د ښځو او سولې په اړه د سلګونو غږونو انعکاس؛ د افغانو میرمنو د روایتونو د بیانولو یوه هڅه

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اجرايي رییس، سید حسین انوش وايي، چې د داسې پروګرام د طراحې د انګیزې لامل په د افغانستان د میرمنو په اړه جامع روایت ته د تر ټولو غوره لارې موندل وو. « د سولې د مذاکراتو په پیل سره دا پوښتنه موږ ته پیدا شوه، چې څه ډول کولی شو د سولې په بهیر کې د ښځو د پراخ حضور لپاره یو روایت جوړ کړو. له بل پلوه متوجه شوو هغه میرمنې چې ډیرې فعالې دي څه نه لیکي او د خپلو کیسو د انعکاس لپاره هڅه نکوي چې دا د سولې په بهیر کې د ښځو د غږ د تضعیف کیدو لامل کیږي.» شبکه: د دې پروګرام مشخص هدف څه  وو؟ انوش: دا پروګرام د مدني ټولنې او بشري حقونو د بشکې د ډله ایزکار محصول دی. د دې پروګرام یو هدف دا وو چې له دې لارې وکولای شو په سمه توګه د میرمنو غږ ټولنې، مذاکره کونکو او د سولې په بهیر کې نورو ښکیلو اړخونو ته ورسوو. له بل پلوه زموږ فرهنګ د ډیالوګ په پرتله ډیر مونولوګ؛ له همدې امله  موږ هڅه کړې په همدې کوچنیو ګامونو سره د خبرو اترو او یا ډیالوګ فرهنګ پیاوړی کړو. بلخوا د متن او محتوا د تولید چاره د اهمیت وړ ده، فکر کوم په بیلابیلو برخو کې له نارینه او ښځینه فعالانو سره مرکه کول او په مختلفو برخو کې د ښځو د پراخ حضور په اړه د هیوادوالو د ۳۶۵ لیکلو او ویډیويي پیغامونو خپرول چې زموږ د پروګرام له مهمو برخو څخه شمیرل کیږي کیدای شي په اوسنیو حساسو شرایطو کې د ښځو د موقف د پیاوړتیا لامل شي.  شبکه: د دې پروګرام په اغیزمنتیا څومره باور لرې؟ انوش: موږ هره ورځ په ټولنیزو شبکو کې سلګونه پیغامونه ترلاسه  کول او د دغو پیغامونو خپرولو…

Continue Readingد ښځو او سولې په اړه د سلګونو غږونو انعکاس؛ د افغانو میرمنو د روایتونو د بیانولو یوه هڅه

«که مبارزه ونه‌اوسئ، ماته به وخورئ»

د سولې خبرو د نامالومو پایلو په اړه د ښځو د اندېښنو په برخه کې ځینې په دې باور دي، چې که د خپلو حقونو اعادې لپاره د ښځو کړنلاره بدلون ونه‌کړي او د یوې واقعي مبارزې لپاره ګام پورته نه‌کړي، خپلو موخو ته به ونه‌رسيږي. د سولې د مرکچي پلاوي یو غړی امین احمدي د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې (تر دې وروسته «شبکه» سره خبرو کې وايي، که افغان ښځې هغې لارې ته چې کلونو راهیسې یې غوره کړې، دوام ورکړي ماته به وخوري «ښځې باید پر خپلې تګلارې چې د طالبانو له دورې راوروسته یې غوره کړې، تجدید نظر وکړي؛ داسې به بریا ته ونه‌رسیږي، هغوی باید د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي، کنه‌نو ماته به وخوري.» شبکه: د ښځو ځینې فعالانې، د پلاوي په ترکیب کې د ښځو د استازو کم شمېر، ښځو او د هغوی هڅو ته نه‌پام بولي، ستاسو نظر څه دی؟ احمدي: لومړی دا چې د ښځو له حقونو څخه دفاع یوازې د مېرمنو دنده نه ده، بلکې نارینه هم دې برخه کې مسوول دي. دویم دا چې زما په باور، کمیت د کیفیت په اندازه مهم نه دی، که چېرې دغه ډله کې د ښځو لسګونې استازې هم ووسي، خو ونه‌شي کولی د هغوی له حقونو څخه دفاع وکړي، بې‌ګټې به وي. شبکه: ستاسو په باور، کومې ښځې چې ټیم کې دي، له ښځو څخه د استازیتوب وړتیا لري؟ احمدي: د دغو ښځو ژمنتیا دومره بده نه ده، خو هغه څه چې د ښځو له حقونو څخه د دفاع لپاره د هغوی وړتیاووې زیاتوي، د ټیم نورو غړو سره هم‌فکري او د ټولنیز ملاتړ درلودل دي. شبکه: دغه ټولنیز ملاتړ له کومه ځایه کیږي؟ احمدي: هماغسې چې مې د بحث په پیل کې اشاره وکړه، د ښځو د حقونو اعادې لپاره د هغوی په هڅو، د دوی…

