« ناعادلانه سوله د بلې جګړې لاره اواروي»

کارپوهان په دې باور دي چې په دموکراتیکو ټولنو کې د سیاست او حکومتوالۍ په حوزه کې یواځینی معیار خلک دي باید عادلانه سولې ته د رسیدو په برخه کې د هغوۍ بنسټیزې آزادۍ په پام کې ونیول شي، له دې پرته به هڅې د ناعادلانه سولې لامل شي.د پوهنتون استاد سید جواد سجادي حسیني د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: لکه څنګه چې د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې تجربو څرګنده کړې ده چې د جګړې او تاوتریخوالیو پای باید د عدالت او برابرۍ لامل شي، له دې پرته به سوله ټینګه نشي. « که چیرې د سولې په خبرو کې د خلکو بنسټیزې  آزادۍ په پام کې ونیول شي نو سوله په خپله ټینکیږي، له دې پرته هر ډول هڅه امکان لري د جګړې د پایته رسیدو لامل شي خو کله هم عادلانه سولې ته نشو رسیدای چې له دې امله به په نوې بڼه د نوې جګړې لپاره لاره آواره شي. »شبکه: د سولې د خبرو په اړه تر دې  دمه ستاسو ارزونه څه ده؟ ستاسو په نظر دا مذاکرات به تر کومه حده بریالي وي؟سجادي حسیني: د دې ارزونې لپاره باید د دواړو لوریو کړنې په پام کې ونیول شي. د افغانستان حکومت د دغو خبرو د پیل لپاره درنه بیه پرې کړه چې د پنځو زرو زندانیانو آزادول وو، خو د دې اقدام په مقابل کې د مخالف لوري څخه مناسب ځواب ترلاسه نکړ او طالبانو نه یواځې تاوتریخوالي راکم نکړل بلکې ډیرېې هم کړل. دا ډله په مذاکراتو کې داسې مسایل مطرح کوي چې د افغانستان له عیني واقعیتونو سره اړخ نلګوي. کله چې د سولې جوړښت رامینځته کیږي باید د هغې په وجود کې هیڅ ډول نقص او عیب نه وي؛ ځکه هر عیب د دې لامل کیږي چې د سولې جوړښت ونړیږي ؛ له…

Continue Reading« ناعادلانه سوله د بلې جګړې لاره اواروي»

« د سولې پرته بله لار نه لرو»

د مدني ټولنې یوشمیر فعالان وايي که څه هم چې تر اوسه د سولې د خبرو پایلې له خلکو سره شریکې شوي نه دي، خو د سولې د خبرو پیل ښه اقدام او د خلکو یوه مهمه اړتیا وه.د افغانستان د مدني ټولنې د انستیتیوت اجرايي رییس ذاکر ستانکزي له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: خلک له جګړې ستړي شوي دي او د سولې د خبرو پیل له دی وضعیته د وتو غوره لاره ده. هغه زیاتوي موږ د یو مصرفي هیواد په توګه له سولې پرته بله لاره نه لرو د سولې خبرې په نیک فال نیسو او هیله مند یم چې ښه پایله ولري.شبکه: د سولې خبرو ښځو ته څه هیلې او امیدونه راژوندي کړي دي؟ستانکزی: زما په نظر په دی خبرو کې تر ټولو مهم رامینځته شوی فرصت دادی چې ښځې په مستقیمه توګه کولی شي د ښځو په اړه موضوعاتو باندی له مخالف لوري سره خبرې او بحث وکړي. شبکه: ستاسو به نظر د مرکچي پلاوي ښځینه غړې باید له مقابل لوري سره کوم مسایل شریک کړي؟ستانکزی: زما په نظر هغوې باید د تیرو کلونو د لاسته راوړنو او خپلو حقونو په ساتلو ټینګار وکړي.  همداراز ټول مذاکراتي پلاوی باید عدالت ته د لاسرسي، د لږکیو او د جګړې د قربانیانو حقونو او بیان آزادي ته د رسیدو لپاره بحث وکړي. زما په نظر دا ټول موارد باید سره کرښه وي. شبکه: په قدرت کې د طالبانو د ګډون په صورت کې به آیا ښځې اوسنۍ آزادۍ ولري؟ستانکزی: دا موضوع د وړاند وینې وړ نه ده،  خو هیله مند یم چې طالبانو په دې اړه خپل دریځ کې بدلون رامینځته کړی وي، څو ټول هیوادوال هم نارینه او هم ښځینه خپلو حقه حقونو ته لاسرسی ولري. شبکه: که چیرې د سولې په خبرو کې د ښځو په حقونو محدودیتونه ولګول شي…

