په «بن کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس» کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې حضور

د بن کنفرانس چې په اوسنیو شرایطو کې د زیات اهمیت وړ دی، له ۲۰۱۴ میلادی کاله وروسته په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او ملاتړ تعریف کوی. دا کنفرانس چې د مدنی ټولنې په پراخ حضور سره د آلمان په بن ښار کې جوړ شو، په نړیواله کچه د رسنیو لخوا خپور شو. د دې کنفرانس تر ټولو مهم پیغام د افغانستان په وړاندې د نړیوالې ټولنې ژمنتیا ده. په دې کنفرانس کې د امریکامتحده ایالاتونو، د اروپایی ټولنې غړو هیوادونو، هند، جاپان، کاناډا، آسترالیا او د افغانستان په بیا رغونه او دامنیت په ټینګښت کې ټولو شاملو دولتونو د خپلونو استازو په استولو سره له نوی نظام څخه د دموکراسۍ د ارزښتونو په ساتنې سره، بشری حقونو او د قانون حاکمیت ته په احترام له افغانستانه خپل ملاتړ اعلان کړ. په دغه کنفرانس کې د امریکامتحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیرې، هیلری کلنټن په خپلې پنځه دقیقه یی وینا کې له افغانستانه د خپل دولت پر مرلاتړاو د مدنی ټولنې پر پیاوړتیا، د بشری حقونو او دموکراسې ارزښتونو ته پر احترام ېې ټینګار وکړ. د آلمان لومړۍ وزیرې میرمن مرکل، د خپل هیواد او اروپایی اتحادېې په استازی توب، له افغانستانه د دې اتحادېې د ملاتړ په وړاندې یو اصلی وارخ مخکی شرط د بشری حقونو ارزښتونو ته احترام وباله. په دغه کنفرانس کې یوشمیر نورو ګډونکونکو هیوادونو هم په افغانستان کې د اساسی قانون پربنسټ له یوه قانونمند نظام څخه ملاتړ اعلان کړ، له دې امله د افغانستان خلکو ته د دغه کنفرانس جوړیدل ډیر د اهمیت وړ وو. له دغه کنفرانسه یوه ورځ مخکې، په بنُ کې د مدنی ټولنو غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د مدنی ټولنې ۳۴ تنو استازو چې په دیموکراتیکه بڼه د مدنی ټولنو لخوا انتخاب شوی وو ګډون کړی وو. په بنُ کې د مدنی ټولنو په…

Continue Readingپه «بن کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس» کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې حضور

د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د توانمندۍ له لوری د بشری حقونو د اصلی پارتنر په توګه ومنل شوه

له دوه زره لسم کال راهیسې په افغانستان کې د بشری حقونو د ټولنو ملاتړو بنسټونو پریکړه وکړه، تر څو په افغانستان کې د مدنی ټولنود ملاتړ لپاره یو صندوق جوړکړی چې له مخې وشی کولای د مدنی ټولنې د ظرفیت د لوړلو په برخه کې لازم ملاتړ وکړی او په دې برخه کې کارنده پروګرامونه همغږی کړی. دا ملاتړی دولتونه عبارت دی له بریټانیا، سویډن، ناروې، دنمارک او سویس. د دغو دولتونو مهم هدف، د افغانستان له مدنی ټولنې د ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو همغږی کول دی. له همدې امله ده چې توانمندۍ له دوه زره لسم میلادی کال راهیسې له مدنی ټولنو سره مشورتی غونډې جوړې کړې. د دغو خبرو او بحثونو پایله د «توان‌مند ۍ» په نوم د مدنی ټولنود همغږۍ د ملاتړی مرکز جوړیدل دی. توانمندۍ په ۲۰۱۲ کال کې خپل فعالیت پیل کړ. دغې ادارې په دریو پړاونو کې خپل فعالیت همغږی کړی دی. د توانمندۍ د فعالیتونو،لومړی برخه تشکیلاتی پروګرام جوړوی. په دې پړاو کې د توان مندۍ، اداری او مدیریتی تګلارې او موازین رامنځته شول. دوهم پړاو، لومړنی ملاتړ دی چې په دغه پړاو کې د مدنی ټولنو یوه برخه له ترلاسه شویو لارښونو څخه په ګټې اخیستو د توانمندۍ له اقتصادی او تخصصی ملاتړ څخه برخمن کیږی. د توانمندۍ د پروګرامونو دریم پړاو په بیلابیلو برخو کې د توانمندۍ، د اصلی پارتنرانو ټاکل دی. بشری حقونه په افغانستان کې د توانمندۍ له پروګرامونو څخه اصلی پروګرام بلل کیږی. د اصلی پارتنرانو د ټاکلو لپاره دغه بنسټ د بیلابیلو ادارو مدیریتی او څارنیزې پروګرامونه وه ارزول. د توانمندۍ څارنیزو ډلو هغو ادارو ته چې له توانمندۍ سره ېې د ستراتیژیک مشارکت غوښتنه کړې وه، دغو ادارو ته ورغلی او د هغو ادارو جوړښتونه، مدیریتی، اداری او اجرایی برخې وه ارزولې. له بلې خوا توانمندۍ د دغو…

