د نا امنۍ او کرونا خپریدل؛ خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅه کوي

مدني ټولنه او د بشري حقونو شبکه په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د نا امنیو ډیریدو، ډیر وګړي کډه کیدو ته اړ کړي دي.دا ستونزې او امنیتي ناخوالې په داسې حال کې رامینځته کیږي چې یوشمیر هیوادوال د جګړو له اوره په امان کې پاتې کیدو لپاره د کرونا ناروغۍ د خپریدو د ستونزې ترڅنګ د کمو روغتیايي امکانو سره د ژوندي پاتې کیدو هڅه کوي.په داسې حال کې چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې یوشمیر ولایتي همغږي کونکي د امنیتي ستونزو له کبله د اوسیدو له ځایه وتو ته اړ شوي دي، یوشمیرنورو په دې راپور کې د دولت لخوا د مرستو پر بهیر د بد امنیتي وضعیت د اغیزې او د هیواد په بیلابیلو برخو کې د روغتیايي امکاناتو کموالی په لاندې ډول بیان کړی دی.پکتیاله پکتیا ولایته د رارسیدلو راپوټونو پر بنسټ د نا امنیو ډیروالی نه یواځې په دې ولایت کې د خلکو د بیځایه کیدو لامل شوی بلکې یوشمیر کورنۍ چې د ملي دستارخوان د مرستو په شرایطو برابر وو هم له مرستو بې برخې کړي دي په پکتیا ولایت کې د ملي دستارخوان ولایتي مسوول شکور کامران وايي چې جنګو او نا امنیو په دې وروستیو کې یوشمیر کورنۍ په دې ولایت کې کډه کیدو ته اړ کړې دي؛ په همدې دلیل یوشمیر د مرستو په شرایطو برابر کسان چې د بیځایه شویو په ډله کې دي، د مرستو د ویش پرمهال حاضر نه وو. هغه زیاتوي چې په پام کې لري چې د بیځآیه شویو اړمنو کورنیو برخه به یوشمیر هغو کورنیو ته چې په شرایطو برابرې دي خو د بیلابیلو دلایلو له کبله نومونه په نوملړ کې ندي لیکل شوي وویشل شي. د ښاغلي کامران په وینا د ګردیز ښار له شا اوخوا کابو اتلس زره اړمنې کورنۍ د مرستو له نوملړه پاتې…

Continue Readingد نا امنۍ او کرونا خپریدل؛ خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅه کوي

په هیواد کې د کرونا په وړاندې د مبارزې لیکه، لا هم سمبال نده

مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه په افغانستان کې د کرونا د ویروس د دریم پړاو په خپریدو سره همهاله د کرونا له امله د مړو او په دې ویروس د اخته کیدو شمیر هم لوړ شوی دی. د دغه ویروس په اړه اندیښنې هغه مهال ډیریږي چې د روغتیايي تجهیزاتو د کموالي خبره کیږي. د افغانستان له بیلابیلو سیمو رارسیدلي راپورونه څرګندوي چې په هیواد کې له کرونا سره د مبارزې لپاره تر اوسه هم کافي اندازه امکانات نشته او دا چاره په ځینو مواردو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د مړینې لامل هم کیږي.د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکي په یو لنډ راپور کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو د وضعیت او کرونا واکسین د تطبیق د څرنګوالي په اړه معلومات راکړي چې پکې په دغو مرکزونو کې د تجهیزاتو په کموالي تمرکز شوی دی.لغمانپه لغمان ولایت کې د شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ د لغمان ولایت په کوید -۱۹ روغتون کې د امکاناتو د نشتوالي په اړه د ناروغانو او روغتیايي کارکونکو لخوا شکایتونه مطرح شوي دي، له هغې ډلې دا چې د پنځوسو ناروغانو لپاره یواځې شل بسترونه موجود دي د اکسیجن د کموالي ستونزه هم مطرح کیږي.  په لغمان ولایت کې یوه بله ستونزه د لابراتوار نشتوالی دی. دا چاره د دې لامل کیږي چې د کرونا ناروغۍ د تشخیص بهیر په پڅه ترسره شي. ویل کیږي چې یوشمیر په کرونا ویروس اخته کسانو په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د هغوۍ د آزمایښت سمپل لابراتوار ته ندی استول شوی.لوگردا ولایت هم د نورو ولایتونو په څیر د کرونا ویروس د دریم پړاو له خپریدو سره مبارزه کوي. په لوګر ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر د هرې ورځې په تیریدو مخ په ډیریدو دی…

