د لږکیو د عدالت غوښتنې کمیټې لپاره روزنیز پروګرام

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورۍ په ۷، ۱۱ او ۱۲ چې د ۱۳۹۹ کال د دلوي په ۱۹، ۲۳ او ۲۴ د لږکیو د عدالت غوښتنې کمیټې لپاره د شواهدو په بنسټ د عدالت غوښتنې تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې روزنیز پروګرام کې کابو ۳۰ لږکیو استازو[ ګوجر، پشه يي، نورستاني، تیموري، ایماق، قزلباش، سادات، جوګي، مغل، ترکمن، بلوچ او...] ګډون کړی وو. د دې پروګرام روزونکی ښاغلی شریف الله شرافت چې د مدني ټولنې سابقه لرونکی فعال او د پوهنتون استاد دی. ښاغلي شرافت په معتبرو ملي او نړیوالو سازمانونو کې د عدالت غوښتنې په برخه کې ګډون کړی دی. هغه په لومړۍ ورځ د مدني ټولنې [ د مدني ټولنې او لومړنۍ ټولنې ترمینځ توپیر، د مدني ټولنې د جوړونکو عناصرو، دموکراتیکه ټولنه، د دموکراتیکې ټولنې اجزاو او وګړنیزو حقونو] په اړه معلومات وړاندې کړل. ښاغلي شرافت د دې پروګرام په دویمه ورځ، د عدالت غوښتنې او د هغې د اجزاو اوهمداراز د بشري حقونو په کنوانسینونو او د افغانستان په قوانینو کې د لږکیو د ملاتړ په اړه معلومات وړاندې کړل. د خپرونې په دریمه ورځ د عدالت غوښتنې په بڼې [ د اعلامې په لیکلو، لاریونونو، مدني نافرماني، د څیړنې په ونډې د لاسلیکونو په راغونډولو او ...] خبرې وکړې او اړین معلومات ېې وړاندې کړل. اخوا په دې غونډه کې له لږکیو سره د همغږې په چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار ښاغلي صاحب نظر سنګین هم ګډون کړی وو او په دې غونډه کې د لږکیو د وضعیت او د دغو ډلو لپاره د عدالت غوښتنې په اړه خبرې وکړې. د خپرونې وروستۍ برخه آزاد بحث وو چې د وړاندیزونو، نیوکو او حل لارو وړاندې کول وو. همداراز د شبکې لخوا هغو کسانو ته ستاېن لیکونه هم ورکول شول چې د پروګرام…

Continue Readingد لږکیو د عدالت غوښتنې کمیټې لپاره روزنیز پروګرام

«راځې چې ملت جوړونه له لږکیو پیل کړو»

د لږکیو د عدالت غوښتنې کمیټې، د اقلیتونو د ټولنیز پېوستون او هوساینې په چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام ستر سلاکار  سره لیدنه وکړه. دا غونډه د سه شبنې په ورځ د ۱۳۹۹ د سلواغې میاشتې ۲۷ چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د فیبرورۍ له ۱۶ سره برابره ده د ښاغلي صاحب نظر سنګین په دفتر کې جوړه شوه چې ښځو او نارینه ګانو په ګډون د قومي او مذهبي ډلو کابو دیرشو استازو ګډون کړی وو.د دې غونډې په پیل کې د مدني ټولنې اوبشري حقونو د شبکې د عدالت غوښتنې برخې مسوول ښاغلي جواد دروازیان، د لږکیو د عدالت غوښتنې د کمیټې او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د دې ډلې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل: دا کمیټه تر ډیره د قومي، مذهبي او ژبني تبعیض لمینځه  وړو او همداراز د هیواد په راتلونکي برخلیک لکه د سولې بهیر په څیر پړاونو کې د لږکیو د شاملولو په برخه کې فعالیت کوي. ښاغلي دروازیان زیاته کړه: په خواشینۍ سره چې یوشمیر تبعیضي طرزالعملونه او قوانین شته چې بیاکتنې ته اړتیا لري. له بل لوري نه یواځې دا چې تبعیض په قوانینو بلکې په عمل کې هم د پراختیا په حال کې دی.د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د عدالت غوښتنې برخې مسوول همداراز وویل چې ولسمشرې ماڼې د ۲۰۱۷ میلادي کال د دیسمبر په دریمه په یو کنفرانس کې وویل: «.. عدلې وزارت ته هدایت ورکوو چې د تبعیض د لمینځه  وړو په برخه کې د اساسي قانون په بنسټ سراسري اقدامات دی ترسره شي او د لازمه قوانینو یوه مقرره دې تدوین شي.» د دې فرمان له مخې قانون تسوید شو جو تر اوسه ېې په اړه هیڅ معلومات نشته، دا په داسې حال کې ده چې داشان قوانینو ته جدي اړتیا لیدل کیږي. هغه زیاته کړه همداراز لږکي…

Continue Reading«راځې چې ملت جوړونه له لږکیو پیل کړو»

د جګړو په لړ کې له بدخشانه، د سولې غږ

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې او د بشري حقونو او تاوتریخوالیو د لمنځه وړو موسسې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر په نولسمه د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار کې، «د افغانستان د سولې په بهیر کې د زیانمنونکو لږکیو پراخ حضور» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس جوړ کړ.  په دې کنفرانس کې اتیا تنو چې دولتي چارواکي، د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان، د قرغز، واخي، ګجر، بلوڅو، نورستاني او ساداتو قومي مشرانو او سپینږیرو ګډون کړی وو. د یادونې وړ ده چې د یوشمیر دولتي او غیر دولتي  پوهنتونونو استادانو او محصلانو هم په دې کنفرانس کې ګډون کړی وو.  د بدخشان د والي مرستیال اختر محمد خیرزاده، د بدخشان ولایت د بشري حقونو د کمیسیون مشره آغلې عارفه نوید، د ولایتي شورا غړی ښاغلی محمد ذاکر آرین، د برنا پوهنتون رییس ښاغلی آدینه محمد امیني، د بدخشان د پوهنتون استاد ښاغلی سیاس نوري، د بدخشان د پوهنتون استاد ښاغلی صفي الله ظریفي او آغلې برګ ګل خلیلي د بدخشان پوهنتون استاده د دې غونډې ویناوال وو.  د خپرونې په پیل کې د بشري حقونو او تاوتریخوالیو د لمنځه وړو موسسې څیړونکي ښاغلي علي پیام نادري، د «د افغانستان د سولې په بهیر کې د زیانمنونکو لږکیو پراخ حضور» ترعنوان لاندې د څیړنې موندنې بیان کړې.  د دې خپرونې نورې برخې چې خبري کنفرانس ته ځانګړې شوې وې، د بدخشان ولایت د مدني ټولنې مرستیاله آغلې ستورۍ یزدان پرست، د بلوڅ د قوم یو تن منتقد ښاغلی عبدالرحمان محمودي، د واخان د قرغزیانو د شورا مشر ښاغلی سلطان محمد، د بدخشان د کوچیانو د همغږې مدیر ښاغلی زاهد، او په بدخشان ولایت کې د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی سیدجوان دروازیان، د دغه  کنفرانس د پنل ویناوال وو.  د کنفرانس په پیل کې، د افغانستان…

Continue Readingد جګړو په لړ کې له بدخشانه، د سولې غږ