د افراطیت تر نا امنه سیوري لاندې؛

که څه هم بامیان ولایت تل د هیواد یو له ترټولو امن ولایت په توګه پیژندل شوی، خو داسې بریښي چې د بامیانو په ځینو برخو کې ناامني او افراطي افکار د میرمنو او انجونو لپاره یوه جدي ستونزه رامینځته کړې ده. د بامیانو د ښځو چارو رییسه، ذکیه رضايي وايي چې د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د "طالباني تفکر" د شتون له امله د ښونځي د لومړني دورې تر پای پورې د زده کړې اجازه ورکړل شوې ده. هغه زیاته کړه چې اوس مهال په بامیانو کې شاوخوا  47 سلنه نجونې ښوونځیو کې زدکړې کوي، خو په یو شمیر ولسوالیو کې د هر کال په تیریدو سره د لیسې په دوره کې د ښځینه زده کونکو شمیره کمیږي. د بامیانو ولایت د ښځو چارو رییسې له مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې سره په مرکه کې دې موضوع ته په اشارې سره ویلي دي، هغوې هر کال د پوهنې او روزنې په برخه  کې ځانګړي پروګرامونه لري چې ځیني وختونه په ځینو ولسوالیو کې، د نا امنیو له امله له ستونزو سره مخامخ کیږي« د بامیانو ولایت د ښځو چارو ریاست، د پوهنې وزارت په همکارۍ هر کال، په ښونځيو کې د نجونو د شاملولو کمپاین ترسره کوي؛ خو د کمپاین له عملي کولو مخکې له امنیتي ځواکونو سره همغږي کوو، که چیرې د خطر لمینځه وړل ناشوني وي؛ ډیر کم هغو سیمو ته ورځو.» د خطر احساس نه یوازې د بامیان په نا امنو ولسوالیو او کلیو کې ښځې ځوروي، بلکې هغه ښځې چې په غیر محفوظ او ناسم کاري چاپیریال کې کار کوي تل له ستونزو سره لاس او ګریوان وي. شبکه: د بامیانو ښځې د کار په ځای کې کومې ستونزې لري؟               رضايي: په ځینو وختونو کې په کاري چاپیریال کې د ښځو د ځورونې په…

Continue Readingد افراطیت تر نا امنه سیوري لاندې؛

«د سولې په مذاکراتو کې د مدني تولنې نشتون به، د ښځو د ډیرو فرصتونو د لاسه ورکولو لامل شي.»

د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي د غړو له ټاکل کیدو راهیسې،  د سولې په مرکچي پلاوي کې د نارینه او ښځینه غړو د نابرابرۍ په اړه د یو شمیر نیوکو سربیره، د مذاکراتي ټیم د ښځینه غړو په ډله کې د مدني ټولنې د استازو نشتون هم بحثونه را پاراولي دي. د افغان میرمنو د خبري آژانس رییسې حمیرا ثاقب، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره مرکه کې (چې وروسته د "شبکې" په نوم یادېږي) زیاته کړه؛ «د میرمنو د منسجم کولو لپاره د حکومت پر هڅو سربیره، په مذاکراتي ټیم کې د میرمنو ډلې ترکیب ته په کتو، د مدني ټولنېښځینه غړو، خبریالانو او د ښځو د نورو ډلو نشتوالی روښانه لیدل کیږي؛ که څه هم د دې پلاوي ښځینه غړې، د ښځو حقونو ته ژمنې دي؛ خو هغوۍ له بیلابیلو سیاسي آدرسونو په دې غونډه کې غړیتوب ترلاسه کړی دی او د هغوۍ د بحث لومړي توب به خپلې سیاسي غوښتنې وي. له دې امله که چیرې د پلاوي په ترکیب بیا کتنه ونه شي، نو د ښځو نورې ډلې به ځینې ارزښتونه له لاسه ورکړي. »  لکه څنګه چې په پیل کې ورته اشاره وشوله، د مرکچي پلاوي په جوړښت کې د نارینه او ښځینه استازو په شمیر کې نابرابري هم یوه له هغه مواردو ده چې د ځینې کارپوهانو لخوا پرې نیوکه شوې، میرمن ثاقب په دې اړه وايي، « له دې امله چې جګړه او سوله معمولان نارینه چلند بلل کیږي، ښځې تل په داشان بحثونو کې څنډې ته پاتې کیږي، په حقیقت کې ښځې کولی شي په دې برخه کې مثبته اغیزه ولري. لکه څنګه چې ښځې د هیواد د وګړو نیمايي برخه جوړوي او د جګړو ډیر زیانونه ېې زغملي دي، کولی شي د دواړو لوریو ترمینځ په اعتماد جوړولو کې مرسته وکړي او که له پامه وغورځول…

Continue Reading«د سولې په مذاکراتو کې د مدني تولنې نشتون به، د ښځو د ډیرو فرصتونو د لاسه ورکولو لامل شي.»

چې سوله نه وي؛”خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره، خپل نوم بدلوم”

په ځوانۍ کې او کارکولو ته د لیوالتیا په اوج کې، ځان د قهرجنې ټولنې په مینځ کې پیداکړ، په لیرې پراته کلي کې چې د دولت د وسله والو مخالفانو تر کنترول لاندی دی اوسیږي. په داسې ځای کې چې ګاونډیان او وطنوال ېې د نجونو کارکول عیب بولي او د داسې  نجونو، د ښکار لپاره لکه ظالم ښکاریان په کمین کې ناست وي، خو کله چې هغوۍ ګواښونه یادوي، پوزخند کوي، او دا هغه زړورتیا ده چې بریاوو ېې ورته ورپه نصیب کړې ده. هغه وايي چې د سیمې خلکو په لاس د وژل کیدو ګواښ، نه یواځې مخه ډب نکړه بلکې په ګړندۍ توګه د ګامونو د پورته کیدو لامل هم شول.  د وحیدې کورنۍ هم د هغې له کارکولو سره مخالفه وه؛ «مور مې وویل چې ته د یوې سیاسي او نظامي کورنۍ نجلې ېې او ستا کار کول په دې کلي کې زموږ د ژوند د پای په معنی دی. » په پایله کې د وحیدې په ټينګار او د نیکه په مینځګړيتوب سره، د وحیدې کورنۍ ومنله چې وحیدې سره د مرستې په هدف په غوربند کې پلرنی کور پریږدي او کابل ته ګډه وکړي څو وحیده خپلو هیو او موخو ته ورسیږي. د وحیدې کورنۍ چې کله کابل ته راځي د وطنوالو ویره لاهم ورسره وي، خو که څه هم چې وحیده کم عمره وه او د کار کولو په سن کې نه وه، خو له ویرې سره مل هوډ کوي او په رسنیو کې د کارکولو په موخه یو لنډمهاله روزنیز کورس کې ګډون کوي. «د کم عمر لرول له امله، د کورس یو تن مسوول په ټوکه راته وویل: راغلې ېې چې د ماشومانو د خپرونې چلولو لپاره وروزل شې؟ ما په ویاړ سره وویل نه، زه غواړم خبریاله  شم. » له هغه وروسته په یوې راډیو کې ژوندۍ…

Continue Readingچې سوله نه وي؛”خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره، خپل نوم بدلوم”