Continue Readingپه هیواد کې د کرونا په وړاندې د مبارزې لیکه، لا هم سمبال نده

له کرونا سره د دولت د مبارزې څرنګوالی؛ امنیتي ګواښونه او د روغتیايي امکاناتو کموالی اندیښمنونکی دی.

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه په ټول هیواد کې د ملي دستارخوان د پروګرام د عملي کیدو له پیله، امنیتي ګواښونه د دې پروګرام د تطبیق په وړاندې یوه ستونزه بلل کیده. دا ګواښونه په څو ولایتونو کې د مرستو د ویش د بهیر د بندیدو لامل شوی دی چې له امله ېې ډیرو کورنیو د دولت مرستندویه بستو ته لاسرسی پیدا نشو کړای. اخوا د کرونا ناروغیو دپیښو ډیریدو سره همهاله د کرونا ناروغانو لپاره د روغتیايي امکاناتو کموالی بله ستونزه ده چې له کرونا سره د دولت د مبارزې په وړاندې ستونزه رامینځته کړې ده لکه څرنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، امنیتي ګواښونو تر اوسه په ډیرو سیمو کې د ملي دستارخوان د پروګرام د عملي کیدو مخنیوی کړی خو په یو وروستي مورد کې دا ستونزه تر پخوا جدي شوې ده. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې څیړنې ښيي چې په دې وروستیو کې په لوګر ولایت کې د ملي دستارخوان د مرستو دوه تنه ویشونکي د طالبانو لخوا برمټه شوي دي. په لوګر ولایت کې د ملي دستارخوان مسوول ظفرخان وايي چې دا دوه تنه په خوشي ولایت کې د مرستو د ویش پرمهال تښتول شوي دي. هغه وايي چې د ملي دستارخوان پروګرام اوسمهال په دې ولایت کې ځنډول شوی دی. همداراز دا پروګرام په یوشمیر نورو ولایتونو لکه هلمند، ننګرهار او جوزجان کې د امنیتي ستونزو او بودیجې د کموالي له امله ځنډول شوی دی. څرنګه چې یادونه وشوه، د روغتیايي امکاناتو کموالی بله ستونزه ده چې د کرونا د مثبتو پیښو سره همهاله رامینځته شوې ده.د دې لیکنې په دوام چې څه لولئ په څو ولایتونو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د همغږي کونکو لخوا په تیرو څو ورځو کې د روغتونونو د وضعیت او واکسین د تطبیق په بهیر د څارنې څرنګوالی دی.پکتیاپه پکتیا ولایت…

Continue Readingله کرونا سره د دولت د مبارزې څرنګوالی؛ امنیتي ګواښونه او د روغتیايي امکاناتو کموالی اندیښمنونکی دی.

د هیلو او ناهیلېو ترکیب؛ د دولت د روغتیايي خدمتونو او مرستندویه پروګرامونو پر عملي کېدو د امنیتي ګواښونو او خلکو د پوهاوي اغیزې