Continue Reading« د سولې پرته بله لار نه لرو»

« د ښځو طبعي حقونو په اړه مشورې ته اړتیا نشته»

د ښځو حقونه له هغې ډلې د کار، تحصیل او سیاسي او ټولنیزو برخو کې د مشارکت حق هغه مسایل دي چې د ښځو د حقونو مدافعانو په باور د سولې په مذاکراتو کې د دولت مرکچي پلاوي لخوا د سرې کرښې په توګه په پام کې ونیول شي. د یوشمیر مدني فعالانو په باور یاد شوي مسایل د ښځو ښکاره حقونه دي باید د سولې په خبرو کې په اړه چنه ونه وهل شي.  ورځپاڼه لیکونکې روبینا جلالي له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د ښځو طبعي حقونه داسې مسایل نه دي چې چنې وهلو ته اړتیا ولري، دا هغه حقونه دي چې دین هم ښځو ته ورکړي دي.  د تحصیل حق، د کار حق  او د سیاسي مشارکت حقوق هغه موضوع ګانې دي چې اصلا د بحث وړ نه دي، ښايي په ښونځيو او پوهنتونونو کې د جنسیتي تفکیک په اړه ملاحظات شتون ولري چې هغه هم د هغو ټولنو د تجربو په بنسټ چې پکې حجاب او جنسیتي تفکیک اجباري وو مطوبه پایله ېې نه ده لرلې.  شبکه: آیا هغه ښځې چې د دولت په مرکچي پلاوي کې دي کولی شي له یادو حقونو دفاع وکړي؟ شهابي: د مرکچي پلاوي د ښځینه غړو په اړه کوم معلومات چې زه لرم ډاډه یم چې هغوې په سیاست کې د کار کولو تجربه او پوهه لري او کولی شي د ښځو له حقونو دفاع وکړي. په دې اړه چې امکان لري جوړجاړی وشي هم اندیښنه نه لرم؛ ځکه هغه کسان چې زموږ په استازیتوب قطر ته تللي مسوولیت منونکي دي. هیله منده یم چې د سولې خبرې مثبته پایله ولري.  شبکه: د سولې مذاکرات تاسو څنګه ارزوئ؟ شهابي: زما په نظر اوس د سولې خبرو په اړه نظر ورکول له وخته مخکې دي؛ ځکه تر اوسه دواړه لوري د خبرو په…

Continue Reading« د ښځو طبعي حقونو په اړه مشورې ته اړتیا نشته»

