غواړم اغیزناکه اوسم
هغه چې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې تحصیل کوي او تر اوسه ېې په څو قضايي او عدلي بنسټونو کې فعالیت درلود ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د خپل نسل غږ پورته کړي. هغه وايي په داشان غونډه کې د افغانستان له ځوان نسله د یوې نجلې ګډون ډیر معنوي ارزښت لري. او هغه به هڅه وکړي چې د مستدلو او منطقي خبرو په کولو سره د حاضرینو پام ځانته راواړوي. آغلې ځدران چې څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو استازولی لپاره انتخاب شوه د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: هڅه به وکړي چې په راتلونکې غونډه کې تر ډیره آزماني خبرې ونه کړي او منطقي مخکې لاړه شي. هغه وايي: هڅه کوم زما د خبرو موارد دیپلوماتیک او منطقي اوسي. هڅه کوم په پیاوړو دلایلو سره نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړم چې له افغانستانه ملاتړ ته دوام ورکړي. د آغلې ځدران په باور کله چې له افغانستان څخه ځوانې نجونې داشان مسولیت په غاړه اخلي باید ډیر آرماني ونه غږیږي او د خپل همنسلانو غږونه په سمه توګه شریک کړي چې د دغو ځوانانو هڅې به د مرسته کونکو هیوادونو د پام راګرځولو په برخه کې بې اغیزې نه وي.شبکه: په ملګرو ملتونو سازمان کې د ځوان استازي مسولیت او رسالت څه دی؟ځدران: په ملګرو ملتونو سازمان کې د ځوانانو استازولي د یوه کال لپاره رضاکارانه فعالیت دی. په دی یوه کال کې موږ په ولایتونو کې له نجونو او هلکانو سره د انترنت یا هم په حضوري توګه خبرې کوو او د اساسي مسایلو په اړه د هغوۍ نظرونه راغونډ وو. زموږ ډیر تمرکز د سولې به مسله ده، ځکه ډیره مهمه موضوع ده او ټول مسایل تر اغیزې لاندې راولي. نو له دی امله به د ځوانانو نظرونه په…