د کرونا پرمهال د دولت روغتیايي خدمات او مرستندویه پروکرامونه له پیله تر اوسه له هسکو او ټیټو سره مخامخ وو. په هیواد کې د کرونا واکسین د بهیر له پیله راهیسې په هیواد کې یوه ستونزه چې تل د دې بهیر په وړاندې موجوده وه په بیلابیلو ولایتونو کې د دغه واکسین له اخیستو د خلکو ډډه کول دي چې د واکسین په اړه د لازم پوهاوي نشتون او د واکسین د زیانونو په اړه د شایعاتو له امله بلل کیږي. که څه هم چې په ځینو ولایتونو کې تر اوسه په دې اړه مثبت بدلون ندی راغلی، خو په تیرو دوه اونیو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اطلاعات ښيي چې د تیر په پرتله د واکسین په اړه د خلکو په لیدلوري کې نسبي بدلون رامینځته شوی دی چې د واکسین متقاضیان هم ډیر شوي دي، که څه هم چې د ملي دستارخوان پروګرام په وړاندې تر اوسه هم په ځینو ولایتونو کې امنیتي ستونزې خنډ بلل کیږي. هغه څه چې د دې لیکنې په دوام لولۍ په تیرو دوه اونیو کې په څو ولایتونو کې د دولت د روغتیايي خدمتونو او مرستندویه پروګرامونو د عملي کیدو څرنګوالي په اړه د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې ترلاسه شوي معلومات دي.پکتیاکه څه هم چې په دې ولایت کې د ملي دستارخوان پروګرام بهیر د طالبانو لخوا له ګواښ وروسته وځنډول شو، خو په تیرودوه اونیوکې رارسیدلي راپورونه څرګندوي چې د کرونا ناروغۍ د دیمې څپې په اړه د اندیښنو په ډیریدو او د وضعیت په جدي کیدو سره، د کرونا واکسین ترلاسه کولو ته د خلکو پاملرنه ډیره شوې ه. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي د راپور پر بنسټ لسګونه تنه چې ډیری لوړ عمر لرونکي کسان وو، د روغتیايي خدماتو ترلاسه کولو لپاره له لیرو پرتو…

Continue Readingد هیلو او ناهیلېو ترکیب؛ د دولت د روغتیايي خدمتونو او مرستندویه پروګرامونو پر عملي کېدو د امنیتي ګواښونو او خلکو د پوهاوي اغیزې

له ګرونا د تېښتې د لارې نشتون اوناوړه روغتیايي شرایط؛ روغتیايي مواردو ته د خلکو بې پامي او د درملنې د امکاناتو کموالی د اندیښنې وړ دی

د کرونا ویروس له خطره د تېښتې نشتوالي سربیره د کرونا له امله د خلکو د مړینې د کچه هم ډیره شوې او هیوادوال د افغانستان په ځینو برخو کې اوس هم د کرونا مخنیوي روغتیايي ټکو ته پاملرنه نکوي. په مختلفو ولایتونو کې د واکسین د تطبیق له مرکزونو د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د څارنې پایله څرګندوي چې د واکسین د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې لوړیدو او د واکسین ترلاسه کونکو د شمیر ډیریدو سربیره د هیواد په ځینو سیمو کې روغتیايي مرکزونو ته د خلکو ورتګ پرمهال روغتیايي موارد په پام کې نه نیول کیږي او دې موضوع د کرونا ویرش د مبتلایانو د شمیر د ډیریدو اندیښنه راپورته کړې ده. په هرات ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي د راپور پربنسټ د دې ولایت په ډیرو خصوصي او دولتي روغتونونو کې روغتیايي ټکي په پآم کې نه نیول کیږي او دا په داسې حال کې ده چې په روغتونونو کې د کرونا ویرس د خپریدو احتمال ډیر دی.  د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی د هرات ولایت پر یوشمیر روغتونونو د څارنې په اړه وايي: «د  هرات ولایت کوید-۱۹ روغتون پر سر څارنه ستونزمنه ده، خو له دغه روغتونه د مشاهداتو پر بنسټ د مراجعه کونکو د شمیر ډیروالی، د دغو مراجعه کونکو لپاره د مناسبې فضا نشتوالی او د ټولنیز واټڼ د نه مراعات کولو چاره له هغو مواردو دي چې څرګندوي صحي موارد د یوشمیر کسانو لخوا په پام کې نه نیول کیږي. د مثال په ډول د هرات ولایت د حوزوي روغتون د ننوتو په دروازه کې د لاسونو د مینځلو لپاره اوبه او صابون ایښودل شوي دي خو کله چې ډیر شمیر کسان روغتون ته ننوځي اړ کیږي چې یو د بل ترڅنګ تم…

Continue Readingله ګرونا د تېښتې د لارې نشتون اوناوړه روغتیايي شرایط؛ روغتیايي مواردو ته د خلکو بې پامي او د درملنې د امکاناتو کموالی د اندیښنې وړ دی

د کرونا پرمهال د دولت د مرستو د پروګرامونو ناڅرګند برخلیک؛ ګواښونو او اورلګیدنې په یو وخت کې اړمنو ته ستونزې راپیدا کړي دي.

