مرکچي ټیم کې د ښځو د تفاهم نه‌شتون کولی شي، ستونزې پیدا کړي

کاپیسا کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، لکه څنګه چې د مرکه‌چي پلاوي ښځینه غړې د سولې خبرو کې د بحث وړ موضوعاتو او طالبانو سره یې د مطرح کولو څرنګوالي په اړه، اتفاق نظر ونه‌لري، د مذاکراتو پایله به د قناعت وړ ونه‌وسي.کاپیسا کې د ښځو د حقونو یوه ملاتړې ساره سیرت د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي: «د سولې خبرو پایلو په اړه چې کوم باورونه شته ورته په پام، زه هیله‌منده یم چې استازي د وینا ریښتونولي ولري او د نظر په توافق سره مخ ته لاړ شي.»د مرکچي ټیم په ترکیب کې د ښځو او نارینه‌وو استازو نابرابرۍ پر وړاندې له نیوکو وروسته، یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، له کومه ځایه چې د ځینو په باور سوله او جګړه د نارینه‌وو کار دی، د پلاوي ترکیب کې ښځو ته کمه ونډه ځانګړې شوې ده، خو د مېرمن سیرت په وینا، ښځې سره له دې چې هېڅ کله هم جګړه کې ښکېلې نه دي، خو تل د جګړې اصلي زیان‌لیدونکې وي «ښځو تل خپل ورور، مېړه، پلار او اولادونه له لاسه ورکړي او له رواني اړخه یې هم ډېر زیان لیدلی او نه باید هغو پرېکړو نیونو کې چې د هغوی برخلیک پورې تړلي دي، په اقلیت کې پاتې شي.»د مېرمن سیرت په وینا، د سولې خبرو کې د جګړې د قربانیانو، د رسنیو او د مدني ټولنو د استازو ځای تش دی او دا چې ځينې دغه ډلې د دغه بهیر پر شفافیت باور نه‌لري، حق لري چې په کې حضور ولري او محتوا څخه یې باخبره ووسي.شبکه: کاپیسا کې ښځې کومو ستونزو سره مخ دي؟سیرت: دغه ولایت کې د ښځو یوه اساسي ستونزه ناامني ده، چې کله هم لامل کیږي ښځې او نجونې مجبوره شي، تحصیل او کار څخه لاس واخلي، دغه ستونزه…

Continue Readingمرکچي ټیم کې د ښځو د تفاهم نه‌شتون کولی شي، ستونزې پیدا کړي

«ناامنیو ښځو څخه د پرمختګ فرصت اخیستی»

د خپل ښوونځي د دورې په اړه وايي، دا چې تل یې هیله درلوده کوم ښوونځي کې چې درس لولي، ودانۍ ولري. ان اوس چې د لوړو زده‌کړو تر کچې یې زده‌کړې کړي، خپله سیمه کې د ښځو تحصیلي شرایطو څخه ناراضه ده؛ ځکه د هغې په وینا اوس هم ځینې مسایل په ځانګړې توګه ناامنۍ د ښځو د پرمختګ او تحصیل لپاره خنډ شمېرل کیږي.اسما صاحبزاده بغلان کې د پوهنتون یوه استاده ده، هغې چې حقوق او سیاسي علومو کې زده‌کړې کړي او دې برخه کې تدریس هم کوي، د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، بغلان کې د ښځینه استادانو د تحصیل سطحې ټيټوالی، د هغوی له جدي ستونزو څخه شمېرل کیږي او دغه مېرمنې د ناامنیو په دلیل نه‌شي کولی د تحصیل دوام لپاره اقدام وکړي. «د کمزورتیا ټکی چې تل رایادیږي دا دی، چې زه ماسټره نه یم او په همدې دلیل د یوې استادې په توګه مې امتیاز هم نه لوړیږي، ستونزه دلته ده چې اوسني وضعیت کې د ښځینه استادانو لپاره د نورو زده‌کړو او ظرفیت لوړولو زمینه نه ده برابره.»شبکه: که د دې ستونزې په اړه د خپلو تجربو په اړه یو څه ډېر توضیحات ورکړئ؟ صاحبزاده: ناامنۍ زما لپاره نه یوازې د تحصیل دوام پر وړاندې خنډ دي، بلکې د امنیتي ستونزو په دلیل مې ځینې وخت د ظرفیت لوړولو او د موثره کاري تجربو ترلاسه کولو لپاره فرصتونه هم له لاسه ورکړي دي، یو ځل یوې ولسوالۍ کې د حقوقي مسایلو ښوونیز پروګرام کې د ښوونکې په توګه انتخاب شوم، خو د ناامنیو په دلیل مې ونه‌شو کولی په کې ګډون وکړم، د پروګرام مسوولینو وویل، چې نه‌شو کولی یو څوک د محرم په توګه پروګرام ته ځان سره بوځو او ما یوازې د دې لپاره چې ناامنه وضعیت کې یوازې سفر کول…