Continue Reading«که مبارزه ونه‌اوسئ، ماته به وخورئ»

«د ژورو بدلونونو نسل به، د سولې قرباني نه‌شي»

د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته، د ټولنې مختلفو برخو کې ډېر زیات بدلونونه راغلل، چې تعلیمي فرصتونو ته د ځوانانو هم د نجونو او هم د هلکانو لاسرسی یې ښه بېلګه ده. دغو فرصتونو دې وروستیو کلونو کې د لا ډېرو پرمختګونو او بریاوو لپاره زمینه‌ نوره هم ډېره کړې ده. بېلا بېلو زمینو په ځانګړې توګه دولتي ادارو او ټولنیزو برخو کې د ښځو حضور د دغو بریاوو یوه برخه ده، چې زیاتره یې ټولنه کې د ژورو بدلونونو په توګه یادوي او د هغوی په وینا، د دغو بریاوو خاوندان به د سولې خبرو کې د خپلو لاسته راوړنو قرباني کېدل ونه مني.د ولسي جرګې غړی عارف رحماني د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، د طالبانو غوښتنې څرګندوي، چې هغوی په هر مستعار نوم چې وي، د اسلامي امارت د بیا احیا غوښتونکي دي، خو ټولنه کې ژور بدلونونه راغلي او دغسې یو څه د افغانانو لپاره د منلو نه دي. «نشو کولی هغه ښځې چې لوړې زده‌کړې یې کړي او دولتي پوستونو کې دندې ترسره کوي، ټولنه کې فعالیت کوي یا خصوصي سوداګري لري، له پامه وغورځوو. همدارنګه نه شو کولی هغه ځوان نسل، چې د پوهنتون میلیونونه فارغان په کې دي او د بدلون په لټه کې دي، له پامه وغورځوو او هېڅ کوم دغه موارد ومنو.»شبکه: تاسو ټولنه او سیاست کې د ښځو حضور په تړاو بدلونونو ته اشاره وکړه او ومو ویل چې د دغو لاسته راوړنو له پامه غورځول ورته د منلو نه دي، د طالبانو فکر ته په پام چې د ښځو په اړه یې لري، ستاسو په باور طالبانو سره د مېرمنو مخامخ کېدل به، که هغه د مرکه‌چي ټیم د غړیتوب په برخه کې وي او یا که د رسنیو د استازو په توګه، د هغوی پر لیدلوري به…

Continue Reading«د ژورو بدلونونو نسل به، د سولې قرباني نه‌شي»

«د سولې خبرو کې د مېرمنو حضور، د افغان ښځو د پرمختګ غوښتونکي هویت ښکارندويي کوي»

د سولې خبرو کې د دولت د مرک‌چي پلاوي ټیم کې د ښځو د استازو حضور له هغو موضوعاتو دی، چې د ډېرو په باور کولی شي د مذاکراتو پر کیفیت او پایله یې جدي اغېز ولري. ځینې شنونکي په دې باور دي، چې د سولې خبرو کې د ښځو حضور به مقابل ټیم ته دغه واقعیت ولېږدوي، چې افغان ښځې تر پخوا ډېرې مخ ته تللي او هېڅ کله هم شاه‌تګ نه کوي. د سولې د مطالعاتو استاد عبدالهدي اشرفي خراساني د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره (تر دې وروسته «شبکه») خبرو کې وايي، ښځې هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د اصلي زیان‌لیدونکو په توګه کولی شي، په نړیواله سطحه د عدالت غوښتنې رسا غږ ووسي او د سولې خبرو کې د هغوی حضور مقابل ټیم ته دغه پیغام رسوي، چې افغان ښځې د طالبانو د حاکمیت دورې بیا راتلل نه مني. «په حقیقت کې د ښځو حضور مخالف ډلې ته ښيي، چې افغان ښځې پوره پوهاوی لري او د طالبانو د امارت دورې ته نه ورګرځي، بلکې ښځې چې څومره پرمختګ یې کړی ورته په پام، سیاسي واک او اقتدار کې د مشارکت غوښتونکي دي او داسې یوه باخبره ټولنه غواړي چې وکولی شي، نارینه‌وو سره اوږه په اوږه د پرمختګ لپاره هڅې وکړي، زما په نظر دا به قطعآ اغېز ولري.» شبکه: د سول خبرې څنګه ارزوئ؟ اشرفي خراساني: په هر صورت کې زمونږ ټولنه سولې ته اړتیا لري او هیله‌مند یم هرڅنګه چې وي یوې تل‌پاتې سولې ته ورسیږو. په مقدماتي ډول او په اصطلاح د سولې روزولو او سولې کولو پړاو کې د خبرو پیل د قناعت وړ دی. همدا چې د جګړې دواړه ښکېلې خواوې د نښتو پر ځای د خبرو مېز ته ناست دي، یوه بریا ده او د ټول هېواد په کچه د سراسري سولې…