Continue Readingد مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د توانمندۍ له لوری د بشری حقونو د اصلی پارتنر په توګه ومنل شوه

د فساد د لمنځه وړو لپاره نذری روژه

شمسیه آذرمهر په هیواد کې د اداری فساد لمنځته وړو په موخه، د هیواد د پولیسو یو افسر له تیرو لسو میاشتو راهیسې نذری روژه نیولې ده. په بلخ ولایت کې د عامه نظم د تخنیک د شپږم نمبر د تخنیک لوا د امریت غړی نظام الدین فروتن، وایی تر هغه چې په هیواد کې اداری فساد لمنځه نوی تللی، روژه نیولو ته به دوام ورکړی. نوموړی په دې باور دی چې د اداری فساد لمنځته وړو هیڅ بله لاره پاتې نده پرته له هغې چې «الله تعالی »، ته مخه وکړو. تر اوسه هیڅ یوې ادارې د نظام الدین اعتراض ته پام ندی کړی، خو نوموړی وایی: « که څوک پاملرنه وکړی که نه، زه روژه نیولو ته دوام ورکوم او د هیواد له ځوانانو په ځانګړې توګه د هیواد له وسله والو ځواکونو څخه غواړم چې له ما سره یوځای شی؛ الله تعالی ته سجده وکړو او هیله وکړو چې دا فساد زموږ له هیواده ورک کړی». افغانستان د نړۍ د فاسدو هیوادونو د نوم لړ په سر کې راغلی دی. که څه هم چې حکومت د اداری فساد لمنځه وړو په موخه یوشمیر کمیسیونونه رامنځته کړی دی؛ خو دا ټولې هڅې تر اوسه ناکامه وې.

Continue Readingد فساد د لمنځه وړو لپاره نذری روژه

جګړه او سوله

لطیف بهاند د " انګارې " مجلې په دې ګڼه کې د هیواد له تکړه لیکوال او شاعر لطیف بهاند سره مرکه لرو. په لومړی سر کې غواړم د ښاغلی بهاند د زدکړو او فعالیتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم. لطیف بهاند د محمد عمر زوی په ١٣٣١ لمریز کال کې د کابل په بریکوټ کې زېږېدلی دی. په ١٣۵١ لمریز کال کې د حبیبیې لېسې نه فارغ او د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځی کې یې په لوړو زده کړو پېل وکړ. زده کړو تر څنګ کې یې د راډیو د هنر او ادبیاتو په اداره کې هم کارکولو. په راډیو کې پر تمثیل برسېره په لسګونو داستانونه او کره کتنې ولیکلې. د ١٣۵۶ لمریز کال راهیسې یې د افغانستان د علومو اکاډمی، راډیو ټلویزون او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی د استاد په توګه رسمی کارونه هم کړی دی. لطیف بهاند له هېواد نه بهر د هنری کره کتنې په برخه کې په ماسکو کې دوکتورا ترلاسه کړې. او اوس د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د ریس په توګه کار کوی. د لطیف بهاند په لسګونو مقالې، کره کتنې او شعرونه له ١٣۵٢ لمریز کال راپه دېخوا د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوی. نوموړی په دې وروستیو کې د تولستوی لیف نیکولای ویچ یو د ( جګړې او سولې ) په نوم اثر پښتو ژبې ته وژباړه. اوس ستاسو پام را اړو له ښاغلی بهاند سره د مرکې متن ته. د تولستوی له دغه کتاب سره تاسو څه ډول آشنا شوۍ او د دغه اثر د ژباړې لامل څه وو او څه شی تاسو وهڅولۍ چې دا اثر وژباړئ؟ زه داسی تصور کوم چې د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې د " تولستوی لیف نیکولای ویچ " پیژندل ګلوی د په ۱۳۱۲ کال کی شوی چې…