د سولې له خبرو وروسته د یوه څارنیز میکانیزم شتون، یوه جدي اړتیا ده

 د هرات ولایت د ښځو چارو مشره انیسه سروري د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې ویلي : « باید د نړیوالې ټولننې او د افغانستان نړیوالو شریکانو لخوا یو څارنیز سیستم جوړ شي څو د سولې له هوکړې وروسته د ژمنو په عملي کیدو څارنه وکړي..»آغلې سروري وايي باید هر لوري چې خپلې ژمنې نه عملي کوي جزا وټاکل شي او یا هم د فشار راوړلو قوه موجوده وي له دی پرته د دایمي سولې راتګ ډیر ستونزمن دی. شبکه: د سولې لپاره نور څه ضرورت دي چې باید وشي؟سروري: له شک پرته چې د سولې په ټینګښت کې باید خلک مهمه ونډه ولري موږ باید لومړی ټولنیزه سوله ټینګه کړو څو سیاسي سولې ته لاره آواره کړي. اخوا تاریخ او تجربه دا څرګندوي چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه د سولې په راتګ کې اهمیت لري. شبکه: آیا د سولې په خبرو کې د ښځو مشارکت کافي دی؟سروري: زما په نظر کمیت په پرتله کیفیت مهم دی،  همدا چې د مرکچي پلاوي ښځینه غړي وکولای شي په څرګنده د خپلو حقونو دفاع وکړي ډیره اغیزمنه خبره ده. د سروي په وینا د نورو ښځو په څیر د هرات ولایت میرمنې هم  د سولې له خبرو وروسته د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي او وايي چې د هرات خلک د داسې سراسري سولې غوښتونکي دي چې پکې هیڅ چاته زیان ونه رسیږي. شبکه: د سولې نشتون د هرات ولایت ښځو ته څه ستونزې رامینځته کړي دي؟سروري: نا امني په هرات ولایت کې د ښځو د فعالیتونو د مخنیوي یو اصلي لامل دی،  د مثال په توګه د هرات ولایت کارګرې میرمنې تل له  امنیتي ستونزو سره  مخامخ دي او د دولت د مخالفانو لخوا ګواښل کیږي آن یوشمیر کارګرې میرمنې د ګواښونو له کبله له دندو لاس په سر شوي دي. د آغلې…

Continue Readingد سولې له خبرو وروسته د یوه څارنیز میکانیزم شتون، یوه جدي اړتیا ده

د سولې د مذاکراتي ټیم دغړو ترمینځ بې‌نظمی به د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي

 د کابل پوهنتون استادې شهلا فرید سره د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل:  لکه څنګه چې لازمه ده دولت  د مرکچي پلاوي ظرفیت ته پاملرنه نه ده کړې. « ستره ستونزه په خپله حکومت ې ده دولت د سولې ټیم پیاوړتیا ده پاملرنه نه ده کړې په خواشینۍ سره د سولې په خبرو کې د نظر یوالی هم شتون نه لري. شبکه: آیا د  سولې د خبرو د یو لوري په توګه د طالبانو په نظر کې بدلون راغلی؟ فرید: په مجموع کې ، د دوی اوسني فعالیتونو ته په کتلو سره د طالبانو په لید کې هیڅ بدلون نه دی راغلی ، خو سمه پایله به د خبرو په جریان کې مشخص شي ، او موږ به پوه شو چې ایا د طالبانو په لید کې کوم بدلون راغلی که نه.اغلې فرید زیاته کړه چې د طالبانو جنګي مدیریت او سیاسي مشرتابه په اړه جلا مطالعه وشي، او دا به وګورو چې ایا د طالبانو سیاسي ډلې په خبرو اترو کې ښکېلې ډلې به د دې ډلې پر جنګي ماشین اغیز وکړي. شبکه: ایا تاسو وايي هغه طالبان چې د دولت سره خبرې کوي د جګړې په ډګر کې له طالبانو سره توپیر لري؟فريد: سره له دې چې طالبان لږ تاوتريخوالى کوي ، زه فکر نه کوم چې د خبرو پر مهال د طالبانو دوه ډلې سره توپير لري؛ دا ځکه چې د دواړو ډلو ترمینځ هدف مشترک دی ، او هغه دا چې دواړه خپل شتون په جګړه کې ګوري او غواړي د جګړې له لارې خپل حقیقت ثابت کړي. شبکه: که طالبان په واک کې شریک شي، نو د ښځو په ژوند به څه بدلون راشي؟فريد: که چيرې دوی په قدرت کې شریک شول، نو لازمه د ښځو د حقونو ساتنه وکړي؛ دوی نشي کولی ښوونځي او پوهنتونونه وتړي…

Continue Readingد سولې د مذاکراتي ټیم دغړو ترمینځ بې‌نظمی به د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي

