«په راحتي نه یو رسیدلي چې په آسانۍ لاړ شو»
خبریالې نظیفې شریفي سره د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې مرکهافغان میرمنو ته د طالبانو له دورې وروسته، په ټولنه کی د کاري زمینې او سیاست کې د دخیل کیدو فرصتونه او ګډون تر یوه حده موجود وو چې په وروستیو کلونو کې صعودي لاره وهلې ده. اوس چې د سولې خبرې پیل شوې ، میرمنې اندیښنه لري لکه د طالبانو په دوره کې دوی به یوځل بیا له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو څخه وتلو ته اړ شي.خبریالې نظیفې شریفي د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې د دوی اندیښنه دا وه چې میرمنې به د سولې موافقې وروسته څنډې ته شي او دوی به ونشي کړای په بیلابیلو سکتورونو کې مشارکت وکړي لکه څنګه چې اوس فعالیت کوي. "زموږ سره کرښه باید د هغو ارزښتونو ساتنه وي چې موږ په ټولنه کې د کار کولو او زیار ایستلو سره ترلاسه کړي. موږ ، د افغان میرمنو ، پدې وروستیو کلونو کې ډیری قربانۍ ورکړې. "موږ په اسانۍ سره دې مرحلې ته نه یو رسیدلي چې اوس زموږ په لاسته راوړنو معامله وشي، دا موږ ته د منلو وړ نه ده چې د طالبانو تور حاکمیت ته بیرته ورستانه شو.شبکه: د خبریالې په توګه د سولې خبرو په اړه د ښځینه هیوادوالو نظرونه څنګه ارزوئ؟شریفي: د هغه څه په بنسټ چې له افغانو میرمنو سره د خبرو پرمهال مو اوریدلي دي، هغوې د سولی خبرو پایلو ته هیله مندې نه دي. د یوشمیر دغو ښځو اندیښنې دادي چې د هغوې په لاسته راوړنو معامله ونه شي او دا هغه څه دي چې طاللبان ېې غواړي.شبکه: د سولې په خبرو کې د ښځو حضور څومره کولی شي د طالبانو په دریځ اغیزه وکړي؟ شریفي: د ښځو په ځانګړې توګه د تخار ولایت ښځو لپاره د اندیښنې یو لامل، د مرکچي پلاوي ترکیب…