Continue Reading«د سولې خبرو کې د مېرمنو حضور، د افغان ښځو د پرمختګ غوښتونکي هویت ښکارندويي کوي»

«د وژنو او تاوتریخوالي د دوام په صورت کې د سولې ناشونتیا»

سره له دې چې طالبانو سره د سولې خبرو پیل لپاره د افغان دولت یوه غوښتنه د اوربند ټینګښت وو، نه یوازې د خبرو له پیل وړاندې دغه شرط عملي شوی نه دی، بلکې اوس د سولې خبرو له پیل څخه د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدو، د هېواد مختلفو سیمو کې د طالبانو بریدونه دوام لري او درنه مرګژوبله هم لري. د هېواد سویل کې د ښځو په برخه کې فعاله بنسټونه دغه وضعیت څخه اندېښنه ښيي او وايي، که تاوتریخوالی همداسې دوام پیدا کړي، د سولې ټینګښت لپاره به هیلې له منځه لاړې شي.د هېواد د سویلي قومونو شورا د ښځو کمیټې مسووله سپېڅلې ځاځۍ د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، نه یوازې تراوسه خلکو سره د خبرو جزییات په سمه توګه خلکو سره نه دي شریک شوي، بلکې د دغو خبرو په پیل سره، هېواد کې جګړه او تاوتریخوالی زیات شوی او که دغه وضعیت دوام وکړي، د سولې ټینګښت ته هیلې له منځه وړي. «خلکو هیله درلوده چې د سولې خبرو په پیل سره به اوربند ټینګ شي، د شوو ویناوو په اساس د حکومت وسله‌والو مخالفینو تراوسه د اوربند پر سر هوکړه نه ده کړې. زما په نظر که جنګ او تاوتریخوالی دوام پیدا کړي او هره ورځ ملکي خلک قرباني شي، د سولې ټینګښت ناممکنه کیږي.»شبکه: د اوربند موضوع ترڅنګ، د سولې خبرو په تړاو نورې کومې اندېښنې لرئ؟ځاځۍ: زمونږ بله اندېښنه د ښځو د حقونو له پامه غورځولو په اړه ده. سویلي ولایتونو کې اوس هم د ښځو حقونه تر پښو لاندې کیږي، خو له نیکه‌مرغه ځینو ولایتونو په ځانګړې توګه پکتیا کې یو شمېر مېرمنې د ښځو له حقونو څخه د دفاع لپاره مبارزه کوي. دغو ولایتونو کې ښځې د اجباري ودونو او د ښوونې او زده‌کړو ممنوعیت په څېر ګڼو ستونزو…

Continue Reading«د وژنو او تاوتریخوالي د دوام په صورت کې د سولې ناشونتیا»

«باید د ناورین مخه ونیول شي»

