل. په دې کتنه کې د مدنی ټولنو استازو، له مدنی ټولنو او نورو دیموکراتیکو جوړښتونو څخه د آلمان دولت له ملاتړ او د بشری حقونو له ارزښتونو څخه د دې هیواد له ملاتړه ستاینه وکړه او د دغو ملاتړونو پر دوام ېې له ولسمشر کریستیان وولف، سره خبرې وکړې. په مقابل کې ، ښاغلی وولف، دافغانستان له خکو او مدنی ټولنې څخه د آلمان د دولت د ملاتړ اراده څرګنده کړه، او ژمنه ېې وکړه چې د…

Continue Readingدافغانستان د مدنی تولنې له استازو سره د آلمان د فدرالی جمهوریت د ولسمشر لیدنه

د عدالت او مصالحې په اړه یو ورځینی کنفرانس

د ۱۳۸۹ کال د لړم په ۹، چې د ۲۰۱۰ کال د نوامبر له ۱۰ سره سمون خوری، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د افغانستان د پرانیستې ټولنې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر او د انتقالی عدالت نړیوال مرکز له لوری، د کابل په ښار کې د مصالحې او عدالت په نوم ، یو ورځینی کنفرانس جوړ شو. په دې پروګرام کې د مدنی اونړیوالو ټولنو، د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه د ولایتی شورا کابو اویا تنو استازو برخه اخسیتې وه. پروګرام د قرانکریم د ځو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی محمد نعیم نظری حاضرینوته د ښه راغلاست ویلو سربیره میلمنو ته، د دې پروګرام د جوړولو د اړتیا او کړندلارې په اړه معلومات ورکړل. له هغې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشی استازی استیفن دمستورا، د سولې د عالی شورا د دارالانشا ریس محمد معصوم ستانکزی، په افغانستان کې د اروپایی اتحادېې مخکینی استازی فرانسس ویندرل، د سیمې د مسایلو څیړونکی او پاکستانی ورځپانه لیکونکی احمدرشید او د ماشام په خیر افغانستان راډیو ریس او د مدنی ټولنې او بشری حقونو د پیغامونو د کمیټې غړی د پروګرام د لومړی برخې ویناوالو په توګه په افغانستان کې د سولې پالنې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته ېې مفصل ځوابونه ووایل. د ویناو په دوهمه برخه کې د بشری حقونو خپلواک کمیسیون ویاند ښاغلی نادر نادری، د سولې د عالی شورا غړی غړی محمد اسماعیل قاسمیار او د افغانستان د ښځو شبکې ریسې سمیرا حمیدی، په خپلو خبرو کې د سولې او عدالت په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل، او د خبرو په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. د کنفرانس بله برخه، څلور ډله ایزو کارونو ته ځانګړی…

Continue Readingد عدالت او مصالحې په اړه یو ورځینی کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د ونډې په اړه ددوهم څیړنیز سمپوزیم جوړیدل

د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ۷- د ۲۰۱۰ کال د جون۲۸ کابل ـ افغانستان دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د جوړیدو له نیټې څخه، د روزنې، پوهاوی اوهمغږۍ په برخه کې یو زیات شمیر پروګرامونه په افغانستان کې جوړ کړی، دا ځل اطلاعاتو ته د لاس رسی په اړه د دوهم څیړنیز سمپوزیم له جوړیدو وروسته چې د ۲۰۰۹ کال د می ۲۹ د مزارشریف په ښار کې جوړ شو، دوهم څیړنیز سمپوزیم ، اطلاعاتو ته د لاس رسی، دبشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کولو کې اطلاعاتو ته د لاس رسی د ونډې ترنامه لاندې په کابل ښار کې جوړ شو. په دې سمپوزیم کې د مدنی ټولنو استازو، دملی شورا غړو، دحکومت استازو، او د افغانستان د رسنیو استازو ، اطلاعاتو ته د لاس رسی په اړه ارزښتناکه مقالې، څیړنې، بحثونه او نظرونه وړاندې کړل. دا سمپوزیم چې د قرآن مجید په تلاوت سره پیل شو، دوه برخې لرلې: لومړۍ برخه دپیغامونو برخه او بله د ویناوالو خبرو ته ځانګړې شوې وه. دابرخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګی معینیت سرپرست ښاغلی جلال نورانی له خوا پیل شوه. ښاغلی نورانی د اطلاعاتو اوفرهنګ وزیر جلالتماب ډاکټر سید مخدوم رهین پیغام چې د غه سمپوزیم ته ېې راستولې وو ولوسته. په پیغام کې راغلی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوی ترڅو خلکو ته د بیان د آزادې زمینه او اطلاعاتو ته د لاس رسی لاره تر پخوا هم ښه اواره کړی. او په ځانګړې توګه ېې د اطلاعاتو ته د لاس رسی له مسودې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دا ګام ېې د ټولنې د قانونمند کیدو په لور یو ستر ګام وباله. ددغه څیړنیز سمپوزیم دوهم وینا وال د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی…

Continue Readingاطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د ونډې په اړه ددوهم څیړنیز سمپوزیم جوړیدل

معلوماتو ته د لاس رسی د قانون د مسودې په اړه د خبرواترو د پروګرام راپور

دا چه د افغانستان په اساسی قانون کښې راغلی دی چه د افغانستان وګړی حق لری چه د قانون د حکمونو په حدودو کې له دولتی ادارو څخه اطلاعات ترلاسه کړی په هغه صورت کې چه د نورو حقونو او عامه امنیت ته په کې زیان ونه رسیږی، ددې مطلب د روښانه کولو په خاطر د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې(معلوماتو ته د لاس رسۍ قانون) تر سرلیک لاندې د قانون یوه مسوده په ۹ فصلونو او ۵۲ مادو کې ولیکله، د قانون دغه مسوده ئی د نورو زونونو په شمول ختیځ زون ته هم راواستوله چه د دی مسودې په هکله د خلکو نظرونه او وړاندیزونه راټول کړو. په ختیځ زون کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دفتر د دغه قانون د مسودی یوه یوه کاپی ځینو دولتی او غیر دولتی ادارو مدنی ټولنو ته ولیږله او دوی ته ئی بلنه ورکړه چه په اړونده مسودی باندی د خبرواترو په پروګرام کې برخه واخلې او د دې قانون په هکله خپل رغنده نظریات او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړی. د خبرواتروپه دغه غونده کې چه د روان کال د غوئی د میاشتی په ۲۹مه نیټه په ختیځ زون کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې په دفتر کې جوړه شوې وه د ننګرهار ولایت د اقتصاد، اطلاعاتو او فرهنګ، د ښځو چارو رئیسانونو، د خبریالانو او ژورنالستانو د اتحادیی رئیس، د ولایتی شورا، د محکمې رییس، د ملی امنیت، د یوناما، او د شبکې د غړیو ټولنو استازو په کې برخه اخیستې وه. غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چه بیا په ختیځ زون کې د شبکې همغږی کوونکی ډاکټر نعمت الله همدرد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د شبکی په موخو او کړنو رڼا واچوله او ګډون کوونکو ته ئی د…

Continue Readingمعلوماتو ته د لاس رسی د قانون د مسودې په اړه د خبرواترو د پروګرام راپور