د ولسي مرستو له پیله له هغې ډلې د ملي دستارخوان پروګرام په چوکاټ کې د مرستوبهیر له ډیرو هسکو او ټیټو سره مخامخ شوی دی. د مختلفو کسانو لخوا له هغې ډلې په مرکز او ولایتونو کې دولتي چارواکو د مرستو له بودیجې ناوړه ګټه اخیستې، د مرستو د شرایطو نه لرونکو کورنیو ته د مرستو ویش، د طالبانو لخوا د تسهیل کونکو ګواښل او د دې ډلې لخوا د مرستو د بستو تښتول له هغو مواردو دي چې تر اوسه د مرستو د ویشل د څرنګوالي په اړه راپور ورکول شوی دی.سربیره پر دې د روغتیايي خدماتو په برخه کې یو وروستۍ پیښه چې درې اونې وړاندې رامینځته شوه د غور ولایت د کوید-۱۹ روغتون سوځیدل دي چې لامل ېې د ګازو د ډبې چاودل بلل شوي دي. مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې ته په روغتیايي خدماتو او د کرونا پرمهال د دولت د مرستو د پروګرامونو پر بهیر د یو څارونکي بنسټ په توګه د رسیدلو راپورونو له مخې په دې اورلګیدنه کې د روغتون اداري برخه او زیرمه تون په بشپړه توګه سوځیدلي دي، خو د آزمایښت او ناروغانو برخې ته هیڅ زیان ندی رسیدلی. ویل کیږي چې په دې روغتون کې له اورلګیدنې سره د مبارزې اړین توکي او امکانات موجود نه وو.له دې پیښې لنډه موده وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څارونکې ادارې په څو ولایتونو کې د کرونا له بودیجې د ناوړه ګټې اخیستو خبر ورکړ. د ۸ صبح ورځپاڼې د دغې ادارې د مشرې غزال حارص له قوله لیکلي چې د کرونا بودیجه په ولایتونو کې له پراخ فساد او تالا کیدو سره مخامخ ده او روغتیايي تجهیزات او اړین توکي د بازار له نرخه سلګونه میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پیرل شوي دي. دې ادارې له شپاړسو ولایتونو ۲۲۳ تنه حکومتي مسوولان او ۹ حکومتي چارواکي له…

Continue Readingد کرونا پرمهال د دولت د مرستو د پروګرامونو ناڅرګند برخلیک؛ ګواښونو او اورلګیدنې په یو وخت کې اړمنو ته ستونزې راپیدا کړي دي.

موږ تور نه لګوو، د اصلاح لپاره هڅه کوو

د وري په ۳۰ د دوشنبې په ورځ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۸ صبح ورځپاڼې په ۳۵۸۴ ګڼې کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د راپور په غبرګون کې یو ځوابیه لیکنه خپره کړه. دا راپور چې د ۸ صبح په ورځپاڼه کې د شبکې د دوه اونیز راپور د لړۍ په دوام خپور شوی؛ موضوع ېې په بیلابیلو ولایتونو کې د ملي دستارخوان د پروګرام په تطبیق کې شته ستونزې وې. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه د ملي مدني بنسټ په توګه، د قانون پر بنسټ چې ولسمشر او د هغه لومړي مرستیال هم د ملي دستارخوان د پروګرام په پیل کې پرې ټینګار وکړـ د دې پروګرام د څارنې صلاحیت لري له همدې امله په دې راپور کې د ملي دستارخوان پروګرام د مرستو په ویش کې د روڼتیا نشتوالي مواردو ته اشاره شوې ده.هغه څه چې مهم دي او باید ورته اشاره وشي دادي چې، مدني ټولنې د مجرم د پیژندلو لپاره خپلې څیړنې نه ترسره کوي، بلکې د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې د دولت او خلکو ترمینځ د پله په حیث عمل کوي؛ له همدې امله هغه څه چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په راپور کې راغلي دي یواځې د خلکو د شکایتونو څرګندول او له خپرولو ېې موخه له مسوولانو سره ددغو ستونزو شریکول دي څو ورته د حل لاره پیدا شي. له دې امله شبکې د یاد اصلاحي اقدام په ترسره کولو سره، په دې بهیر کې د دخیلو بنسټونو په څیر د دغه پروګرام په عملي کیدو کې د روڼتیا غوښتنه کوي او په هیڅ وجه د شبکې هدف دا ندی چې په مسوولو ادارو تور پورې کړي یا ېې له پروګرامونو سره مخالفت وکړي.څرنګه چې وړاندې هم ورته اشاره وشوه، چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه خپل…

