دنوې کابینې په اړه دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د لیدلوری کنفرانس لنډ راپور
خبریاله: ګل بشره احمدزۍ د هیواد د نوې کابینې د کاندیدانو د پیژندنې په تړاو، دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د ۲۰۰۹ میلادی کال د دسامبر په اته ویشتمه چې د ۱۳۸۸ کال د مرغومی اوومې سره سمون لری، دولت ته د مدنی ټولنو غوښتنو او وړاندیزونو وړاندې کولو په موخه مطبوعاتی کنفرانس جوړ کړې وو. په دغه مطبوعاتی کنفرانس کې د یوشمیر زیاتو ملی او نړیوالو رسنیو اود شبکې غړو ټولنو استازو ګډون کړی وه. د کنفرانس په پیل کې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکې ښاغلی محمد نعیم نظری د رسنیو د شبکې غړو ټولنو په زیاتې کچې ګډون څخه مننه وکړه. او ددغه کنفرانس دجوړیدو موخه یې د مدنی ټولنې ټولنې وړاندیزونو او غوښتنو ته د دولت او ولسی جرګې د بیا پام را اړول دکارنده اود جنسی انډول لرونکې او له بشری حقونو څخه د غړونکو څیرو له شتونه د پاکې کابینې رامنځته کیدل وباله، له بلخوا ددغه کنفرانس د جوړیدو بله موخه د مدنی تولنو له خوا د وړاندیزشویو ټکو په پام کې نه نیول بلل شوی. له هغه وروسته یاده اعلامیه، د سولې ټولنیز او فرهنګی بنسټ مسول او د افغانستان مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اعلامیو غړی ښاغلی خانعلی رادمند له خوا ولوستل شوه. د کنفرانس په پای کې، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د علامیو د کمیټی غړو، هریو، د سولې او عدالت ټولنې رییس ښاغلی جاوید شکیب، د ماښام پخیر افغانستان د راډیو ریس ښاغلی باری سلام او د اړیکو د موسسی ریس، انجینیر یونس اختر د خبریالانو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل. په لاندې ځای کې د اعلامیې پوره متن ولولئ: ----------------------------------------- د نوې کابینې د جوړیدو په اړه دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې اعلامیه د۱۳۸۸ د مرغومی ۷ - د ۲۰۰۹ کال د دسامبر۲۸ کابل…