Continue Reading«ناامنیو ښځو څخه د پرمختګ فرصت اخیستی»

«له سولې وروسته ټولنه کې د مېرمنو حضور، په واک کې د طالبانو ډول پورې اړه لري»

يو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې له سولې وروسته ټولنه کې د مېرمنو حضور او د دوی د سرنوشت څرنګوالی، په واک کې د طالبانو ډول پورې اړه لري.ليکوال او سياسي فعال اسامه بصير د بشر د حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره خبرو کې وايي، د ښځو پر فعاليتونو د طالبانو اغېز په دې پورې اړه لري چې طالبان څومره واک ترلاسه کوي.« که طالبان له روغې جوړې او سياسي حل له مخې حکومت ته دننه شي، د ښځو پر بنسټونو او د دوی پر فعاليتونو به چندانې اغېز ونه کړي؛ خو که د سولې خبرې پايله ور نه کړي او يا هم طالبان د سولې نوم لاندې له وسلې کېښودو پرته او په فاتحانه توګه حکومت ته دننه شي، په قاطع توګه مدني بنسټونه، د ښځو د بشري حقونو فعاليتونه او داسې نور ولسواک بنسټونه به بند شي.»شبکه: تر دې مه چې د سولې خبرو کې څه تېر شوي، تاسو دا خبرې څه ډول ارزوئ؟بصیر: سوله د افغانستان د خلکو یوه له اصلي غوښتنه ده. د جګړې پر مهال اصلي قربانيان، په ځانګړې توګه په تېرو دوه لسیزو کې ملکيان اصلي قربانيان دي او  له ټولو ډېر زیان يې لیدلی دی. دوحه کې د سولې د خبرو پیل ټولو لپاره د سولې د ټینګښت او سوله‌ییز ژوند لپاره هيله بښونکی و او ټولو يې هرکلی وکړ؛ خو بدبختانه  دې خبرو هېڅ د پام وړ پايلې نه درلودې؛ تر اوسه پورې پر کړنلارې هوکړه نه ده شوې او د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې ده. له دې کبله د خلکو ارزونه مثبته او هيله بښونکې نه ده. البته په تازه‌ګۍ سره په دې خبرو کې د اختلافي مواردو حل کې پرمختګونه شوي دي او هيله ده چې دواړه لوري منځته راغلی بن‌بست مات کړي او د سولې اصلي خبرې پيل شي.شبکه: لکه څنګه چې…

Continue Reading«له سولې وروسته ټولنه کې د مېرمنو حضور، په واک کې د طالبانو ډول پورې اړه لري»