د بیان د آزادۍ په اړه اندیښنه لرم

د سولې په خبرو کې د خبریال استازي نه شتون په پرله پسې ډول د رسنیو لخوا د لوی اندیښنې په توګه یادولی شو. د رسنیو ډیری غړي او خبریالان پدې باور دي چې د سولې په خبرو کې د دوی د نمایندګۍ په نه شتون کې ، د دوی د فعالیتونو مهم اړخونه باید له پامه غورځول شي.د سولې په خبرو کې د خبریالانو د استازو نشتوالی په ځلونو د رسنیو د مسولانو پوښتنه وه. د رسنیو ډیر مسولان په دی باور دي چې امکان لري د رسنیو د استازو په نشتون سره د رسنیو په اړه مهم موارد په بحث کې په پامه وغورځول شي. په دایکندي کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له غړي سلطان علي جوادي سره د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې مرکه کې وویل: هغوې د سولې د دخبرو په اړه ډیرې اندیښنې لري، چې یوه اندیښنه د بیان د آزادۍ قرباني کیدو ویره ده.  د سولې په خبرو کې د رسنیو هیڅ استازی حضور نه لري او موږ د بیان د آزادی د پامه غورځیدو ویره لرو دا په تیرو نولسو کلونو کې د حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه ده. ښاغلی جوادي وايي چې د حکومت بله لاسته راوړنه د ښځینه خبریالانو د فعالیت پراخوالی دی چې باید د اساسي موضوع کانو په توګه د سولې په خبرو کې محفوظ وساتل شي او مهم وبلل شي. شبکه: آیا د سولې له خبرو وروسته به خبریالو ښځو ته د فعالیت شرایط مساعد وي؟جوادي: خلک له پامه غورځول شوي دي لاسته راوړنې به ونه منل شي، خو د یوې سولې لپاره باید دواړه لوري له یوشمیر ازښتونو تیر شي، زه فکر کوم چې د ښځو او د ټولنې نورو برخو باندی محدودیتونه وضع شي.شبکه: ستاسو منظور دادی چې د ښځینه خبریالانو په فعالیت به محدودیت وضع شي؟جوادي: زه فکر کوم امنیتي وضعیت نه ښه کیږي…

Continue Readingد بیان د آزادۍ په اړه اندیښنه لرم

د دوه انتخابونو په مینځ کې د یوې ښځې تجربه؛ یا به ماشومان له ما سره وي او یا به زما دنده

په جګړو کې نړۍ ته راغلی یم او په دوخړو او اور کې ستره شوی یم. هغه وايي کله چې مې په یادیږي د هیواد د ترخو ورځو د لیدو شاهده یم. وايي هغه مهال به خلکو د هیواد د سرنوشت په اړه خبر ترلاسه کولو لپاره یوې راډیو تر شا اوخوا راغونډیدل، هغه مهال ېې هیله وه چې یوه خبریاله شي، ځو خپل خلک د هغه څه په اړه چې تیریږي خبر کړي.د ځوانۍ په لومړیو کلونو کې چې د طالبانو وروستی کال وو، جګړو د هغې میړه ځنې واخیست هغه چې د دریوماشومانو په لرلو بیا هم د خپلو هیرو ترلاسه کولو په فکر کې وه، د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته ېې ښونځي پایته ورساوه، اووروسته ېې د کابل په ژورنالیزم پوهنځي کې تحصیل پیل کړ.شکیلا ابراهیم خیل چې د هیواد د رسنیو یوه پیاوړې څیره ده وايي، چې د طالبانو له سقوط وروسته د ټولنې مردسالاروالی او ناوړه دودونه هغه لاملونه دي چې په ټولنه کې د ښځینه خبریالې لپاره د کار زمینه ستونزمنه کړی ده. هغه چې له ۲۰۰۶ کاله تر څلور کاله وړاندې د هیواد په یوې تصویرې رسنۍ کې کار کړی دی ،  لومړي کسان چې په ټلویزیون کې د کارکولو سره مخالفت لاره د هغې خسر خیل وو. هغه وايي کله چې مې په ټلویزین کې کار پیل کړ د کار په پیل کې مې د میړه د کورنۍ له یوشمیر غړو سره ډیرې ستونزې درلودې.  د هغوې له نظره په ټلویزیون کې د یوې ښځې کار کول د منلو وړ نه دی له همدې امله څو ځله ېې زما ماشومان له وړکتونه راځینۍ یوړل او هر ځل زما د پلار او د قوم مشرانو په منځګړیتوب بیرته ماته راسپارل کیدل. د دې له ویرې چې ماشومان له ما واخلي د ټلویزیون په صفحه نه شوم څرګندیدی. میرمن ابراهیم خیل چې…

