«هغه سوله چې د ښځو حقونه پکې نقض شي نه غواړو»
د ښځو په برخه کې د یوشمېر فعالو بنسټونو مسوولانې وايي چې حکومت باید د سولې په خبرو کې د ښځو له حقونو د دفاع په برخه کې پر خپل دریځ ودرېږي؛ځکه هغه سوله د منلو نه ده چې د ښځو حق ته پکې پاملرنه ونه شي .په بلخ کې د ښځو د شبکې مسووله معصومه رحیمي د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي د حکومت دریځ د ښځو له حقونو دفاع ده او باید ورته ژمن وي . « موږ هېڅکله هغه سوله چې د ښځو حقونه پکې نقض شي نه غواړو؛مېرمنې به هیڅ وخت خپلو لاسته راوړنو ته نه پاملرنه ونه مني او دا چې ښځې یوځل بیا د شل کاله وړاندې په څېر په کورونو کې کیني؛ شونې نه ده .شبکه: د هغه څه په تړاو مو ارزونه څه ده چې تر اوسه په مذاکراتو کې تېر شوي؟رحیمي :زما په اند مذاکرات تر اوسه ښځو ته د منلو وړ نه دي؛ ځکه هغوی لاهم د خپلو حقونو او لاسته راوړڼو په تړاو اندېښنې لري.ښځې نه غواړي چې شاته ستنې شي او لاسته راوړنې یې قرباني شي. که څه هم تر اوسه له خبرو خوښ نه یو او بهیر یې ډېر پڅ دی او په ګونګه توګه پرمخ ځي؛ خو د مرکچي پلاوي له یوې غړې سره مې چې خبرې کولې ؛ډاډ یې راکړ چې په سمه توګه له موږه استازیتوب کوي او د مذاکراتو له پرمختګه موږ ته ډاډ راکوي .شبکه: ستاسو په اند له یوې داسې ډلې سره به چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په تړاو نه لري؛ خبرې کومې پایلې ته ورسېږي؟رحیمي: زمت په نظر له طالبانو سره د دولت سوله ښايي د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه پټه معامله وي؛ چې شونې ده د ښځو حقونه پکې په پام کې ونه نیول شي.…