مېرمنې بايد همغږي شي

د مدني ټولنې يو شمېر فعالان په دې باور دي چې د سولې خبرې یو فرصت دی، ترڅو مېرمنې د دوی د ګډو هیلو له کبله سره نږدې کړي او دوی باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي ترڅو په خپل منځ کې د يووالي ډېرېدو لپاره هڅه وکړي.مژګان صالحي «مستعار نوم» مدني فعاله بامیانو ولایت کې د بشر د حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره خبرو کې وویل چې د سولې مسله یوه له خورا مهمو مسلو څخه ده چې د مېرمنو د حقونو او ازادۍ موضوع سره مخامخ اړيکه لري او له همدې کبله مېرمنې کولای شي د سولې خبرې د فرصت په توګه وکاروي. « مېرمنې باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي ترڅو په خپل منځ کې د یووالي لپاره هڅې وکړي او د عدالت غوښتنې خوځښتونو په کولو سره له دې پرته چې د توکم او ژبې موضوعاتو ته پاملرنه وشي، اړينه ده چې د خپلو حقونو او ازادۍ لپاره مبارزه وکړي.»شبکه: ستاسو په باور، ايا په افغان مېرمنو کې د داسې خوځښتونو  د رامنځته کولو ظرفيت شته؟صالحي: باید وویل شي چې د ټولو افغانو ښځو اندېښنې سره ورته نه دي. بدبختانه، اوس مهال په هېواد کې ډېری مېرمنې له خپلو لومړنيو اړتیاوو او طبیعي حقونو څخه بې برخې دي؛ نو څنګه به يو خوځښت پیل کړي؛ خو هغه مېرمنې چې د ژوند شرایط یې ښه دي، یا هغو چې د زده‌کړو له فرصتونو يې ګټه پورته کړې او يوه ځای ته ورسېږي، باید د داسې خوځښتونو رامنځته کولو لپاره کار وکړي. دا د دوی دنده ده چې د خپل ځان او خپلو هم‌نوعو ته د وضعيت ښه‌والي لپاره هڅه وکړي. زه هيله لرم چې د سولې له هوکړې وروسته به د هېواد په ټولو برخو کې د ښځو وضعیت ښه شي او وکولای شي د لومړنيو حقونو له ترلاسه کولو…

Continue Readingمېرمنې بايد همغږي شي

« دولت نه بايد د ښځو حقوق له پامه وغورځوي»

د مېرمنو په اړه د طالبانو چلند ته په پام سره، د سولې خبرو کې د طالبانو له لوري د مېرمنو پر حقونو د محدوديتونو لګولو اندېښنې موجودې دي. کارپوهان په دې باور دي چې د سولې خبرو کې د افغان حکومت پلاوي باید د ښځو د حقونو او ازادیو د ساتنې له دریځ څخه په شا نه‌شي.د حقوقو استاد خداداد وطن‌خواه د بشر د حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره خبرو کې وویل، په هغه مسلو کې چې د خبرو اترو دواړه لوري پرې ټینګار کوي؛ هغه لوری چې منطقي وي نه بايد په شا شي.« د انساني حقونو په اړه په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د ملاتړ په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ليدلوری منطقي او انساني او د بشري حقونو یو ليدلوری دی. د افغانستان دولت نه باید په دې برخه کې په شا شي او نه هم بايد داسې فکر وکړي چې نړيواله ټولنه افغانستان یوازې پرېيښی دی؛ که افغانستان په رښتینې توګه تېر ته ور وګرځي، نو د نړیوالې ټولنې وقار به په یو ډول زیانمن شي او په افغانستان کې به يې ټولې پانګونې او هڅې له خطر سره مخامخ شي.»شبکه: تر دې مه چې د سولې خبرو کې څه تېر شوي، تاسو دا خبرې څه ډول ارزوئ؟وطن‌خواه: یوه له هغو موضوعاتو چې پيل کې دواړو لوريو ورباندې هوکړه وکړه دا وه چې باید د خبرو اترو په پروسه کې منځګړی نه وي؛ خو ومو ليدل چې دا هوکړه ډېره رښتينې نه وه او ځینې هېوادونو يو ډول د سولې خبرو کې د مرستندويه په توګه، دننه شول چې اوس دغه د منځګړي په توګه شکل نيسي ترڅو بن‌بنست مات شي. په يو ډول دې پايلې ته ورسېدل چې ښايي دواړه لوري ونه‌شي کولای په یوازې توګه دا پروسه مخته یوسي. په ټوله کې تر دې دمه د…

Continue Reading« دولت نه بايد د ښځو حقوق له پامه وغورځوي»

«د سولې خبرو پايلو ته خوشبينه نه يوو»

