« سوله به د جنسیت تبعیض له منځه یوسي»
جنسیتي تبعیض تل د یوې ټولنیزې ستونزې په توګه په ځانګړې ډول د ښځو لپاره تر بحث لاندې موضوع ده. په بیلابیلو ولایتونو له هغې ډلې په بدخشان ولایت کې دا ښکارنده د ښځو ټولنیزو فعالیتونو په وړاندې خنډ بلل کیږي او په دې باور دي چې د سولې له مذاکراتو وروسته به دا ستونزه تر یو حده اواره شي.د بدخشان ولایت د ښځو چارو مشرې علینا غیاثي، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: جنسیتي تبعیض په افغانستان کې د هرې ښځې لپاره یوه ستره اندیښه ده چې په ټولنه کې ریښې پراخې شوي دي. «په داشان لیدلوري کې ښځو ته د اوزار په توګه ګوري او د ښځو نظریات لږ اوریدل کیږي. که چیرې د سولې هوکړه وشي، دا هوکړه به یواځې سیاسي توافق نه وي بلکې ټولنیزه سوله به هم رامینځته شي چې په دې سره به دا ستونزې تر یوې کچې اوارې شي.»شبکه: ستاسو په نظر د دې ستونزې ریښه چیرته ده؟غیاثی: آغاز این مشکلات از خانواده است و پس از آن وارد جامعه میشود؛غیاثي: دا ستونزې لومړی له کوره پیلیږي او وروسته ټولنې ته لار مومي؛ یعنی لومړی په کور کې د میړه، پلار یا ورور لخوا په محدودیت رامینځته کیږي، دا په داسې حال کې ده که چیرې دا ستونزه موجوده نه وي هغه ښځې چې د فعالیتونو ترسره کولو لپاره په خپل نفس لازم اعتماد هم نه لري په روزنیزو پروګرامونو ګې په ګډون کولو او د په نفس د اعتماد د کچې لوړولو سره خپلې وړتیاوې وکاروي. د آغلې غیاثي په وینا په دې ولایت کې ډیره ښځې د لاسي صنایعو، مالدارۍ او کرنې په برخه کې کار کوي.شبکه: د بدخشان ولایت ښځې له نورو کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي؟غیاثي: په کلیوالو سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفانو حضور ستونزې رامینځته کونکی…