د ملي دستارخوان او کرونا واکسین عملي کیدو ته لنډه کتنه؛ په تیرو دوه اونیو کې څه تیر شول؟
د روان کال د کب میاشتې په لومړیو کې د هند هیواد لخوا د مرسته شویو واکسینونو د عملي کیدو د بهیر له پیله وروسته، بیلابیلې ډلې لکه امنیتي او روغتیايي کارکونکي، خبریالان او ښونکي په مختلفو ولایتونو کې دې بهیر کې شامل شول. خو دا بهیر په ځینو ولایتونو کې له ستونزو سره مل وو چې اندیښنې هم راپارولي دي. په یوه ولایت کې یواځې اووه ښونکو ته د کرونا واکسین لګول شوی دی او پاتې ښونکي، مدیران او د ښونځیو کارکونکي د ناوړه تبلیغاتو له امله د کرونا واکسین اخیستو ته حاضر شوي ندي. د ملي دستارخوان د عملي کیدو پروګرام هم په ځینو ولایتونو کې له ستونزو سره مخامخ وو او خلکو د دغو مرستو له ویشه رضایت نه درلود. طالبانو په یوشمیر ولایتونو لکه پکتیا او تخار کې اجازه ورنکړه چې دا مرستې اړمنو ته ورسیږي. په ځینو نورو ولایتونو کې زورواکي د دغو مرستو د ځنډیدو لامل شوي او له خپل زوره په ګټې اخیستو ېې مرستې ترلاسه کړي دي. د واکسین د عملي کیدو بهیر د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکو له مختلفو ولایتونو په راپور کې لیکلي چې د واکسین د لګول کیدو بهیر پیل شوی او د دغه بهیر په ښه توګه عملي کیدو په موخه د روغتیايي مسوولانو د یولړ اقداماتو خبر ورکوي چې له هغې ډلې به څو مثالونه هم ذکر کړو. پکتیا له پکتیا ولایته راپورونه وايي چې له هنده وارد شوي واکسین څخه ۱۲ زره او ۳۷۰ ډوزه ېې دغه ولایت ته ترسیدلی دی. ټاکل شوې په لومړي سر کې دا واکسین روغتیايي کارکونکو او وروسته امنیتي ځواکونو ته ولګول شي. د یاد ولایت د روغتیايي مسوولانو په وینا د ورځې په منځنۍ توګه تر دوه سوه روغتیايي کارکونکي واکسین کیږي. لغمان پنځه زره او ۳۰۰ سوه ډوزه واکسین لغمان ولایت ته ځانګړی…