په خوست ولایت کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان د سولې خبرو له پایلو ناخوښي څرګندوي. په خوست ولایت کې د مدني ټولنې فعال معراج الدین معراج د بشر د حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره خبرو کې وویل، د سولې خبرو پايلو ته ډېر خوشبين نه دی. « د سولې خبرو دواړو لوريو ته چې وروستۍ پرېکړه وکړي او هوکړې ته  ورسېږي، ستونزمن دی  او ښايي ډېر وخت ونيسي. لکه څنګه چې د افغان دولت او طالبانو غوښتې سره توپير لري او ډېر اختلاف موجود دی؛ نو زه فکر نه کوم چې په لږ وخت کې دې مطلوبې پايلې ته ورسېږي.»شبکه: لکه څنګه چې طالبان د مېرمنو په اړه ښه مخينه نه‌لري، ستاسو په اند د سولې خبرو کې د مېرمنو ګډون به د طالبانو په موضع ګيرۍ اغېزه وکړي؟معراج: زما په اند په دې خبرو کې له نارینه‌وو سره اوږه په اوږه د مېرمنو سیاسي ګډون او د هغوی فعالیتونه ښايي د طالبانو په ليدلوري بدلون راوستی وي. په هر حال، هيله لرو چې د هغوی په فکر کې بدلون راغلی وي.شبکه: مېرمنو پورې اړوند هغه کوم موضوعات دي چې د سولې خبرو کې پرې ډېر ټينګار وشي؟معراج: يوه له دې موضوعاتو د مېرمنو د حقونو ساتل او د وروستيو کلونو لاسته راوړنې دي چې بايد د سولې خبرو کې پرې بحث وشي. د اسلام له نظره چې مېرمنې کوم حقوق لري لکه کار او زده‌کړې دي، شرایط ورته برابر شي. بله موضوع دا ده چې په لويو ښارونو کې مېرمنې له بېلابېلو خدماتو برخه منې دي؛ خو په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې مېرمنې بېلابېلو امکاناتو ته کم لاس‌رسی لري او باید په دې برخه کې کار وشي او دوی ته زمينه برابره شي. د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په ګډون او د اقتصاد له پلوه د ځان بساينې لپاره ورسره…

Continue Reading«د سولې خبرو پايلو ته خوشبينه نه يوو»

« تراوسه مو هیله منونکې خبره نده اوریدلې»

که څه هم چې د سولې د خبرو له پیله کابو یوه میاشت تیریږي، خو تر اوسه هم دا خبرې کومې پایلې ته ندي رسیدلي. دې موضوع نه یواځې د عامو وګړو اندیښنې راپارولي، بلکې یوشمیر دولتي او غیر دولتي مسولان هم له دې وضعیته ناهیلي شوي دي.د بغلان ولایت د ښځو چارو در یاست د حقوقو د برخې مدیرې اورانوس عاطفي له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د سولې د مذاکراتو له پیله ډیره موده تیره شوې ده؛ خو هیڅ هیله مندونکې خبره په دې اړه نده اوریدل شوې او ډیر خلک اوس له پخوا په دې بهیر ناهیلي شوی دي.  شبکه: په دې معنی چې تاسو دغو خبرو ته هیله منه نه یاست؟ عاطفي: لکه  څنګه چې مې وویل هیڅ هیله منونکې خبره د مذاکراتو په اړه نده اوریدل شوې او هیڅ پرمختګ هم نه لیدل کیږي، زه داسې فکر کوم چې طالبان د هیڅ تغییر لپاره چمتوالی نه لري. شبکه: ستاسو  په نظر له داسې ډلې سره خبرې کول به پایلې ته ورسیږي؟عاطفي: دا مذاکرات په داسې مهال پایله لرلی شي چې ملګري ملتونه او نور هیوادونه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ښکیل دي، لازم فشار وارد کړي، له دې پرته د دې بهیر پایلې ته هیڅ هیله مندي نشته. د مذاکراتو له پیله تر اوسه وضعیت ډیر ستونزمن شوی دی او موږ هره ورځ د نظامي او ملکي افراد و وژل کیدو شاهد یو او تقریباْ ټول ولایتونه نا امنه دي. که امریکامتحده ایالاتونه، نړیواله ټولنه او د طالبانو ملاتړي هیوادونه په دې مسلې کې مداخله ونکړي، سولې ته د رسیدو هیڅ هیله نشته.شبکه: ستاسو په نظر د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو حضور به د ښځو په وړاندې د هغوې د دریځ په بدلولو کې اغیزه ولري؟ عاطفي: له هرڅه مخکې باید ووایم چې په…

