تر اوسه هم حق حقدار ته نه رسیږي

په تیرو دوه اونیو کې د ملي دستارخوان پروګرام او کرونا واکسین عملي کیدو ته لنډه کتنهد ملي دستارخوان اړوند پروګام د مرستو د ویش بهیر له پیله د څو میاشتو په تیریدو تر اوسه هم په ځینو ولایتونو او سیمو کې د دې پروګرام روڼتیا د تایید وړ نده او د هیواد په مختلفو سیمو کې یوشمیر خلک د دغه بهیر د روڼتیا په اړه شکایت لري. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په مختلفو ولایتونو کې پر دې پروګرام د څارنې پرمهال ځینې موارد پیدا کړي دي چې د دې بهیر روڼتیا او عادلانه والی تر پوښتنې لاندې راولي؛ لکه داړمنو کورنیو پرځای د شورا د رییس خپلوانو ته مرستو ویش او په بامیانو ولایت کې د مرستو د بستو نا تکمیل والی.په بامیانو ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی وايي چې تر اوسه د ورس ولسوالۍ په ۷۸ شوراګانو کې ۲۴ زره او ۳۷۰ تنو ته مرسته شوي توکي ویشل شوي دي او دا بهیر دوام لري. هغه زیاتوي «د څو شوراګانو غړي له هغې ډلې د «قول جوی چجین»، «سفید اوبه چجین»، «قوم بیل‌داد»،  «تگاب غار» وڅو نورې شوراګانې د موادو د ویش په اړه شکایتونه لري.» دخلکو د ویناو پر بنسټ د سفید اوبه په شورا کې د شورا رییس چې دوه کورنۍ دي شپږ کارتونه ېې ترلاسه کړي دي، دا په داسې حال کې ده چې پنځه بې وزله کورنۍ په نوملړ کې ندي راوستل شوي. اخوا د قول جوی چجین په شورا کې د پنځو مرسته شویو موادو له ډلې چې وړه، غوړي، وریجې، لوبیا او صابون دي، دوه قلمه ېې(صابون او لوبیا)  هیڅ ویشل شوي ندي. دا راپور وايي د قوم بیل داد په شورا کې چې له اتیا کورنیو جوړه شوې ده، تر ډیره خوراکي توکي د شورا د رییس خپلوانو ته ویشل…

Continue Readingتر اوسه هم حق حقدار ته نه رسیږي

د کورونا په جریان کې د حکومتي مرستو برنامو مبهم برخلیک؛ په ور ته وخت کې اړمنوخلکو د ګواښونه او اور سره مخامخ کیدل

د ولسي مرستو د بهیر له هغې ډلې د ملي دستارخوان په چوکاټ کې د مرستو بهیر له ډیرو هسکو او ټیټو سره مخامخ دی.  د مرستو له بودیجې د مختلفو کسانو له هغې ډلې په مرکز او ولایتونو کې د دولتي چارواکو لخوا ناوړه ګټه اخیستل، د مرستو په شرایطو نه برابرو کسانو ته مرسته ورکول، د طالبانو له لوري د تسهیل کونکو ګواښل او همداراز د دې ډلې لخوا د مرستو د بستو تښتول له هغو مواردو دي چې تر اوسه د مرستو د ویش په برخه کې راپور ورکول شوی دی. سربیره پر دې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په یو وروستي مورد کې کابو درې اونې وړاندې د غور په ولایت کې د کویدـ۱۹ روغتون د اور په لمبو کې وسوځیده چې لامل ېې د ګازو د ډبې چاودنه بلل شوی دی. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه چې د کرونا د وبا پرمهال د دولت د روغتیايي خدمتونو د څارونکي بنسټ په توګه فعالیت کوي دې بنسټ ته د رسیدلو راپورونو په بنسټ په دې اورلګیدنه کې د دغه روغتون زیرمتونونه او اداري برخې په بشپړه توګه سوځیدلي دي خو د آزمایښت خونو او ناروغانو برخې ته هیڅ زیان ندی رسیدلی. ویل کیږي چې په دې روغتون کې د اور د پراختیا د مخنیوي امکانات هم موجود نه وو. له دې  پیښې لنده موده وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت څیړونکي ادارې په څو ولایتونو کې د کرونا له مرستو د ناوړه ګټې اخیستو خبر ورکړ. هشت صبح ورځپاڼې د دغې ادارې د مشرې غزال حارس له قوله راپور ورکړی چې د کرونا بودیجه په ولایتونو کې د پراخ فساد او تالاکیدو سره مخامخ شوې ده او روغتیايي تجهیزات او نور د اړتیا وړ توکي د بازار له نرخه سلګونه میلیونه ډالره لوړ پیرل شوي دي. دې ادارې  له شپاړسو ولایتونو…