Continue Readingد دوه انتخابونو په مینځ کې د یوې ښځې تجربه؛ یا به ماشومان له ما سره وي او یا به زما دنده

د نظامي ښځو مقام باید وساتل شي

یوشمیرې میرمنې چې په نظامي برخه کې فعالیت کوي وايي،  نظامي میرمنې د  داسې کسانو په توګه چې د هیواد د ساتلو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړي. د سولې له هوکړې وروسته هم باید د فعالیت حق ولري.د ملي دفاع وزارت د انسجام او جندر د برخې  مدیرې ډګروالې کبری د مدني ټولنې او بشري حقونو سره مرکه کې وویل، چې نظامي ښځې د جګړې اصلي قربانیانې دي له دې امله له هغوې باید د کار او فعالیت حق سلب نه شي بلکې د هغوې د ظرفیت د لوړیدو لپاره کار وشي.  شبکه: ولې په نظامي برخه کې ښځو ته اړتیا شته؟ډګروال کبری: په نظامي برخه کې ښځو ته د نارینه ګانو په څیر اړتیا ده؛ ځکه د پوځ په ډیرو برخو کې نارینه نه شي کولی  له ښځو پرته دنده ترسره کړي. اوسمهال هم په ځانګړو قطعاتو کې ښځې دندې ترسره کوي.شبکه: د داسې شخص په توګه چې ډیره موده مو په نظامي برخه کې کار کړی، په نا امنه فضا کې د کارکولو څه تجربې لرۍ؟ډګروال کبرا: په دی برخه کې د دندې ترسره کولو پرمهال مې ستونزمن وظایف ترسره کړي دي باید ووایم چې زموږ دنده شپه او ورځ وه، زما یوه ستونزه دا وه چې کله به ېې ماته ویل چې د تګ راتګ لاره دی تغییره کړه ځکه ګواښ موجود دی په اصطلاح زما راپور ورته رسیدلی وو خو یو دا ګواښ هم عملي نه شو. شبکه: د طالبانو دریځ ته په پام سره که چیرې سوله راشي آیا نظامي ښځو ته به د فعالیت اجازه ورکول شي؟ ډګروال کبری:  که چیرې ریښتیې سوله ټینګه شي، د هغوۍ فعالیت به دوام وکړي، زما په نظر د طالبانو په مینځ کې هم  د لوړې سطحې لرونکي کسان شته. په خپل کاري پړاو کې می له یو طالب څخه اوریدلي وو چې مور ېې د وسلو کارول ورته ښودل،…

Continue Readingد نظامي ښځو مقام باید وساتل شي

“ماته ېې ویل چې ته ېې نشئ کولی، مګر زه بریالي شوم.”