Continue Reading« تراوسه مو هیله منونکې خبره نده اوریدلې»

«دوحې ته د خلکو غږ نه رسیږي»

ځینې مدني فعالان په دې باور دي، چې د دولت مرکچي پلاوی په یوه ډول سهمیه‌بندۍ شوی ترکیب لري او په همدې دلیل نه‌شي کولی، له ټولو افغانانو استازیتوب وکړي؛ له همدې امله د هغوی په وینا د زیاتو هېوادونو غږ او غوښتنې به د مذاکره‌کونکو غوږ ته ونه رسیږي.مدني فعال عبدالله احمدي د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، هېوادوال په ځانګړې توګه د مدني ټولنې فعالان، علما، ښځې او ځوانان د سولې بهیر کې مهم رول لري، خو د سولې خبرو کې د هغوی د اکثریتو د غږ ځای تش دی. «کوم څه چې اوس د سولې خبرو کې د هغوی ځای تش دی، د خلکو غږ او د هغوی غوښتنه ده. اوس خبرې یوازې د دولت او د طالبانو استازو ترمنځ دي او هلته د لویې برخې خلکو غږ نه اورېدل کیږي. زه فکر کوم، چې دغې غونډې ته د خلکو د غږ رسولو لپاره، یوه‌ ټولیز بسیج ته اړتیا ده.»شبکه: ښه نو د دولت د مرکه‌چي ټیم د ټول‌شمولیت او له ټولو خلکو څخه د استازیتوب ادعا په اړه یې ستاسو نظر څه دی؟احمدي: د حکومت له خوا دغسې ادعاوې کیږي، خو دولت د مرکه‌چي پلاوي غړي د یوه سهامي شرکت په څېر غوره کړي دي. د سهمیه‌بندۍ په اساس د ځواکمنو کسانو او ډلو استازي د دغه ټیم غړي شوي، مثلآ امکان شته چې دغه پلاوي کې د اقلیتونو استازي حضور ونه‌لري. امکان شته چې مرکه‌چي ټیم کې ځينې مهم مسایل په پام کې نیول شوي وي، خو په ټوله کې د لاسته راوړنو او ارزښتونو د خوندیتوب په تړاو اندېښنو ته په پام، دغو خبرو کې د زیاترو په ځانګړې توګه، د بافکره علماوو، روڼ‌اندو او د رسنیو او مدني ټولنې استازو ځای تش دی. د مدني فعال په توګه زما غوښتنه دا ده، چې د مدني ټولنې…

Continue Reading«دوحې ته د خلکو غږ نه رسیږي»