ځینې ښاریان د سولې خبرو له پایلې څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که طالبانو څخه سمه او کره ژمنه وانه‌خیستل شي، امکان شته چې هېوادوال په ځانګړې توګه ښځې یو ځل بیا د طالبانو د حاکمیت دوره تجربه کړي.یوه خصوصي پوهنتون کې د ټولنپوه استاد یحیی عرفان د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، د هغوی جدي اندېښنه دا ده، چې طالبان به افغانستان کې د واک شریک په توګه، ښځو سره چلند کې د خپلې حاکمیت دورې ایډیالوژۍ څخه کار واخلي. «په جدي توګه د دې اندېښنه لرو، چې د سولې له خبرو وروسته به طالبان هماغه خپل پخواني د ښځو ضد فکر څخه کار واخلي، که افغان دولت او نړیواله ټولنه په جدي توګه د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار ونه‌کړي، امکان شته چې اوسني شرایط د ښځو لپاره محدود شي، چې بیا اړتیا ده دېرش کاله پخوا وختونو ته ورستانه شو او دا یو ناورین دی.»شبکه: د سولې خبرو پرانیست غونډه کې د طالبانو د مشرانو له خبرو څخه ښکاري، چې هغوی اوس هم افغانستان کې د اسلامي حکومت پر ټینګولو ټینګار لري، دغې موضوع ته په پام، دغسې یوې ډلې سره سوله کول به مطلوبې پایلې ولري؟عرفان: زما په باور د اسلامي حکومت په اړه بحث، له واقعیت څخه لرې بحث دی؛ په دې دلیل که بحث د اسلام وي، د جمهوري اسلامي افغانستان اساسي قانون او هغه نظام، چې قوانین، مقررات، تګلارې او اصول عملي کوي، ټول اسلامي دي. د دغه نظام هېڅ ځای او څنډه کې داسې قانون چې د اسلام خلاف وي، نه اجرا کیږي؛ په دې توګه زما به نظر د اسلام نظام په اړه خبرې کول، یو ډول باج اخیستل دي او په بل عبارت دغه ډله غواړي د سولې بهیر په خپل کنټرول کې ولري، ترڅو په سیوري کې…

Continue Reading«باید د ناورین مخه ونیول شي»

ښځې نه باید د لږ څه منلو ته اړ اېستل شي

یو شمېر مدني فعالان په دې باور دي چې د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو موضوع ته بې‌توجه‌يي ممکن داسې شرایط رامنځ ته کړي، چې په کې خپلو حقونو ته د ښځو د بشپړ لاسرسي مخه ونیول شي.بامیانو کې له مدني فعالانو څخه، واثق حسنیي د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، که د دولت د مرکچي پلاوي ښځینه غړې د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو خوندي ساتل د خپلې سرې کرښې په توګه ونه‌بولي، افغان ښځې به راتلونکې کې ګڼو ستونزو سره مخ شي. «ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او حقوق یې باید د سولې خبرو کې سره کرښه وي، که داسې ونه‌شي، ښځې به یوه ورځ مجبوره شي، چې په ډېر کم څه قناعت وکړي.»شبکه: ستاسو په نظر د دولت د مرکه‌چي ټیم ښځینه غړې، د مېرمنو له حقونو څخه د دفاع وړتیا لري؟حسیني: که څه هم د ټیم غړي کاري وړتیا او ښه مخینه لري، خو د ټیم په ترکیب کې د ځوان نسل حضور کمرنګه دی. که له ځوان نسل او داسې کسانو څخه چې پر نني علم مسلط دي، د ټیم په ترکیب کې حضور درلودی، د ښځو له حقونو څخه به په ښه توګه دفاع شوې وی؛ ځکه پخوانی نسل د ځینو مسایلو په برخه کې د ارمان لرونکو ځوانانو په څېر فکر نه کوي؛ دا ولې چې پخوا یې سختۍ لیدلي او په هر ډول شرایطو به قناعت وکړي.شبکه: د سولې خبرو کې د ښځو حضور به د دغه بهیر پر کیفیت څه اغېز ولري؟حسیني: دغو خبرو کې د ښځو حضور د هغه له کلیت سره مرسته کوي. د مېرمنو حضور په دې دلیل اغېزلرونکی دی، چې د طالبانو په ایډیالوژۍ کې تر ټولو حساسه موضوع ښځې دي. که طالبان دې برخه کې انعطاف وښيي او ټولنه کې د ښځو…

