د بین الافغانی خبرو د پیل په اړه د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې دریځلیک

د دولت او خلکو د استازو او طالبانو ترمینځ د دواړو خواو د شرایطو له پوره کیدو وروسته، د مستقیمو خبرو پیل، د افغانستان خلکو ته چې د کورنۍ جګړې په اوږدو کې یې شاوخوا نیمې پیړۍ قرباني ورکړې ده او د افغانانو یواځینې مهمه هیله ده د خوشحالۍ خبر دی.دا څرګنده ده چې د افغانستان وګړي د سولې یوې هر اړخیز او تلپاتې لارې ته سترګې په لار دي، چې په هغې کې د جګړې ټولې خواوې او د جګړې قربانیان ونډه ولري ترڅو د نن او راتلونکي نسلونه د دې سولې تر سیوري لاندې، ریښتیني سوکالي ومومي. د دې موضوع په پام کې نیولو سره، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه، د مدني ټولنو، بشري حقونو ، رسنیو او د میرمنو بنسټونو څخه د جوړ شوي چتر بنسټ په توګه، د سولې خبرو په اړوند یوشمیر موارد وړاندیز کوي او باور لري که چیرې دا ټکي د سولې په خبرو کې په پام کې ونیول شي، د سولې بهیر به د لامنلو وړ پایلې ولري، له دې پرته نه یوازې داچې د سولې خبرې به جامع او دوامداره سولې لامل نه شي، بلکه دا به د بلې جګړې لامل هم شي.د شبکې لخوا وړاندیز شوي موارد، په لاندې ډول دي؛1. عدالت:• په افغانستان کې یوه تر ټولو ستره ستونزه، د عدالت نشتوالی دی. زموږ ټول وګړي د عدالت تږي دي او هیله ېې په هیواد کې د یوالي رامینځته کیدل دي. عدالت (په ځانګړې توګه ټولنیز عدالت) د سولې د هراړخیز او تلپاتې بهیر مهم رکن دی. سوله له عدالت پرته او عدالت له سولې پرته پایښت نشي لرلی. موږ له مرکچیانو غواړو که چیرې اوسني نظام کې بدلون رامینځته کوي، د نظام د بدلون موخه او اصل باید د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي عدالت ټینګښت وي.• په تیرې۴۰ کلنې جګړه کې، میلیونونه تنه…

Continue Readingد بین الافغانی خبرو د پیل په اړه د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې دریځلیک