Continue Readingد کورونا په جریان کې د حکومتي مرستو برنامو مبهم برخلیک؛ په ور ته وخت کې اړمنوخلکو د ګواښونه او اور سره مخامخ کیدل

د دولت پراخ دستارخوان ته د ملت نه لاسرسی؛ یوشمیر اړمن د ملي دستارخوان په څنډه د کیناستو ځای نلري.

په هیواد کې اړمنو ته د «ملي دستارخوان» د پروګرام د لومړي پړاو مرستو له ویش سره هم مهاله، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په افغانستان کې د مدني ټولنو د چتر بنسټ په توګه، د دغه پروګرام په عملي کیدو د څارنې په موخه  یو پروګرام طرحه کړی دی. د دغې طرحې له مخې د مرستو د ویش د بهیر روڼتیا، د کابل په ګډون په شپاړسو ولایتونو کې مرستو ته د خلکو د لاسرسي څرنګوالی څارل کیږي. د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې د همغږي کونکو د راپورونو په بنسټ په دغو ۱۶ ولایتونو کې دیرشمیر کورنیو ته مرستې ندي ورسیدلي.  دا په داسې حال کې ده چې د ملي دستارخوان د مرستو د ویش او د دغه پروګرام له پیل سره هم مهاله، د [ ۸ صبح ورځپاڼې] د مسوولانو له قوله خبر ورکړی وو چې ټاکل شوې وه دا مرستې د پروګرام له پیله درې میاشتې وروسته په ټول هیواد کې اړمنو کورنیو ته ورسول شي. د دغه راپور له مخکې د دې طرحې په عملي کیدو کې د ځنډ لامل، امنیتي ستونزې، د یوشمیر ولایتونو لیرې والی او د اړمنو کسانو د نوملړ نه بشپړیدل بلل شوي  دي. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکي هڅه کوي چې د رسمي او غیر رسمي لارو څخه د ملي دستارخوان د مرستو د ویش په اړه اطلاعات ترلاسه کړي، د دې بهیر د روڼتیا څخه ډاډ ترلاسه کړي او په دې بهیر کې د هر ډول فساد او سرغړونې په صورت کې د پیښې راپور ورکړي. تراوسه په مختلفو ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې د روڼتیا د نشتوالي بیلابیل راپورونه راستول شوي چې په لاندې ډول دي: د لوګر ولایت: د طالبانو لخوا د ملي دستارخوان د پروګرام د مرستو د یوه موټر تښتول…

Continue Readingد دولت پراخ دستارخوان ته د ملت نه لاسرسی؛ یوشمیر اړمن د ملي دستارخوان په څنډه د کیناستو ځای نلري.

د دولت پراخ دستارخوان ته د ملت نه لاسرسی؛ یوشمیر اړمن د ملي دستارخوان په څنډه د کیناستو ځای نلري.