Continue Readingښځې نه باید د لږ څه منلو ته اړ اېستل شي

د سولې خبرو کې دې د ښځې او نارینه د حقونو برابرۍ ته پام وشي

یو شمېر مدني فعالان وايي، د ښځې او نارینه‌ د حقونو د برابرۍ پر موضوع باید د سولې خبرو کې په هر اړخیز ډول بحث شي؛ کنه نو د سولې له هوکړې وروسته به ښځې د خپلو حقونو په برخه کې په ځانګړې توګه حکومت کې پرېکړه نیونې او مشارکت کې ډېرو ستونزو سره مخ شي.د پوهنتون استاد او مدني فعال وحیدالله قاردي د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، د دولت مرکچي ټیم باید د سولې خبرو کې د ښځو او نارینه‌وو د حقونو برابرۍ پر موضوع هر اړخیز بحث وکړي او د ښځو او نورو ښاریانو د حقونو له موضوع څخه دفاع وکړي. «دا د افغان دولت د مرکچي پلاوي د غړو مسوولیت دی. که طالبان راتلونکي حکومت کې د نارینه او ښځې د برابرۍ موضوع په اړه افغان دولت سره هوکړې ته ونه‌رسیږي، فکر نه کوم چې مونږ دې سولې ته ورسېږو. امکان شته چې سیاسي سوله رامنځ ته شي؛ خو که ټولنیزه سوله چې د سیاسي سولې بشپړونکې ده، ټکنۍ شي، ښاریان په ځانګړې توګه ښځې به ونه‌شي کولی چې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.»شبکه‌: داسې یوې ډلې سره خبرې به، چې ښه مخینه په ځانګړې توګه د ښځو په تړاو یې نه لري، یوې پایلې ته ورسیږي؟ قادري: لکه څنګه چې مې یادونه وکړه، دولت باید طالبانو سره سوله کې، د ښځو او نارینه‌وو د برابرۍ اصل په پام کې ونیسي، ترڅو هغوی ونه‌شي کولی تک‌قطبي نظام پیاوړی کړي. د سولې هوکړې په پایله کې باید داسې یو نظام رامنځ ته شي، چې پلورالیست او ټول‌شموله ووسي. اوسنی اساسي قانون د ټولو هېوادوالو د حقونو تضمین کوي. د ښځو په اړه، دغه قانون کې د ښځو سیاسي او حقوقي مشارکت په برخه کې په ښکاره ویل شوي، د دغه قانون په دوه‌ویشتمه ماته کې د افغانانو…

Continue Readingد سولې خبرو کې دې د ښځې او نارینه د حقونو برابرۍ ته پام وشي

ټولنه د پرمختګ لپاره د ښځو حضور ته اړتیا لري

یو شمېر څېړونکي د سولې خبرو ته په اشارې، د سولې له هوکړې وروسته ټولنه کې د ښځو د حقونو برخلیک په تړاو د اندېښنو په څرګندولو سره وايي؛ نه یوازې دا د ښځو حق دی، چې د سولې له هوکړې وروسته د نورو ښاریانو په څېر خپلو حقونو ته لاسرسی ولري او مختلفو حوزو کې فعالیت وکړي؛ بلکې ټولنه هم د پرمختګ لپاره ښځو ته اړتیا لري.څېړونکی او لیکوال صدیقي لعل‌زاد د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، د افغانستان ښځې د ښاریانو په توګه حقوق لري، چې د سولې له هوکړې وروسته باید په پام کې ونیول شي. «ښځې دا حق لري، چې د ټولنې مختلفو برخو کې ونډه ولري او دا ونډه د هغوی ضروي حق دی. ټولنه هم د طبابت، پوهنې او پولیسو په برخه کې د ښځو حضور ته جدي اړتیا لري. همدارنګه باید یادونه وکړو، چې ټولنه کې د ښځو فعالیت داسې یو حق دی، چې دین هم د هغوی لپاره په پام کې نیولی دی.»شبکه: د هغه څه په اړه مو ارزونه څه ده چې تراوسه د سولې خبرو کې پېښ شوي؟لعل‌زاد: مونږ هېواد کې د سولې په تحقق باور لرو؛ خو د دغو خبرو بریالیتوب په دې پورې تړلی دی، چې سیاستوال دغه پروسه کې تر کومه اندازه ريښتونی کار کوي او ښکېل هېوادونه څومره کولی شي د افغانستان په قضیه کې خپل رول په سمه توګه ولوبوي، ترڅو افغانستان ښه راتلونکې ولري. دې کې شک نشته، چې سولې ته لاسرسی پړاوونه لري او د لارې پر سر یې ننګونې هم شته، خو که افغان دولت، د طالبانو ډله او هغه بنسټونه چې دې برخه کې د منځګړي په توګه کار کوي په سمه توګه عمل وکړي، دغه مسله حلیږي. د شته بن‌بست لامل دا دی، چې افغانستان ۴۰ کاله جګړه تجربه کړې او…

Continue Readingټولنه د پرمختګ لپاره د ښځو حضور ته اړتیا لري