Continue Readingجګړه او سوله

راځئ چې افغانستان د ژوند کولو وړ وګرځوو

علم ګل سحر یو ملګری مې دی چې په ټولو سختیو کې په وطن کې پاتې شوی، هیڅ وخت یې دې ته زړه ښه نه کړ چې له وطنه ووځی او په یوه بهرنی ملک کې پاتې شی. زه یې له تیرو شلو پنځه ویشتو کلونو راهیسې پیژنم، ده په تیر وخت کې بهر ته دتللو ډیر امکانات لرل. که به چا ورته وویل چې ولې دنورو غوندې اروپا یا امریکا ته نه ځې، ده به ویل هیڅکله به له خپل خواږه وطنه ونه وځم. څو شپې دمخه مې ولید ښه مایوسه و، ویل یې په دې لټه کې یم چې ځینې اسناد چمتو کړم او خارج ته ځان وباسم. په حیرانی مې ترې علت وپوښت ومې ویل دمخه خو به تا نورو ته نصیحت کاوو چې پردی وطن ته ولاړ نه شی، اوس څه وشول چې پخپله دې دسفر موزې په پښو کړې دی. له اسویلی سره یې راته وویل: اوس مې بیخی امید شلیدلی دی، افغانستان دژوند کولو وړ نه دی. نه یې وینې چې جګړه بیرته د دیرش کاله دمخه بهانو له مخې پیل شوې، هیچیری دسر امن نشته اخیر موږ هم دژوند کولو حق لرو، تر څو به داسې په ویره کې ژوند کوو، سهار چې له کوره راوځم لومړی خو بیرته کورته د سلامت ستنیدو هیله نه لرم، بل مې اولادونو ته سودا وی خدای مه کړه یا به په چاودنه کې برابر شوی وی یا به سړی تښتونکو تښتولی وی. بس چې ماښام یې روغ او ژوندی ووینم شکر ادا کړم، تر څو به داسې نیم ژوانده یو، په دولت کې هم اداری فساد اوج ته رسیدلی دی، د هیواد د وضعیت دښه کیدو هیله ډیره لږه ده. دا ۳۴ کاله کیږی چې افغانان په بیلابیلو نومونو سره ښکیل دی. یو په ځان یو نوم کیږدو او بل بیا په مقابل کې…

Continue Readingراځئ چې افغانستان د ژوند کولو وړ وګرځوو

د شبکې د پروګرامونو څلورم پړاو، په افغانستان کې د بشری حقونو د فعال غورځنګ رامنځته کولو په لور یو ګام

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د پروګرامونو دریم پړاو د ۲۰۱۱ میلادی کال د جنورۍ په میاشت کې پای ته ورسید او دا اداره د خپلو فعالیتونو څلورم پړاو ته ورسیده. له نن څخه اته کاله وړاندې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د هغو افغانی مدنی ټولنو چې د بشری حقونو په برخه کې فعالیت د همغږۍ د مرکز په توګه تاسیس شوه. د طالبانو د رژیم له ماتې او له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۴ میلادی کاله پورې د بشری حقونو مدافعانو او فعالانو ترمنځ د کارنده بحثونو ترسره کیدو د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې د شبکې په نوم د ټولنې د رامنځته کیدو لاره اواره کړه. شبکې د ۲۰۰۴ میلادی کال په اګست میاشت کې د دنمارک د بشری حقونو د انستیتیوت، په تخصصی همکارۍ خپل پروګرامونه پیل کړل. د دنمارک د بشری حقونو انستیتیوت، د بشری حقونو په برخه کې یو له تر ټولو مطرحو تخصصی ادارو څخه شمیرل کیږی، چې دې ادارې له شبکې سره د تشکیلاتو او جوړښتونو، ظرفیت روزنې، د بشری حقونو د ارزښتونو په پیاوړتیا، مدیریت او پلانونه کې هر اړخیزه ملاتړ کړی دی. شبکې، د ۲۵ افغانی مدنی ټولنو په حضورکې، د خپلې ټولنې عمومی مجموعه د کابل په ښار کې ترسره کړه. په دوه لومړیو کلونو کې د شبکې ټول پروګرامونه، کابل ته ځانګړی شوی وو چې په دې موده کې، د مدنی او بشری ټولنو ترمنځ لازمه همغږی رامنځته کړه. د شبکې لومړی ملاتړی د دنمارک شاهی دولت وو. په ۲۰۰۵ میلادی کال کې د « تر ګواښ لاندې خلکو څخه د سویس ملاتړې موسسې » هم له شبکې سره خپلې همکارۍ پیل کړې. دې موسسې، د پروګرام جوړونې او روزنې په برخه کې له شبکې څخه ملاتړ کاوه. د دې ادارې په همکارۍ او دسویس دولت په ملاتړ،…