په هیواد کې اړمنو ته د ملي دستارخوان د پروګرام د لومړي پړاو مرستو له ویش سره هم مهاله، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په افغانستان کې د مدني ټولنو د چتر بنسټ په توګه، د دغه پروګرام په عملي کیدو د څارنې په موخه  یو پروګرام طرحه کړی دی. د دغې طرحې له مخې د مرستو د ویش د بهیر روڼتیا، د کابل په ګډون په شپاړسو ولایتونو کې مرستو ته د خلکو د لاسرسي څرنګوالی څارل کیږي. د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې د همغږي کونکو د راپورونو په بنسټ په دغو ۱۶ ولایتونو کې دیرشمیر کورنیو ته مرستې ندي ورسیدلي. دا په داسې حال کې ده چې د ملي دستارخوان د مرستو د ویش او د دغه پروګرام له پیل سره هم مهاله، د [ ۸ صبح ورځپاڼې] د مسوولانو له قوله خبر ورکړی وو چې ټاکل شوې وه دا مرستې د پروګرام له پیله درې میاشتې وروسته په ټول هیواد کې اړمنو کورنیو ته ورسول شي. د دغه راپور له مخکې د دې طرحې په عملي کیدو کې د ځنډ لامل، امنیتي ستونزې، د یوشمیر ولایتونو لیرې والی او د اړمنو کسانو د نوملړ نه بشپړیدل بلل شوي  دي.د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکي هڅه کوي چې د رسمي او غیر رسمي لارو څخه د ملي دستارخوان د مرستو د ویش په اړه اطلاعات ترلاسه کړي، د دې بهیر د روڼتیا څخه ډاډ ترلاسه کړي او په دې بهیر کې د هر ډول فساد او سرغړونې په صورت کې د پیښې راپور ورکړي. تراوسه په مختلفو ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې د روڼتیا د نشتوالي بیلابیل راپورونه راستول شوي چې په لاندې ډول دي: د لوګر ولایت:د طالبانو لخوا د ملي دستارخوان د پروګرام د مرستو د یوه موټر تښتول کیدل؛د ګذر د…

Continue Readingد دولت پراخ دستارخوان ته د ملت نه لاسرسی؛ یوشمیر اړمن د ملي دستارخوان په څنډه د کیناستو ځای نلري.

امنیتي ګواښونه؛ د ولسي مرستو د ویش په وړاندې جدي ستونزه ده

په بیلابیلو ولایتونو کې د مرستو د ویش په اړه د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د راپورونو په دوام، د دې بنسټ همغږي کونکو د امنیتي ستونزو دوام د مرستو د ویش په وړاندې د ستونزې په توګه یادوي. په تیرو دوه اونیو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې همغږي کونکو راستولي دي، که څه هم چې په بیلابیلو ولایتونو کې د مرستو ویش  دوام لري خو د امنیتي ګواښونو له امله د څو ولایتونو په یوشمیر برخو کې د مرستو بهیر درول شوی دی.په کاپیسا ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی وايي چې د نجراب په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د امنیتي ګواښونو له امله د مرستو ویش بند شوی دی. همداراز د هغه په وینا د اله سای ولسوالۍ د امنیت د نشتون له امله  د ملي دستارخوان پروګرام تر پوښښ لاندې نده راغلی. اخوا یوشمیر راپورونه وايي چې مسوولان په یوشمیر کلیو کې اړمنو او شتمنو ته په یوشان مرستو په ویشلو ټینګار لري او وايي چې دا مرستې باید اړمنو او شتمنو ته د ملي مرستو په توګه وویشل شي. دا په داسې حال کې ده چې په کاپیسا ولایت کې د کوید ۱۹ روغتون د وضعیت په اړه راپور د قناعت وړ دی. اخوا د لوګر ولایت څخه د ترلاسه شویو اطلاعاتو له مخې په دې ولایت کې د امنیتي ستونزو شتون د دې لامل شوی دی چې د دغه ولایت په ډیرو سیمو کې د مرستو ویش بهیر ځنډیدلی پاتی شی. د مسوولانو په وینا هغه سیمې چې د مرستو و یش پکې روان دی د خوشي ولسوالۍ مرکزچې د کلیو او پراختیا ریاست تر نظرلاندې دی، د برکي برک، محمد آغې،ازره، خروار او څرخ ولسوالۍ د یوې غیر دولتي مسووې تر نظر لاندې دي. په لوګر ولایت کې د مدني ټولنې…

Continue Readingامنیتي ګواښونه؛ د ولسي مرستو د ویش په وړاندې جدي ستونزه ده