Continue Readingموږ تور نه لګوو، د اصلاح لپاره هڅه کوو

جغرافیايي سرحدونه او بې پولې شایعات؛ هغه عوامل چې د کرونا د لاخپریدو د اندیښنو لامل شوي دي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو له پیله د نورو هیوادونو په شان د کرونا ویروس د خپریدو او د مثبتو پیښو ډیریدو په اړه اندیښنې موجودې وې. یو عامل چې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه د اندیښنه ډیره کړې د ایران په څیر هیوادونو سره د ګډې پولې لرل دي چې پکې د کرونا ویروس مثبتې پیښې او له دې امله تلفات په لوړه کچه کې دي. بله موضوع د کرونا واکسین د جانبي عوارضو په اړه د شایعاتو خپریدل دي چې په ډیرو ولایتونو کې خلکو د کرونا واکسین د اخیستو څخه ډډه کړې ده.دا اندیښنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې په هرات ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکي د راپور په بنسټ چې د هرات ولایت د عامې روغتیا د سرویلانس د برخې مسوول ډاکټر احمد امیرنژاد له قوله ویلي چې هره ورځ له دوه تر درې زرو افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستنیږي.څرنګه چې په پیل کې هم ورته اشاره وشوه چې بله موضوع چې په هیواد کې د کرونا ویروس د پیښو د ډیریدو په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي د کرونا واکسین په اړه ناوړه شایعات دي چې د هغې ترڅنګ د واکسین په اړه د خکو کم معلومات د دې لامل کیږي چې ډیر شمیر کسان د واکسین له اخیستو ډډه وکړي. په یوشمیر ولایتونو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږو کونکو راپورونه د کرونا واکسین د عملي کیدو د څرنګوالي ښودنه کوي.بامیاند دې ولایت په سیغان او کهمرد ولسوالیو کې یوشمیر کسان د واکسین ترلاسه کولو ته ندي حاضر شوي او د هغې لامل ېې روژه  لرل بللې دي. په یوشمیر مواردو کې ځینو شوراګانو له هغې ډلې د سوماره پراختیايي شورا واکسیناتورانو ته د واکسین د تطبیق اجازه نده ورکړې او ادعا ېې…

Continue Readingجغرافیايي سرحدونه او بې پولې شایعات؛ هغه عوامل چې د کرونا د لاخپریدو د اندیښنو لامل شوي دي

ناڅرګند ویروس او د واکسین د عملي کیدو بهیر: روغتیايي مسولانو د پوهاوي ورکولو په برخه کې د مدني ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې.

