دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ټولنه «نی»، د منتن جایزې ګټونکې اعلان شوه

د «نی»، یا دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې موسسه ، چې د دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې غړې ټولنه ده ، د منتن ( Manthan ) د جایزې ګټونکې وپیژندل شوه. د آسیا د لویدیځو اتوهیوادونو دڅلور سوه آزادو رسنیزو او معلوماتی موسسو ترمنځ په سیالۍ کې، دافغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړې ټولنې یا نې جایزه تر لاسه کړه. دغه جایزه په دیارلس برخو کې هغو موسسو ته چې د ځایی رسنیو د روزنې او پالنې ، چاپیریال ساتنې، مبایل، معلوماتی ټکنالوژۍ په څآنکو او نورو ورته برخو کې ګټور کارونه ترسره کړی وی، ورکول کیږی. په هغه محفل کې چې ګټونکو موسسو او رسنیو ته د ورکړې په موخه د ۲۰۰۹ کال د دسامبر میاشتې په ۱۸ او ۱۹ نیټه د هندوستان د نوی ډهلی په ښار کې، جوړ شوی وه، په دغه سیالۍ کې له ټولو ګډونوالو له ډلې څخه ۴۵ ټولنې وتوانیدې چې د منتن جایزې په بیلابیلو برخو کې لاسته راوړی. د یادولو وړده چې د ځایی رسنیو په برخه کې ۶۵ رسنې او رسنیزې ټولنې کاندیدې وی، چې له هغې ډلې څخه افغانستان، نیپال اوهندوستان دجایزې په ګټلو بریالی شول. د «نی»، موسسه له څلورو کلونو راپه دیخوا، دافغانستان له رسنیو سره ملتیا لری او په ځانګړې توګه د ځایی راډیوګانو د ظرفیت روزنې او پالنې په برخه کې، د پام وړ فعالیتونو ترسره کړی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا، ددغې با ارزښته جایزې ترلاسه کول د «نی» موسسې ریس ښاغلی میرعبدالواحد هاشمی، دهغې موسسې کارکونکو، او دافغانستان د رسنیو په برخه کې ټولو فعالینو ته مبارکی وایی او په دغه برخه کې ورته د لازیاتو بریاو هیله کوی. د « منتن » جایزې په اړه د لازیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دغه ویب سایټ ته مراجعه وکړئ: www.manthanaward.org همداراز د زیاتو معلوماتو په موخه دغې…

Continue Readingدافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ټولنه «نی»، د منتن جایزې ګټونکې اعلان شوه

د شهید اجمل نقشبندی واټ پرانیستل شو

د شهید اجمل نقشبندی واټ نن د افغان ژورنالیستانو د ملی اتحادېې او رسنیو یوشمیر استازو په ګډون رسماْ په کابل کې پرانیستل شو. د ۲۰۱۰ کال دجون په ۲۶ یوشمیر ژورنالیستان، د مدنی ټولنو استازی د شهید اجمل نقشبندی د واټ پرانیستنې لپاره سره را غونډ شوی وو. هغه واټ چې د شهید اجمل نقشبندی په نوم نومول شوې د دهن باغ له څلور لارې څخه پیل او د برکی په څلور لارې کې پای ته رسیږی. ددغه واټ د پرانیستنې په مراسمو کې، د افغانستان د ژورنالیستانو د ملی اتحادېې ریس عبدالحمیدمبارز، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی او د رسنیو دعالی شورا غړی، محمد نعیم نظری، د رسنیو د څار ټولنې ریس، صدیق الله توحیدی، د آوا نما پرودکشن ریس، باری سلام، دکابل ورځپاڼې مسول مدیر فهیم دشتی، د اقتدار ملی ورځپاڼې مدیر مسول، سید علی محمد رضوانی، د شهید اجمل نقشبندی د کورنې یوشمیر غړی او د بیلابیلو رسنیو خبریالان حاضر وو. دا مراسم د افغانستان د ژورنالیستان د ملی اتحادېې د مشر، عبدالحمید مبارز په خبرو پرانیستل شوو. هغه دخپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: « دا واټ شهید اجمل نقشبندی ته د احترام په خاطر د هغه په نوم نومه وو. » هغه له دولته وغوښتل ترڅو د ژورنالیستانو امنیت ته دې جدی پاملرنه وکړی، ځکه د امنیتی حال خرابوالی په نیغه توګه د ژورنالیستانو په کار اغیزه کوی. د رسنیو د څار ټولنې مشر صدیق الله توحیدی هم له رسنیو سره په مرکه کې وویل: « د هرکال په تیریدو سره د ژورنالیستانو امنیت مخ په خرابیدو دی، اویوشمیر په جګړه کې د ښکیلو بیلابیلاو ډلو له خوا وهل ټکول شوی دی ». هغه له دولته وغوښتل ترڅو د ژورنالیستانو امنیت ته دی جدی پاملرنه وکړی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې…

Continue Readingد شهید اجمل نقشبندی واټ پرانیستل شو

دافغانستان اسلامی جمهوری دولت ته د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې، دپرانیستی تحلیلی لیک، دکنفرانس لنډ راپور

خبریاله: فروزان آرزو دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ۱۳۸۸ کال دقوس په نولسمه چې د۲۰۰۹ میلادی کال د دسامبر له لسمې سره سمون خوری، دبشری حقونو نړیوالې اعلامیې دتصویب یوشپیتمې کلیزې په مناسبت چې د دسامبر لسمه ده ، دافغانستان اسلامی جمهوری دولت ته د تحلیلی لیک د خپرولو په موخه درسنیو او مدنی ټولنو په پراخ ګډون سره دکابل په ښارکې یومطبوعاتی کنفرانس جوړکړ. دغه کنفرانس د سهار په نهو بجو، دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې همغږی کونکی له لوری په خبرو سره په رسمی توګه پرانیستل شو. ښاغلی نظری ترهرڅه دمخه دبشری حقونو نړیواله ورځ ټولو ګډونوالو او دبشری حقونو فعالینو ته مبارکی وویله او همداراز د رسنیو اومدنی ټولنو په لویه کچه ګډون څخه ېې مننه وکړه، نوموړی ددغه مطبوعاتی کنفرانس موخه د رسنیو له لارې دافغانستان وګړو اودولت ته دمدنی ټولنو د لیدلورو پراختیا اوخپروول ووبلل. همدا راز ښاغلی نظری ددغه څیړنیز اوتحلیلی لیک د جوړیدو په اړه هم لنډ مالومات ورکړل. وروسته د سهار په خبر افغانستان راډیو ریس اودافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې دعلامیو کمیټې غړی باری سلام، دغه پرانیستی لیک ولوست. دکنفرانس په ورستۍ برخه کې د افغانستان مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې همغږی کونکی محمد نعیم نظری، دسولې او عدالت ټولنې ریس او د شبکې د اعلامیو اوپیغامونو د کمیتی غړی احمد جاوید شکیب ، داړیکو دموسسې ریس او د شبکې د اعلامیو اوپیغامونو کمیټې غړی دخبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. ګډونوالو د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې دغه مثبت عمل یو با ارزښته ابتکار وباله، او همداراز دافغانستان له دولته غواړی ترڅو ددغه بارزښته تحلیلی لیک مهم ټکی په خپلو پروګرامونو کې ځای او پلی کړی.

Continue Readingدافغانستان اسلامی جمهوری دولت ته د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې، دپرانیستی تحلیلی لیک، دکنفرانس لنډ راپور