د آزادۍ ساتنې لپاره به تر وروستۍ بریده مبارزه وکړم
د طالبانو له ډلې سره دافغانستان د دولت د خبرو پيلېدو د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو اندېښنې راپارولي دي.په دې لړ کې په بیلابیلو برخو کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په تېره بیا ورزشکارانې د سولې له هوکړې وروسته د ښځو د حقونو د وضعیت په تړاو د اندښنې په څرګندولو سره وایي که په راتلونکي حکومت کې د لوبغاړو مېرمنو حقونو ته پاملرنه ونه شي؛ هغوی به ددغو آزادیو د مخالفو ډلو پر وړاندې ودرېږي.خبریاله او د باېسکېل ځغلونې د ملي لوبډلې غړې مروه احمدزۍ د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په خبرو کې وایي چې کیدای شي طالبان په واک کې له راګډېدو وروسته د ښځو په تېره بیا د ورزشکارو مېرمنو د فعالیت مخه ونیسي؛ خو دا ښځې به اجازه ورنه کړي چې د سپورټ په برخه کې د دوی څو کلنو لاسته راوړنو ته بې پامي وشي. «موږ مجبورې نه یو چې د یوې تمدن ضد ډلې د مبهمو خیالاتو قربانی شو ؛ غوره ده چې هغوی ځان اصلاح کړی او پرېږدي چې ټول خلک خپلو مدني حقونو ته لاسرسی ولري؛ که داسې ونه شي موږ به د مبارزې په لومړۍ کرښه کې په خپل نه ماتېدونکي هدف سره د خپلو ټولېزو او فردي آزادیو لپاره ودرېږي«شبکه: د یوې خبریالې په توګه او په ټوله کې یوې وګړې په توګه د هېواد د ښځو وضعیت څرنګه ارزوئ؟احمدزۍ: که وغواړو چې له طالبانو وروسته کلونه و ارزوو ؛ زما په اند ددې خاورې د ډیری هغو ښځو هیلې او خیالونه چې د طالبانو په توره دوره کې یې په خپلو زړونو کې خښ کړي وو ؛ په حقیقت بدل شوي دي . اوسمهال ښځې د هېواد په بیلابیلو برخو کې زده کړو ته لاسرسی لري؛ ګڼې هغوی د دولتي او خصوصي ادرو په مشرۍ کې کارکوي ؛…