 خلکو سره د دولت د مرستو د پروګرام له پیله، دا پروګرامونه له ډیرو ستونزو له هغې ډلې امنیتي ګواښونو، د روڼتیا نشتوالي او د بودیجې په ځنډ رسیدو سره مخامخ وو، خو د کرونا د واکسین د پلي کیدو په برخه کې هغه څه چې د کرونا واکسین د پلي کیدو په وړاندې متفاوت خنډ بلل کیږي دې واکسین په اړه د یوشمیر هیوادوالو منفي لیدلوری دی چې د دغه واکسین د نه عملي کیدو لامل شوی دی. په هرات ولایت کې د واکسین د تطبیق مرکز مسوولانو د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې له همغږي کونکي سره په مرکه کې ویلي چې یوشمیر هیوادوال اوس هم د ټیټانوس او پولیو واکسینونو له عملي کیدو سره مخالفت کوي او تر اوسه د دغو واکسینونو د عملي کیدو په وړاندې قانوني خنډونه لیرې شوي ندي چې دا وضعیت د کرونا واکسین په عملي کیدو هم اغیزه کړې ده. دغو مسوولانو له مدني ټولنې غوښتي دي چې خلکو ته د اړینو واکسینونو له هغې ډلې د کرونا واکسین د ترلاسه کولو په اړه د پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکو په یوشمیر ولایتونو له هغې ډلې په هرات ولایت کې د کرونا واکسین د عملي کیدو په بهیر د څارنې پرمهال یوشمیر ستونزې په ګوته کړي چې په لاندې ډول دي: هراتد ۲۸ زره او ۸۸۰ ډوز واکسین څخه چې هرات ولایت ته ځانګړی شوی وو، ۸۰ زره ډوزه نظامیانو او پاتې روغتیايي کارکونکو، ښونکو او خبریالانو ته ځانګړی شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت د مسوولانو په وینا یاد شمیر ځانګړی شوی واکسین د هرات ولایت ټولو وګړو ته کفایت نکوي او تر دې ډیر شمیر واکسین ته اړتیا شته. همداراز د دې ولایت مسوولان زیاتوي چې خلک د کرونا واکسین په اړه…

Continue Readingناڅرګند ویروس او د واکسین د عملي کیدو بهیر: روغتیايي مسولانو د پوهاوي ورکولو په برخه کې د مدني ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د ملي دستارخوان او کرونا واکسین عملي کیدو ته لنډه کتنه؛ په تیرو دوه اونیو کې څه تیر شول؟

د روان کال د کب میاشتې په لومړیو کې د هند هیواد لخوا د مرسته شویو واکسینونو د عملي کیدو د بهیر له پیله وروسته، بیلابیلې ډلې لکه امنیتي او روغتیايي کارکونکي، خبریالان او ښونکي په مختلفو ولایتونو کې دې بهیر کې شامل شول. خو دا بهیر په ځینو ولایتونو کې له ستونزو سره مل وو چې اندیښنې هم راپارولي دي.  په یوه ولایت کې یواځې اووه ښونکو ته د کرونا واکسین لګول شوی دی او پاتې ښونکي، مدیران او د ښونځیو کارکونکي د ناوړه تبلیغاتو له امله د کرونا واکسین اخیستو ته حاضر شوي ندي. د ملي دستارخوان د عملي کیدو پروګرام هم په ځینو ولایتونو کې له ستونزو سره مخامخ وو او خلکو د دغو مرستو له ویشه رضایت نه درلود. طالبانو په یوشمیر ولایتونو لکه پکتیا او تخار کې اجازه ورنکړه چې دا مرستې اړمنو ته ورسیږي. په ځینو نورو ولایتونو کې زورواکي د دغو مرستو د ځنډیدو لامل شوي او له خپل زوره په ګټې اخیستو ېې مرستې ترلاسه کړي دي. د واکسین د عملي کیدو بهیر د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکو له مختلفو ولایتونو په راپور کې لیکلي چې د واکسین د لګول کیدو بهیر پیل شوی او د دغه بهیر په ښه توګه عملي کیدو په موخه د روغتیايي مسوولانو د یولړ اقداماتو خبر ورکوي چې له هغې ډلې به څو مثالونه هم ذکر کړو. پکتیا له پکتیا ولایته راپورونه وايي چې له هنده وارد شوي واکسین څخه ۱۲ زره او ۳۷۰ ډوزه ېې دغه ولایت ته ترسیدلی دی. ټاکل شوې په لومړي سر کې دا واکسین روغتیايي کارکونکو او وروسته امنیتي ځواکونو ته ولګول شي. د یاد ولایت د روغتیايي مسوولانو په وینا د ورځې په منځنۍ توګه تر دوه سوه روغتیايي کارکونکي واکسین کیږي. لغمان پنځه زره او ۳۰۰ سوه ډوزه واکسین لغمان ولایت ته ځانګړی…

Continue Readingد ملي دستارخوان او کرونا واکسین عملي کیدو ته لنډه کتنه؛ په تیرو دوه اونیو کې څه تیر شول؟