 په داسې ټولنه کې چې ځینې نارینه ګان په ښځو او د هغوی په وړتیاو باور نلري او په ځینو برخو کې د دوی حضور ناسم ګڼي، د ښځو پاملرنه داسې برخې ته راجع کیږي چې نور یې "د نارینه" کار بولي. هغه وايي کورنۍ او ملګري هم په دی برخه  کې د هغه له زدکړو سره مخالف وو. زهرا نبی زاده دغو نیوکو او اعتراضونو ته پاملرنه نه کوي او هوډ کوي هغه لاره غوره کړي چې خپله ېې ورسره مینه ده. هغه وايي: کله چې مې د دې برخې زدکړه پیل کړه ټول راسره مخالف وو آن زما دوستان او کورنۍ راسره مخالف وو، او تل به ېې ویل چې ښځه باید انجیرنیري ونه لولي او یا به ېې ویل چې په دی برخه کې کار کولی نه شي، په اصل انجینیري په افغانستان کې د نارینه ګانو مسلک په څیر بلل کیږي له همدې امله  دښځو تحصیل مخالفت هم دي. آغلې نبي زاده وايي، چې د انجینیرۍ په اړه د خلکو کم او کله ناسم معلومات د دی لامل کیږي چې د انجینیرۍ څانګه د خلکو په ذهنونو کې یواځې د نارینه ګانو مسلک وبلل شي، هغه وايي خلک فکر کوي چې انجینیرۍ یواځې فزیکي چارې دي؛ په داسې حال کې چې انجینیري یواځې فزیکي فعالیت نه بل ذهني هغه هم لري. آغلې زهرا، د خپل مینې وړ برخه کې په بریا سره د خپل تحصیل په پایته رسولو سره د خپلو دوستانو او کورنۍ فرضېې غلطې ثابتې کړې. دا دریم کال دی چې هغه د انجینیرې په توګه له یوه خصوصي شرکت سره دنده ترسره کوي. هغه وايي، یوشمیر ښځې  په ټولنه کې د هغوې د وړتیاو په اړه د منفي ذهینیت له امله کاري فرصتونه له لاسه ورکوي. "زه پخپله په داسې شرایطو کې ډیر نه وم ، مګر هغه ستونزېچې ډیری ښځینه…

Continue Reading“ماته ېې ویل چې ته ېې نشئ کولی، مګر زه بریالي شوم.”

خلک نه پوهیږي چې د تړلو دروازو تر شاه څه تیریږي

له دولت څخه د رسنیو د مسولانو او خبریالانو یوه غوښتنه په دغو خبرو کې د دوۍ د یوه استازي ګډون وو. د رسنیو د مسولانو په وینا د هغوې تر ټولو ستره ستونزه داده چې د قطر په غونډه کې د دوې استازي د څارونکو په توګه حضور نه لري او خبرې د تړلو دروازه تر شاه ترسره کیږي.د آزادو رسنیو د ملاتړې یا نی ادارې اجرايي رییس مجیب خلوتګر سره له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سر ه په مرکه کې وویل که څه هم چې حکومت ژمنه کړې وه چې د سولې د خبرو جریان به د رسنیو له لارې خپور شي خو داشان ونه شول. هغه وايي: ولسمشر د مشورتي لوېې جرګې په ورځ ژمنه وکړه چې موږ به د سولې د خبرو هره کلمه د رسنیو له لارې خلکو ته ورسوو خوپه خواشینۍ سره چې داشان ونه شول او افغان حکومت د رسنیو غوښتنه له پامه وغورځوله په داسې حال کې چې خلک اړتیا لري پوه شي چې برخلیک ېې څه کیږي. ښاغلی خلوتګر واييشبکه: د سولې د خبرو په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟ خلوتګر: یوه مسله چې د خبرو په پیل کې روښانه شوه، داده چې د طالبانو دریځ نه دی بدل شوی او تر اوسه هم په اسلامي حکومت ټینګار کوي. بله د اندیښنې وړ موضوع داده چې طالبان تر اوسه هم دافغانستان حکومت غیر مشروع بولي اوهغه په رسمیت نه پیژي.  دا مسایل څرګندوي چې مذاکرات نه ناکام نه دي نو بریای هم ډیر وخت ته اړتیا لري بل ټکی دادی چې د حکومت مذاکراتي ټیم له ضعیف دریځه خبرې کوي. شبکه: له ضعیف څخه مو منظور څه دی؟خلوتګر:  د دولت مرکچي پلاوی که په مستقیمه توګه نه وي نو په تلویحي ډول د تضرع په ډول طالبانو سره خبرو ته حاضر شوي دي داسې چې فکر کوي سولې ته…

Continue Readingخلک نه پوهیږي چې د تړلو دروازو تر شاه څه تیریږي