Continue Readingد شبکې د پروګرامونو څلورم پړاو، په افغانستان کې د بشری حقونو د فعال غورځنګ رامنځته کولو په لور یو ګام

اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصوده د رسنیو عالی شورا ته ولیږل شوه

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې لومړۍ کاری ډلې، چې په مزارشریف ښار کې اطلاعاتو ته د لاس رسی سمپوزیم په پایله کې رامنځته شوې وه، د خپلو پروګرامونو لړۍ بشپړ کړه او اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصوده ېې د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې شبکې، دارالانشا ته وسپارله. اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون لومړۍ مصوده، چې د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده، په اړه ېې د کاری ډلې لخوا د مدنی ټولنې له استازو، روڼ آندو، اکاډمیکو شخصیتونو او په بلخ، هرات، بامیانو، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د دولتی ادارو له استازو سره بحث او خبرې شوی دی. د دغو، غونډو د ګډونوالو لیدلوری ېې راغونډ کړی، او د هغې مهم ټکی ېې ، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په مصوده کې راوستی دی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا، د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ په اوومه، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په اړه دوهم تحلیلی سمپوزیم جوړ کړ، چې په هغې کې د پارلمان څلورو تنو غړو، با ارزښته مقالې ولوستلې. په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون کاری ډلې، د پارلمان د غړو لیدلوری، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په مصوده کې ورزیات کړل. لکه څنګه چې د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې د عامه اطلاعاتو د تامین مسولیت، دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دندو څخه دی، دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دارالانشا، دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له چارواکو سره په دې اړه غونډې جوړې کړې او هغوۍ ته ېې، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مبحث مطرح کړ، چې دا موضوع د هغوۍ د زیاتې لیوالتیا لامل شوه. ددغو کارنده خبرو او بحثونو په پایله کې د ۱۳۹۰ هجری لمریز، کال…

Continue Readingاطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصوده د رسنیو عالی شورا ته ولیږل شوه

دافغانستان د مدنی تولنې له استازو سره د آلمان د فدرالی جمهوریت د ولسمشر لیدنه

د ۲۰۱۱ میلادی کال د اکتوبر په شپاړسمه د آلمان دفدرالی جمهوریت ولسمشر، جلالتمآب کرستیان وولف، د افغانستان د مدنی ټولنې د چترو ټولنو له استازو او د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون له ریسې، سره په کابل کې د فدرالی آلمان د جمهوریت، د سفارت په مقر کې لیدنه وکړه. په دې غونډه کې چې د افغانستان او پاکستان په چارو کې د آلمان ځانګړی استازی میخاییل شتاینر، په کابل کې د آلمان دفدرالی جمهوریت سفیر، او په کابل کې د آلمان د سفارت سلاکار، ښاغلی شعیب اعظم هم حاضرو وو، د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې په استازی توب، د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون ریسه سیما ثمر، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اجرایی همغږی کونکې، محمد نعیم نظری، د افغان ښځو د شبکې ریسې، سمیرا حمیدی، د مدنی ټولنې دمجتمع ریس، عزیز رفیعی او د ANCB ، ټولنې ریس، سید رحیم ستار برخه اخیستې وه. په دې غونډه کې د افغانستان دمدنی ټولنې استازو، دافغانستان د مدنی ټولنې د پرمختګونو او ستونزو، د مشروع او دیموکراتیک نظام په رامنځته کیدوکې دمدنی ټولنې د ونډې، د بشری حقونو دارزښتونو په ترویج او تعمیم کې د مدنی ټولنې اهمیت اوهمداراز په افغانستان کې د ښځو د بشری حقونو وضعیت په اړه ښاغلی وولف او له هغه سره مل پلاوی ته ېې معلومات ورکړل. په دې کتنه کې د مدنی ټولنو استازو، له مدنی ټولنو او نورو دیموکراتیکو جوړښتونو څخه د آلمان دولت له ملاتړ او د بشری حقونو له ارزښتونو څخه د دې هیواد له ملاتړه ستاینه وکړه او د دغو ملاتړونو پر دوام ېې له ولسمشر کریستیان وولف، سره خبرې وکړې. په مقابل کې ، ښاغلی وولف، دافغانستان له خکو او مدنی ټولنې څخه د آلمان د دولت د ملاتړ اراده څرګنده کړه، او ژمنه ېې وکړه چې د…

Continue Readingدافغانستان د مدنی تولنې له استازو سره د آلمان د فدرالی جمهوریت د ولسمشر لیدنه

