د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د لسمې عمومې اسمبلې رپوټ؛
د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې لسمه عمومي اسمبله د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۱۷ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۸ سره سمون لري، د شبکې د ۵۰ غړو بنسټونو مسوولانو او له کابل، هلمند، هرات، قندهار، بامیان، بدخشان او هرات ولایتونو څخه د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د دارالانشا د دیرشو غړو په ګډون سره جوړه شوه. په بامیانو ولایت – مرکزي زون کې د شبکې همغږی کونکی اسماعیل ذکی چې د دغه پروګرام چلونکی هم وو، د خپلو خبرو په یوه برخه کې په هیواد کې اوسنیو کړکیچنو حالاتو ته په اشارې وویل، په اوسنیو شرایطو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د لسمې اسمبلې ترسره کیدل د سکرتریت د غړو په ځانکړې توګه د شبکې د اجرايي رییس سید حسین انوش د هڅو پایله ده. ښاغلي ذکي زیاته کړه چې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې اسمبلې او سکرتریت د غړو پراخ ګډون دا هیله مندي راژوندۍ کوي چې د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالان د بشري حقونو ارزښتونو بنسټیزه کیدو لپاره په هر ډول شرایطو آن د امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو سره سره به چمتو وي څو د بشري حقونو ارزښتونو تعمیم او توریج او د هیوادوالو د حقونو ترلاسه کیدو په هدف عدالت غوښتنه او هڅه وکړي.د دې پروګرام په بله برخه کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اجرايي رییس، سید حسین انوش د شبکې د تیرو دوه کلونو د فعالیتونو د راپور ورکولو پرمهال وویل، دا شبکه د بې ساري هڅو په پایله کې وتوانیده چې د یوه مالي کړکیچ له زغملو وروسته بیاځلې په پښو ودریږي او په دې موده کې د دې شبکې د اغیزمنو فعالیتونو له ډلې د افغانستان د هیر شویو اقلیتونو د حقونو د ورکړې په برخه کې هڅه اوعدالت غوښتنه وه. ښاغلي…