د طالباني فکر منلو لپاره د ټولنې چمتو بستر؛ هغه ټغر چې ټول نه شو

د یو شمېر څېړونکو په باور د هېواد په يو شمېر سيمو کې ټولنيزه فضا د طالبانو تر واکمنۍ دمخه د دې ډلې افراطي او غلط فکري نظریاتو کښت ته لېواله وه او په حقیقت کې دا د طالباني فکر منلو لپاره يو بستر و. د دې څېړونکيو په وینا، فرهنګي او تعلیمي موضوعاتو ته د چارواکيو بې پامي او د اوسنۍ فضا بدلون لپاره د دوی هڅې نه کول او د ټولنې د روحیې نرمولو لپاره هڅه نه کول د دې لامل شوی چې افراطي افکارو لکه په ټولنه کې د کار مخالفت او د ښځو د زده‌کړو د مخې نيولو ټغر تر اوسه په ټولنه کې خپور وي.ليکوالې او څېړونکې ډاکټرې حمیرا قادري د بشر د حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره خبرو کې وویل، بايد هېر نه کړو چې د طالبانو له دورې وړاندې هم افغانانو تعليمي تاوتريخوالی تجربه کړی او دا ډول تاوتريخوالی ډېری يې د ټولنې په دودونو کې ريښه لري.«په دې ټولو کلونو کې حکومت حتی د پوهنې او لوړو زده‌کړو له وزارتونو سره د سیاسي ادارې په توګه چلند کړی. دا وزارتونه لا هم د ملت اصلي کورونه نه دي او يوه لوری پورې تړلي دي. کله چې موږ خپله په داسې شرایطو کې يو، نه‌شو کولای پر هر څه کې طالبان پړ وګڼو. دا ډله يو چمتو فکري بستر ته اړتيا لري.»شبکه: آیا د دې کوم ځانګړی مثال شته چې تاسو يې د چمتو فکري بستر په توګه يادوئ؟ قادري: زما په یاد دي کله چې طالبان هرات ته راغلل، نو هېڅ نښته ونه شوه او د ښوونځي نیمايي زده‌کوونکي چې نجونې وې له زده‌کړو پاتې شوې. په دې اړه چې ګواکې کوم لاريون دې وشي، هېڅ تاريخ کې نه دی ثبت؛ ځکه چې بستر ورته چمتو و. سره له دې چې دولتي ادارې لکه، د ښځو چارو وزارت،…

Continue Readingد طالباني فکر منلو لپاره د ټولنې چمتو بستر؛ هغه ټغر چې ټول نه شو

«سوله نه باید له توفان وړاندې ارامتیا ووسي»

د ټولنې مختلفو ډلو په ځانګړې توګه د ښځو، نارینه‌وو او د قومي اقلیتونو د اساسي حقونو په رسمیت پېژندل له هغو موضوعاتو دي، چې د سولې بهیر له پیل راهیسې د مدني فعالانو له خوا پرې ټینګار شوی دی. د دغو کسانو په باور، کومه سوله چې دغه موضوع په کې له پامه وغورځول شي، د منلو وړ نه ده.مدني فعال، اسماعیل ذکي د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، سوله به هغه مهال هراړخیزه او د منلو وړ وي، چې په کې د ټولو حقونه په رسمیت وپېژندل شي او د هغوی انساني سهم په پام کې ونیول شي. «کومه سوله چې په کې د خلکو حقوق او ازادۍ په پام کې ونه‌نیول شي، سوله نه ده او په یوه عبارت له توفان وړاندې ارامتیا ده؛ یانې ناپایداره سوله ده، چې بلې جګړې ته لاره هواروي.»شبکه: د هغه څه په اړه مو ارزونه څه ده چې تراوسه د سولې خبرو کې پېښ شوي؟ذکي: د هغه څه په اساس چې تراوسه مو د دواړو خواوو مرکو څخه اورېدلي او کم‌او زیات اطلاعات ترلاسه شوي، له بده‌مرغه طالبانو لا هم هغسې نسبت سولې ته انعطاف نه دی ښودلی، چې تمه ترې کېږي. بلخوا دغې دلې متاسفانه تاوتریخوالی نور هم ډېر کړی او ځينو ولایتونو کې یې خپل بریدونه زیات کړي دي، ان د هغو دوو ولایتونو ځينې برخې یې ناامنه کړي، چې د امن ولایتونو په توګه یادېدل. په ټوله کې غواړو ووایو، چې د سولې خبرې په مثبت لوري مخ ته نه دي تللي او ډېرې هیله بښونکې هم نه دي.شبکه: ستاسو په نظر د ښځو موضوع په اړه د طالبانو لیدلوري کې بدلون راتلو څخه تمه کول تر کومه اندازه منطقي خبره ده؟ذکي: زه اصلآ دې مور کې د طالبانو په انعطاف‌پذیرۍ باور نه لرم. کوم ویډیویي کنفرانس چې مو…

Continue Reading«سوله نه باید له توفان وړاندې ارامتیا ووسي»