د عدالت او مصالحې په اړه یو ورځینی کنفرانس

د ۱۳۸۹ کال د لړم په ۹، چې د ۲۰۱۰ کال د نوامبر له ۱۰ سره سمون خوری، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د افغانستان د پرانیستې ټولنې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر او د انتقالی عدالت نړیوال مرکز له لوری، د کابل په ښار کې د مصالحې او عدالت په نوم ، یو ورځینی کنفرانس جوړ شو. په دې پروګرام کې د مدنی اونړیوالو ټولنو، د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه د ولایتی شورا کابو اویا تنو استازو برخه اخسیتې وه. پروګرام د قرانکریم د ځو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی محمد نعیم نظری حاضرینوته د ښه راغلاست ویلو سربیره میلمنو ته، د دې پروګرام د جوړولو د اړتیا او کړندلارې په اړه معلومات ورکړل. له هغې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشی استازی استیفن دمستورا، د سولې د عالی شورا د دارالانشا ریس محمد معصوم ستانکزی، په افغانستان کې د اروپایی اتحادېې مخکینی استازی فرانسس ویندرل، د سیمې د مسایلو څیړونکی او پاکستانی ورځپانه لیکونکی احمدرشید او د ماشام په خیر افغانستان راډیو ریس او د مدنی ټولنې او بشری حقونو د پیغامونو د کمیټې غړی د پروګرام د لومړی برخې ویناوالو په توګه په افغانستان کې د سولې پالنې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته ېې مفصل ځوابونه ووایل. د ویناو په دوهمه برخه کې د بشری حقونو خپلواک کمیسیون ویاند ښاغلی نادر نادری، د سولې د عالی شورا غړی غړی محمد اسماعیل قاسمیار او د افغانستان د ښځو شبکې ریسې سمیرا حمیدی، په خپلو خبرو کې د سولې او عدالت په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل، او د خبرو په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. د کنفرانس بله برخه، څلور ډله ایزو کارونو ته ځانګړی…

Continue Readingد عدالت او مصالحې په اړه یو ورځینی کنفرانس

دنوې کابینې په اړه دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د لیدلوری کنفرانس لنډ راپور

خبریاله: ګل بشره احمدزۍ د هیواد د نوې کابینې د کاندیدانو د پیژندنې په تړاو، دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د ۲۰۰۹ میلادی کال د دسامبر په اته ویشتمه چې د ۱۳۸۸ کال د مرغومی اوومې سره سمون لری، دولت ته د مدنی ټولنو غوښتنو او وړاندیزونو وړاندې کولو په موخه مطبوعاتی کنفرانس جوړ کړې وو. په دغه مطبوعاتی کنفرانس کې د یوشمیر زیاتو ملی او نړیوالو رسنیو اود شبکې غړو ټولنو استازو ګډون کړی وه. د کنفرانس په پیل کې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکې ښاغلی محمد نعیم نظری د رسنیو د شبکې غړو ټولنو په زیاتې کچې ګډون څخه مننه وکړه. او ددغه کنفرانس دجوړیدو موخه یې د مدنی ټولنې ټولنې وړاندیزونو او غوښتنو ته د دولت او ولسی جرګې د بیا پام را اړول دکارنده اود جنسی انډول لرونکې او له بشری حقونو څخه د غړونکو څیرو له شتونه د پاکې کابینې رامنځته کیدل وباله، له بلخوا ددغه کنفرانس د جوړیدو بله موخه د مدنی تولنو له خوا د وړاندیزشویو ټکو په پام کې نه نیول بلل شوی. له هغه وروسته یاده اعلامیه، د سولې ټولنیز او فرهنګی بنسټ مسول او د افغانستان مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اعلامیو غړی ښاغلی خانعلی رادمند له خوا ولوستل شوه. د کنفرانس په پای کې، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د علامیو د کمیټی غړو، هریو، د سولې او عدالت ټولنې رییس ښاغلی جاوید شکیب، د ماښام پخیر افغانستان د راډیو ریس ښاغلی باری سلام او د اړیکو د موسسی ریس، انجینیر یونس اختر د خبریالانو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل. په لاندې ځای کې د اعلامیې پوره متن ولولئ: ----------------------------------------- د نوې کابینې د جوړیدو په اړه دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې اعلامیه د۱۳۸۸ د مرغومی ۷ - د ۲۰۰۹ کال د دسامبر۲۸ کابل…

Continue Readingدنوې کابینې په اړه دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د لیدلوری کنفرانس لنډ راپور